دې اختر ته کوچنی مه وایې!

لیکوال: استاد زمان مزمل

دا چې سوله کله راځي معلومه نده ولیې ددې اوربند سره جوښت د سولې هیلې احمقانه دي.

یو څه چې دې اختر وښودل هغه دا چی څلویښت کلن جنګ او دښمنیو بیا هم د افغانانو په هیواد کې د باور شیرازه له مینځه نده وړې.

پدې اختر کیې طالب او عسکر وښودله چی د اختر د ارزښت په خاطر د خپلو وسلو سره یو ځای د مخالف سیمې ته ولاړل او له خپل پروني دښمن سره یی نه دا چیې غاړې مبادله کړې بلکې د تیرو اخترونو د خوښیو پوریی په کړسو خنداګانو کی واخست چی عسکر او طالب پکې لکه د خاله زامن وځلیدل او ووسیدل.

پدې خاطر نه ښایی دې اختر ته کوچنی اختر وویل شي او دا اولنی کوچنی اختر وه چې زموږ ملت هغه ته د یو ملي لوی اختر کوڅی ورواغوست.

سوله نژدې او ممکنه ده:

امرالله صالح د خپل اند مطابق ډیره ټیټه خبره وکړه هغه پدې کې ان د خپل کلي تمثیل هم نشي کولای د همدې ځای د روان اختر صحنو وښودله چیې افغانان د لوړو کوتلونو په تاړاک د ختلو توانمندي لري سبا که د سولیګې خبره نهایی او یقینیګي شي د همدیګې اختر په شان به افغانان په څو ساعتونو کی د یو واحد ملت مظاهره کوي او سوله به یی دغسیګې ممکنه او اسانه وي لکه تیر اختر په همدې خاطر موږ ځانو ته افغانان وایو که څه هم محدودو خلکو پدې لویه ورځ کې زړه تنګي وښودله چې دا خپله ښیی چې نور په کابل د یوې ډلې د قبضې عمر پوره شوی دی.

نه، طالب قوم ندی:

دې اختر وښودله چی طالبانو د ټول هغه بد تصویر چې د هغوی مخالفین یی په ترویج کی مذبوهانه هلې ځلې کوي هغه دا چی طالب د ټول هغه تیرو منفي غلطیو باوجود د کابل د حکومتي مشرانو په پرتله زیات مهذب او ښه ملي وځلیدل.

زه خپله د طالبانوپه اړه ډیرې نیوکې لرم او هغوی ځینی کارونه او سیاستونه مې نه خوښیږی ولی هغه تصویر چی طالب پدې اختر کې د یو ملي پروسې او ملي وحدت په اړه وښود هغه د نیکټایی د خاوندانو په پرتله ډیر مهذب او ډیر افغاني تصویر وه.

ظلم او اشتباه کې ټول شریک یو:

ځینې فکر کوي چیګې د امریکا او ناټو ملګري او روانې دیموکراسۍ د هغوی بدرنګ مخ وپوښه او هغوی ددیې ملت ممثلین دي او دا پکې لویه جفا ده.

موږ پرون د شوروي پلویان او د شوروي ضد مجاهدین او بیا طالبان ټول له نژدې او مخامخ او په همدغه کابل کی ټول په ظلم او غلطیو کې شریک راغلي یو د هر چا سجل معلوم دی ځینی کسان شته چی په کابل کې یی د فتحی په مهال مخالفینو ته د ژوند کولو فرصت نه ورکاوه او د خلکو کورونو ته بې اجازې ننوتل او جګړو ته یی د مذاکراتو په ځای ترجیح ورکوله ولې نن د یوې دریشی په اغوستو ځانونه سپین جرګ ګڼي او ټوله غلطي په طالب غورځوي پداسی حال کی چی د هغوی قبضی او سیاسی ظلم له طالب سره یا زیات او یا برابر وه هغوی فکر کوي چی خلکو دوی هیر کړي او داسی څه وایی چې ته به وایی چې ایوبی صلاح الدین په ممبر ولاړ دی .

زه دې تنګ زړو ته وایم چی طالب ته که زړه تنګ کړو او یا لوی طالب ددې هیواد اوسیدونکي او مطرح طبقه ده د خپلو ټولو غلطیو او افتخاراتو سره به همدغسې کابل او ټولو ښارونو ته راځي لکه پرون مو چې په اختر کی ولیدل.

افغانانو ځان وښود:

که د شوروي، پاکستان او ایران مداخلې او د پلویانو قبضي او سیاسي غلطۍ نه وې افغانانو خپل تاریخ دغسې ټیټ نه ښود چی دې سیاسي ډلو ټیټ سجل کړ.

بیا هم ډاکټر اشرف غنی پکی ښه ابتکار وکړ چې د روژې په دریمه لسیزه او د عتق من النار په وروستیو مبارکو ورځو کې اوربند یو طرفه اعلان کړ چی نه، ورته ویل د شرم پرته بل څه نه و .

د طالبانو محترم امیر شیخ هبة الله اخوندزاده هم د یو امیر په ژور تابه کې اوربند ورغبرګ کړ او د روژې روحاني صیقل کړو زړونو پکې تیریې غلطۍ هیرې کړلې او پدې اختر کې ګاونډیانو او دنیا ته افغانانو ځان وښود چی دوی یو ملت دي.

په سوریه او یمن کې تر شلو زیات اوربندونه وشول ولې هیڅ دغسې اوربند پکې چا ونه لید چې افغانانو یی مظاهره وکړله کشران او مشران پکې پخپله وعده ودریدل .

دلته جنګي خواوي هم د نورو سره توپیر لري ولې تر دغو زیات افرین پدې عزیز ملت شه چې دغه لنډکۍ سوله یی هغسې ډیزاین کړه چې هر افغان یی باید خاطرې ژوندۍ ولمانځي بلکې افغانانو د اختر په ورځو کې د وحدت او ورورۍ کوم مثال او مستند فلم وښود هغه به یو وتلی اداکار هم په یوه تمثیلي پارچه کې دغسې تنظیم نشي کړای.

اختر او پاتې پیغور:

دې اختر د اوچت احساس تر څنګ حکومت او طالب ته یو پیغور هم په ځای پریښود او هغه دا چې دا ملت د یوې خوا متحد او یو لاسی ملت دی او هغوې د افغانستان مشکلات پخپل وحدت حل کوی شي نه په جنګ جنګ چې ایله د دوې د بچو سرونه ریبي.

بیا هم حکومت او طالب ته ددې اختر نه درس اخستل پکار دي چی هر طرف پکې د خپلو ملاتړو له مشورو زیاته بې نیازیي وښیی او پخپل ملت باور وکړي چې دوې دغه ملت په اختر کې امتحان کړ .

موږ که پرون شوروي مات کړ په متحد ملت مو مات کړ په نیم ملت[یو حزب] باندی سیاست کول هغه ناکامه تجربه ده چی له دې مخکی خلق، پرچم، مجاهد او طالب وازمییله .

وروستۍ هوښیاري:

که د جنګي طرفونو اقیان که هر څو ځانونه هوښیار وګڼي ولې ملت تر هغو پرون زیاته هوښیاري وښودله .

یوه وروستۍ هوښیاري چې د ملت په غاړه پور ده هغه دا چی که طرفونه د مذاکراتو په اړه بیاهم اني بهاني کوي اردو او طالب ته پکار دي چی په ولایتونو کی خپلی وسلی یو ځای کوټ کړي او مشرانو ته ووایی چی پاتی جنګ دې ستاسی د باجه زامن او خپل زامن وکړي او پدې ډول دې د کمپنۍ میله نوره ختمه کړي او امریکا به پخپله پوه شي چی افغانان د دوې ډرون او پینجاوو دو ته ضرورت نلري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د