کال 2023م ته انتظار ترکیه او د غرب اندېښنې

ژباړه: عبد الله صدیقي

څو ورځې مخکې رجب طیب اردغان د نوي صدراتي نظام لومړی منتخب واکمن ولسمشر وټاکل شو، دی اوس په ترکیه کې تر ټولو لوړ صلاحیت لرونکی شخص دی. دلته د اردوګان په اړه یوه مهمه خبره رااخلو، هغه دا چې دی همیشه د 2023 کال خبرې کوي. دا کال ولې دومره مهم دی او ولې اردوګان دا کال وخت په وخت په خپلو ویناوو کې یادوي.

د دې خبري د وضاحت لپاره به 95 کاله شاته ولاړ شو. په کال 1923 میلادي کې د ترکيي نوی انقلابي مشر کمال اتاترک عثماني خلافت ړنګ اعلان کړ او په ترکیه کې یې یو نوی جمهوري دولت تاسیس کړ او په همدې کال اتاترک د لومړۍ نړیوالې جګړې بری موندونکو متحدینو سره یوه معاهده لاسلیک کړه، چې د لوزان معاهدې په نوم شهرت لري. او دغه معاهده سل کاله وخت لري چې په 2023م کې به ختمیږي.

متحدینو چې د ترکیې ډېره برخه یی نیولی وه د جنګ ګټونکی اړخ په توګه دغه معاهده د مات شوی ترکيي سره امضاء کړه . ترکیه له دې مخکې د عثمانی خلافت په شکل د دریو لویو وچو اسیا ، اروپا او افریقا په استراتیژیکو نقطوا واکمنه وه. خو د اول نړیوال جنګ د متحدینو مقابله یې ونه شوی کړی او ماته شوه. له بلقان او نورو اروپایي هیوادونو یی د قدرت ټغر ټول شو ، د شمالي افریقا او عربو هیوادونو د متحدینو په لمسون پاڅون وکړ او عثمانی ترکان یی له خپلو ملکونو وشړل.

د لوزان په معاهده کې 143 مادې وې چې اکثره یی د بریتانیا لخوا، رامنځته شوې وې، برتانیه هغه مهال لوی پوځې ځواک و، د دې معاهدې مهمې مادې په لاندې ډول تاسو ته وړاندې کوو.

1- ترکیه مکلفه ده چې عثماني خلافت لغوه اعلان کړي سلطان عبد الحمید او د هغه کورنۍ به له ترکیه جلاوطن کوي.

2- د خلافت او دسلطان ټول مالونه به ضبط کیږي.

3- په ترکیه کې به نوی حکومت په سیکولر او علماني مفکوره جوړیږي

4- ترکیه نه شي کولی چې د خپلې خاورې په حدودو کې د تېلو لپاره کیندنې وکړي. او پیټرول به له خارجه را واردوي.

5- د بوسفور کانال چې د مرمري سمندرګۍ یې له تور سمندرګۍ سره نښولي دا به بین المللی ګڼلی کیږي. ترکیه حق نه لري چې د دې کانال نه ګمرک او حق العبور واخلي.

6- ترکیه به د قبرص له جزیرو، لیبیا، مصر، سودان ، عراق ، شام، فلسطین، لبنان، اردن او د عربو ټاپوزمې نه لاس په سر کیږي. او څومره سیاسي او مالي حقوق چې د عثمانی خلافت په نوموړو ملکونو کې پاتې دی هغه به نه غواړي.

د دې معاهدې په اړه ترکان او دنیا په دوه نظریو تقسیم دي، یوه ډله ترکان او پوهان دا معاهده د ترکیي په ازادی تعبیروی خو بله ډله بیا دا معاهده د ترکيې لپاره لوی عار او ذلت ګڼي چې طیب ارغان هم په همدې نظر دی.

ترکیې چې د اردوګان د ګوند په حکومت کې قوی اقتصاد خپل کړی او په ډېره چټکۍ سره پر مخ روان دی، نیت لري چې په کال 2023 کې نوی ډول حکومت تاسیس کړي چې له هر پلوه خود کفاء وي. له اوسه نه ترکیه په نظامي ډګر کې ډېر پرمختګ کړي نوي ټانګونه ، الوتکې ، جنګي بېړي ، ډورن الوتکی او تحت البحری اوبتلونه جوړولو کې په کامیابۍ سره پر مخ روان دي.

د لوزان د معاهدې تر ختمیدو وروسته به ترکیه د پیټرولو (تورو زرو) لپاره په کیندنو پیل وکړي او د بوسفور د کانال مالیه اخیستل به هم پیل کړي چې د ترکیې په اقتصاد کې به رغنده لوړ والی راشي.

د ترکيې مخ پروده قوې اقتصاد غرب او امریکا ډېر وارخطا کړي دي، ځکه دوی ویره لري چې که ترکان لا ځواکمن شي، د اسلامي نړۍ د قیادت وړتیا ترلاسه کړي شونې ده اسلامي نړۍ هیوادونه سره متحد کړي او د اسلامي نړۍ اتحاد اروپایانو او امریکایانو ته هیڅکله د منلو وړ نه دی.

څرنګه چې د لوزان تړون د ترکیې د زیاتو پرمختګونو مخه نیولې ده او په کال 2023م کې دا تړون ختمیږي ښکاره خبره ده چې ترکیه به د نړۍ ستر اقتصادي او نظامي ځواک جوړیږي.

د دې تاریخي شالید نه معلومیږي چې دغرب او ترکیه تر منځ څومره سخته جګړه روانه ده، د ترکیې دا زرین چانسونه او مخ پروده حالت غربیا څاري او دا دښمني به یې د ترکیې له پرمختګونو سره زیاتیږي چې زیات اغېز به یی د 2023 م کال نه وروسته لا ښه ښکاره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله کندهاری
میلمه
عبدالله کندهاری

صدیقي وروره ګرانه یې بولم، داډول یو سل کلن قرارداد مونږ هم درلودی چې اوس دوه سوه کلونو ته اوړي، څوک یې راسره نه مني،،، نړۍ خو لري خبره ده اوس یې راسره دغه نږدې ګاونډی هم مني او دپه قرارداد له ذګر شوی نقطې هغه وخت څول قدمه نور وړاندي راغی چې کله یې دقرار داد وخت ختم سو.