د عزیز الله کاروان په وژلو سره د طالبانو پيغام

ليکوال: حماد نیازی

تېره شپه څه د پاسه اته بجې د پکتيکا ولایت د ځانګړو ځواکونو_صفر یک قطعې قومندان عزيز الله کاروان په پلازمېنه کابل کې ترټولو خوندې سیمه ۳ مکرویانو کې، په یوه پارک کې ووژل شو.

د کاروان له وژل کېدو لږ روسته طالب وياند سمدستي پر خپل ټويټر د برید پړه ومنله.

عزيزالله کاروان په پکتيکا ولایت کې تر ټولو ظالم، وحشي او امریکایانو ته نيږدې قومندان و، نومړی په ۲۰۱۱ ع کال کې د اربکیانو مشر وټاكل شو، چې په همدې ولایت کې د اربکیانو موسس بلل کیږي.

په دې ورستیو کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ځانګړو پولیسو صفر یک قطعه جوړه شوه، چې په پکتيکا ولایت کې یې مشري عزیز الله کاروان ته وسپارل شوه.

د اربکیانو ظلمونه له هيچا پټ نه دې، اربکیان مستقيما په امریکایانو پورې تړلي وو، چې د هر راز خپل سریو عملیاتو او وحشتونو واک ورکړل شوی و، د کابل حکومت هیڅ ارګان حق نه لاره چې له اربکیانو دې تفتيش او پوښتنه وکړي، اربکیانو چې به چیرته او پر چا هم کوم وحشت او ظلم زړه غوښتل، دریغ به یې نه کاوه.

اربکیانو ټولو هغو سیمو کې چې دوی پکې پیدا شول، داسې وحشتونه له افغان ولس سره ترسره کړل چې قلم یې له لیکلو او ژبه یې له ویلو عاجزه ده، خو په اربکیانو کې د هيواد په کچه عزيزالله کاروان او د هغه تر قومنده لاندې اربکیانو تر بل هرچا ډېر وحشتونه وکړل، په ټول ارګون ولسوالۍ بلکې ټول پکتيکا ولایت کې به داسې کور نه وې چې د نومړي له لوري زورول شوی، بې پته شوی او ربړول شوی نه وې، که د پکتيکا له هر اوسیدونکي پوښتنه وشې، حتما د نومړي په اړه ترخې خاطرې لرې.

د اربکیانو له ختمېدو یا کمزوري کېدو روسته امریکایانو د ځانګړو پولیسو قطعات جوړ کړل، دا قطعات عینا د اربکیانو دنده اجرا کوې، له امریکایانو سره يوځای د ولسي خلګو پر کورونو چاپې وهې او چې هر چیرته یې زړه وغواړې ولسي خلګ په نښه کوې.

ځانګړي پولیس_صفر یک قطعه هم لکه اربکیان غوندې د امریکا د استخباراتو سي آی اې له لورې تمويلېږي او رهبري کیږي، پلان او رهبري یې د امریکایانو په غاړه ده او د کابل حکومت تر کنترول پورته دې.

که څه هم یاده قطعه د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تش په نوم ځای لرې، خو اصلا دا قطعه د امریکایانو ځانګړې قطعه ده چې د کابل حکومت پرې هیڅ واک نه رسیږي.

د بېلګې په ډول: څو مياشتې مخکې د صفر یک قطعې ځواکونو په خوست ولایت کې په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې دوه یې ښځې ، یوه ماشومه او دوه نارینه وو ووژل او دوه نور یې له ځان سره یووړل، عیني شاهدانو رسنيو ته وویل چې وحشي عسکرو لمړۍ ښځو ته لاسونه ورتړلي، هغه یې وهلې او ډبولې دې روسته یې په شهادت رسولې. ځانګړو پولیسو د کورنۍ غړو له وژلو روسته ټول کورته اور ورته کړ، چې یوه خونه کې یې یوه وړه ماشومه هم وسوځول شوه او مازدا موټر هم د اور خوراک شو.

همداراز د خوست ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې یادو ځواکونو د یوې کورنۍ اووه تنه ووژل چې پنځه یې وروڼه وو… له دې پېښو روسته خلګو مظاهرې وکړې د خوست لویه لاره یې بنده کړه او له ځایي چارواكو ېې وغوښتل چې دا کسان دې محکمه شې، خو ځایي چارواکو یې په ځواب کې وویل چې پر دې قطعې موږ هیڅ واک نه لرو، دا خلک مستقيما د امريکا تر کنټرول لاندې دې. دا مو د نمونې په ډول یواځې دوې پېښې یادې کړې، کنه وې په پکتيا، پکتيکا او خوست کې د دې قطعې له جوړېدلو روسته ولس په شپنیو چاپو کې ډېر وزورول شو، چې خبرونه یې وخت پر وخت رسنیز شوې.

د صفر یک قطعې او اربکیانو د ظلمونو او وحشتونو له کبله طالبانو ته د دوی مشران مهم او تر همېشني تعقیب لاندې وو، چې دا دی بالآخره د کابل په زړه کې، تر ټولو خوندې سیمه کې، ۳ مکرویانو کې د پکتيکا ولایت لپاره د ېادې قطعې یو مهم قومندان د هغوی له لوري په نښه او په خورا ساده ډول، له خپل ساتونکي سره يوځای ووژل شو.

بریدګر له هدف په نښه کولو روسته، بریالي شول چې له سیمې ووځي.

د کاروان له وژل کېدو حکومتي چارواكو ته د طالبانو پيغام:

له کومې ورځې چې الخندق عملیات پیل شوي، د هیواد په ګوټ_ګوټ کې د کابل حکومت مهم پوځي چارواکي په نښه شوې او وژل شوې دې، ښکاري چې طالبانو جګړه ییزې پالیسۍ کې تغیر راوستی دی او د مهمو قومندانانو د وژلو لپاره یې هر ځای کې خپل خلګ ګمارلي او ځای پر ځای کړې دې؛ د کاروان د وژل کېدو پېښه د دا ډول بریدونو روستۍ خو په امنیتي لحاظ ننګونکې پېښه ده.

دا چې طالبانو کاروان په پلازمېنه کې، بیا د پلازمېنې تر ټولو خوندې سیمه کې په داسې ډول په نښه کړ، چې هیڅ ډول ملکي تلفات یې ونه لرل، د کابل لوړ پوړو چارواکو ته د خطر زنګ و.

طالبانو په عملي ډول د امریکا په خدمت بوخت او پر ولس ظلم کونکو ټولو قومندانانو ته پيغام ورکړ چې نور نو هیڅ د پناه ځای نه لرئ او موږ کولای شو چې هرچیرته مو زړه وغواړي تاسو په نښه کړو او له مینځه مو یوسي.

د روانې جګړې د اوږدېدو یو لامل دا ښودل کیږي چې په دې جګړه کې یواځې عسکر وژل کیږي او د حکومت مشران او د هغوی کورنۍ خوندې دې، که طالبانو دا ډول هدفي بریدونو ته دوام ورکړي، دا به د کابل حکومت ستنې ولړزوي او طالبان کولای شې، په داسې بریدونو سره د دښمن د لوړپوړو چارواکو روحیات هم ضعیف او تر روحي فشار لاندې یې راولي.

د کاروان له وژل کېدو ۲۴ ساته نه دې تېر چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د استخباراتو یو مهم افسر خان الله هم په چریکي برید کې وژل کیږي.

له دې بریدونو ښکاري چې شاید دا لړۍ به دوام پیدا کړې او د نورو کلونو په نسبت به سږ کال د طالبانو ډېره پاملرنه د لوړپوړو چارواکو هدفي وژنو پر لور وې.

له بله پلوه طالبان کولای شې، په داسې تکتیکي او پیچلیو بریدونو سره دښمن خپل منځ کې بې باوره او پر یو بل شک کونکی کړې، که تاسو رسنۍ تعقیب کړې وې، د ارګون چارواکو په زغرده چیغې وهلې چې څنګه د کابل په ترټولو خوندي سیمه کې کاروان په نښه شو؟ هغوی د کاروان د قتل نسبت ستون پنجم ته کاوه او حقیقت هم دا دی چې که له طالبانو سره د ځینو حکومتي کړیو مرسته نه وې دا ډول بريدونه تقریباً ناممکن دې.

لنډه دا چې داسې تکتیکي او پیچلې بریدونه د طالبانو د قوي مدیریت، نظامي پوهې او پرمختګ ښکاره بېلګې دې، چې په نظامي ډګر کې طالبانو ته ډېرې لاسته راوړنې لرلای شې؛ د حکومت لپاره بیا دا ډول بریدونه ستره ننګونه، د ضعف ښکارندوی او په استخباراتي، امنیتي او روحي لحاظ د بدو عواقبو لرونکي دې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

ډیر د الله فضل دی چې دا فاسد د شمال د لنډغرو او اشغالګرو کلک ملګری یې دوزخ ته ولیږه !
هغه یو بې دینه ناولی انسان وو په اسلام یې عقیده نلرله او یو جاهل لنډغر وو ! خو دالري مذدوران ، سیکولران ، خلق ، پرچم ، افغان ملتیان او لیبراله لنډغران ډیر پرې نازیدل ! لعنت پر دوی ټولو !!