نظــر

د کاروان تر وژلو پوري څو يادونې

عبدالمنان څارن

په مټي چې دادی پس له ډېره وخته طالبانو د ډېرو عسکرو او تر عسکرو را کښته ډېرو نورو تر وژلو وروسته يو لوی جنايتکار د خپلو ناوړو عملونو په سزا ورساوه. اصلي خبره د همدغسي او تر ده لا د غټو کسانو د له منځه وړلو ده.

که غټ کسان له منځه ولاړ سي اربکيان او پيروان به يې پخپله له منځه ولاړ سي. کله چې د وني تنه راپرېوزي ټولي ښاخلې به يې را وپرځي. له څا څخه به لومړی موږک را باسو، که نه د اوبو د پاکېدو امکان يې مشکل دی.

تر دې پوري مې د ايران د ديکتاتور نادر شاه افشار د وژلو کيسه راپه ياد سوه. کله چي يې د ۱۱۲۶ لمريز کال د غبرګولي پر ۲۸مه د شپې له خوا د هغه پر خېمه بريد وکړ او ويې واژه، ايرانيان څه چې ټول افغانان يې لا له شره وژغورل شول.

د ايران بل پاچا ناصرالدين شاه قاچار وو. دا يو ډېر مستبد او ظالم واکمن وو. هغه پوره پنځوس كاله پر ايرانيانو ظالمانه حكومت وکړ. د هغه ډېر لګښت او عياشۍ د ولس ژوند دومره ويجاړ كړى وو او د هغه زور زياتي عام خلك د دومرو كړاو او د زوروني نخښه كړي ول چي ټول ولس د هغه څخه كركه كوله. علامه سيد جمال الدين افغاني رحمة الله عليه په ايران كي د اوسېدو پر مهال نه يوازي ځوان هيوادپال بلكي پياوړي علما او مجتهدين هم تر خپلي اغېزې لا ندي راوستلي وه. بلکې د هغه ږغ په ټول هيواد كي پورته سو. پېغام يې د ايراني ولس زړه په ټوپونو راوستى او غورځنګ يې په ايرانيانو كي حيرانونكې ويښتيا پيدا كړه.

ميرزا رضا خان كرماني د علامه افغاني يو سرتېري، هيوادپال پلوي وو. د ناصرالدين شاه د حکومت چارواکو هغه يو مهال بندي کړ، ټوله شته يې ورضبط كړل، تر يوې مودې بندي كېدو وروسته هغه استنبول ته ولاړى، څو موده د علامه افغاني سره و اوسېدى. بيا يې وطن ته د بېرته تللو پرېكړه وكړه. د 1896 ع.کال په مارچ كي تهران ته ورسېدى او د شاه عبدالعظيم زيارت ته نژدې و اوسېدى.

د ناصرالدين شاه په ژوندانه كي 1896 ع.كال يو ډېر مهم كال وو. په دې كال د هغه د پاچهۍ پنځوسمه كليزه
ولمانځل سوه. عمومي رخصتي اعلان او كسب، كار او ښوونځي د يوې اوونۍ لپاره بند سول. د بېلو بېلو ولايتونو واليان د تبريكۍ د مراسمو د پر ځاى كولو لپاره تهران ته تللي وه او د پوځي پرېډ ترتيبات نيول سوي وه. خو د كليزي د لمانځلو په شپږمه ورځ ميرزا رضا خان هغه د شاه عبدالعظيم په زيارت کي په ګولۍ وواژه.

د هغه پر ضد محاكمه جوړه سوه او پانسۍ يې كړ. ميرزا رضا خان د خپل دې کار په هکله وويل : ما انسانيت، ولس او هيواد ته يو خدمت كړى دى. ما پر زڼي اوبه اچولي وې چي اوس به رېښې ونيسي. ما داسي يوه بې مېوې او كروړه و نه له بېخه وكښله او ومي غورځوله چي د هغې تر سيوري لاندي هر ډول زهرجن ماران او ويني خوړونكي درنده ګان را غونډ سوي وه او ما دغه موذي څاروي سره تيت كړل.

په مدينه منوره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو په ډېرو يهودو او نورو کافرانو په ډېره آسانۍ وس رسېدی چي ويې وژني، خو هغو په دې ټولو کې ابوعفك، كعب بن اشرف او ابو رافع غوندي غټ کسان وژل، چې د دې وو په له منځه وړلو سره نور ټول يهود مات سول.

د طبقات ابن سعد د ۳/ ۶۷ مخ په حواله ابوعفك يو يهودی شاعر وو او په خپلو شعرونو يې خلك د مسلمانانو پر ضد را پارول. نو هغه وو چي حضرت سالم بن عمير رضي الله عنه چي د بدر په غزا كي برخه اخيستونكى صحابي وو، د هغه وژل پر غاړه واخيستل. هغه څو موده د دې كار لپاره د مناسبي موقع په لټه كي وو، پاى يې يوه شپه ابوعفك د هغه د كور په غولي كي ويده وموند، حضرت سالم رضي الله ناببره پر ور ودانګل، خپله توره يې د هغه پر ټټر ور كښېښوول او ويې واژه. چي په دې توګه مسلمانان د هغه له شره په امان سول او د ده په وژلو يې د يهودو زړه ور وکيښ.

كعب بن اشرف هم يو شاعر او د يهودو مشر وو . هغه په خپلو شعرونو رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحاب په بدو نومونو يادول. دغه راز يې كفار د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يوه پرېكړوني جنګ ته هڅول. لكه چي څرګنده ده د بدر په ميدان كي مسلمانانو ته ډېره لويه سوبه په برخه سوه. څنګه چي دغه سړى له دې فتحي خبر سو چيغه يې كړه :” لَبَطْنُ الاَرْضِ الْيَوْمَ خَيْرٌ مِنْ ظَهْرِهَا “ ( نن موږ ته د مځكي نس د هغې تر شا ډېر ښه دى ). بيا هغه څو تنه نور مكې ته بوتله. په مدينه كي چي د قريشو كوم لويان وژل سوي وه د هغو په هكله يې پاروونكي قصيدې وويلې او قريش يې له مسلمانانو څخه د هغو غچ اخيستلو ته وهڅول او بيا بيرته مدينې ته راستون سو. بيا يې د مسلمانو ښځو په هكله عشقيه اشعار ويل پيل كړل. چي په دې توګه دغه سړى مسلمانانو ته د شديد اذيت لامل وګرځېد. څنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه څخه ډېر په تكليف سو يوه ورځ يې وويل :« مَنْ لِكَعْبِ بْنِ الاَشْرَفِ فَاِنَّه قَدْ آذَى اللهَ وَ رَسُلَهُ ؟ » ( څوك به وي چي كعب بن اشرف ووژني ؟ ځكه هغه لوى څښتن او د هغه رسول ته اذيت رسولى دى). محمد بن مسلمه رضي الله عنه وويل :

” زه يم اى د لوى څښتن رسوله ! “. هغه مبارك د دغه سړي د وژلو اجازه ورته وركړه . محمد بن مسلمه رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د هغه د وژلو په هكله د حيلې غوره كولو اجازه وغوښته، هغه دغه اجازه هم وركړه. په دې توګه محمد بن مسلمه د خپلو څو ملګرو سره هغه يهودي له منځه يووړ ( د زيات تفصيل لپاره وګورئ د بخاري،۲۵۱۰او ۳۰۳۱ حديثونه او ابن هشام،۲/ ۵۰۲او ورپسې مخونه ).

ابو رافع هم يو نامتو جنايتكار يهودي وو او د يهودو په هغه پلاوي كي هم وو چي د مكې قريش او غَطفان قبايل يې د احزابو جګړې ته هڅولي وه. د بنو قريظه وو تر عبرتناك برخليك وروسته هم دغه سړي د مسلمانانو پر ضد فعاليت كاوه. څنګه چي د ده له دې حركاتو څخه رسول الله صلی الله عليهوسلم تنګ سو نو يې د بنو خزرجو پنځو تنو ته چي مشر يې عبد الله بن عتيك رضي الله عنه وو د هغه د وژلو دنده وسپارل. ابورافع د خيبر په يوه كلا كي اوسېدى. يوه ورځ عبد الله بن عتيك د خپلو ملګرو سره دغي كلا ته ورسېدى. لمر لوېدلى وو او خلك خپلو كورونو ته رهي وه . حضرت عبد الله خپل ملګري يوځاى كښېنول او خپله د كلا دروازې ته نژدې ورغى او د هغې تر بندېدو دمخه په يو ډول د ننه ور ننوتى. په يوه كنج كي پټ سو او كلا ته دننه ورتلونكي يې څارل. ابو رافع د كلا په بالاخانه كي وو، كله چي ګرده خلك د ابو رافع له مجلسه دباندي ووتل نو عبد الله رضي الله عنه ورغى. دا چي هغه څه وكړل

د هغه د خپلي خولې بيان به ولولو :

” د كلا پيره كوونكي د كلا كيلۍ پر يوه دېوال وځړولې . ما هغه را واخيستې او د ابورافع پرلور ور رهي سوم، په لار كي چي څومري دروازې وې هغه مي پرانيستې او د شا لخوا مي ټولي قلف كړې څو د ابورافع په مرسته څوك ونه رسېدلاى سي. په دې ترتيب مي د هغه كوټې ته ځان ور ورساوه. هغه د خپلو كور والاوو سره ويده وو. څنګه چي تياره وه، هغه نه را معلومېدى چي چيري ويده دى! ځكه مي نو ږغ پر وكړ، هغه وويل : څوك يې؟ ما د هغه د ږغ پر لور ور ودانګل او د توري وارى مي پر وكړ. هغه په زوره چيغه كړه او زه له كوټې دباندي ووتلم. څه مهال وروسته بيا ورغلم. ماور ته وويله ابورافعه دا ږغ د چا وو ؟ هغه راته وويل ستا څه وڅه وښګنځم، بې له تا نو بل څوك وو. ما پر هغه بل وارى وكړ، د هغه په نس مي توره داسي ور ښخه كړه چي تر شا يې ووتل. دغه مهال زه وپوهېدم چي هغه مړ سو. د بېرته راوتلو پرمهال كله چي له زينې څخه را كښته كېدلم غوځار سولم او پښه مي ماته سوه. هغه مي په خپله لنګوټه وتړل او د كلا د دروازې دباندي يو ځاى ودرېدلم څو په يقيني توګه راته معلومه سي چي هغه مي وژلى دى. سهار د چرګانو د اذانو پر مهال يو سړى د كلا دېوال ته پورته سو او په زوره يې ناري كړه : نن د حجاز سوداګر ابورافع وژل سوى دى ! بيا زه خپلو ملګروته ورغلم او د خداى د دې دښمن د وژلو زېری مي پر وكړ. بياموږ ټول رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلو او دا ټوله كيسه مو ورته وكړه. هغه خوشاله سو او زما پر پښه يې لاس تېر كړ . ما داسي احساس كړه چي هيڅ هم نه دي په سوي.( بخاري۴۰۳۹ او۴۰۴۰حديثونه ).

که د خلق او پرچم مشران يو په بل پسې نه وای له منځه تللي تاسي به ليدلي وای چې څومره ډېري ستونزې به يې رامنځ ته کړي وای. همداراز که احمدشاه مسعود ژوندی وای، نن به د هغه ډله تر دې زياته پياوړې وای.

برعکس که د اسلام او مسلمانانو رښتيانی اتل ملامحمد عمر آخند، زړه ور مجاهد ملا اختر محمد منصور او د دوی نور پياوړي ملګري رحم الله عليهم ژوندي وای طالبان به تر دې لا څو چنده بريالي وای!

په جنګ کي که د دښمن لويان او غټان وژل کېږي دښمن ته يې لويه صدمه رسېږي، خو که عسکر مري دا خو نه د دوی زامن دي او نه نور خپلوان چې پر وژاړي. دوی کولای سي چې سمدستي نور اړ او وچ کلک مجبور او له بې کارۍ تر پوزي راغلي خلک چي د اسلام په اړه له پوره پوهي او شعور څخه برخمن نه دي د امريکايانو د څو پيسو په مقابل استخدام کړي او د طالبانو په وړاندي يې د ځانونو لپاره سپرونه کړي. په دې توګه به اشغالګر خپلو موخو ته ځانونه رسوي. نور چې هيڅ نه وي زموږ تر ځمکه لاندې شتمنۍ به وړي او جنګ ته به ادامه په ورکوي. خاينان به همدغسي مزې چړچې وهي، عسکر به د جګړې د اور پېلوزي وي او عام خلک به کلونه کلونه د دې جګړې تر درانه بار لاندي د کړاوونو ډکي شپې تېروي.

که طالبان جنګ کوي، نو د آس پر ځای دي پر پالانه نه را اچوي. د عسکرو او نورو خلکو په وژلو هيڅ نه جوړېږي، نه يې تاوان امريکايانو او لويو خاينانو ته رسېږي، بلکې تاوان، غم، الم او دربدري يې همدې وروان ويجاړ هيواد او دې بې وزله سوو او خوارو او ځپل سوو پرګنو ته اوړي.

حقيقت دادی چې عام ولس غواړي د جګړې مستقيم ضرر امريکايانو او د هغو لويو ګوډاګيانو ته ورسېږي، نه هيواد او خلکو ته. که د عسکرو سره له جګړې، مرګ ژوبلي او مقابلې څخه چاره نشته، وي به ، خو د دې ترڅنګ د سياست کولو ګټي هم خورا ډېري دي او د دې سره جوخت که د اصلي او لويو جنايتکارانو له منځه وړلو ته جدي پام وسي، د دوی د ماتي سره د مخامخ کولو او د مظلومانو د زړونو د تشفی ډېر ښه لامل به سي.

که طالبان خپل جنګ ته داسي سمت ورکړي چې هم د عزيز الله کاروان غوندې او تر ده لا غټ چارواکي، لوی جنايتکاران او لوی قواماندانان يو په بل پسې له منځه يوسي او په عين حال کې په سياست کې هم ښه فعال واوسي، کېدای سي د دې جګړې تاوان د افغان ولس پر ځای اشغالګرو او لويو خاينينو ته متوجه سي او بالاخره اشغالګر او ملي خاينين د اشغالګرو ځواکونو ايستلو ته حاضر سي. خو که په دې جنګ کې همدغسی د اوس په څېر د امريکې، د کابل د ادارې او طالبانو عسکر وژل کېږي او ولسوالۍ او پوستي لاس پرلاس کېږي او دا حالت همدغسي دوام ومومي ګټه به يې دښمنانو ته رسېږي، زيان به يې افغانانو ته اوړي او طالبان به بې له ستړيا بله هيڅ سوبه ځني ترلاسه نه کړي. هو، که لوی څښتن بل څه وغواړي، دا خونو بيا بله خبره ده، ځکه هغه ته هر څه اسانه دي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

Phڅارن صاحب ، تاسی شی موضع ته ګوته نیولی ، زما او د ډیرو نورو د زړه خبری دی په عملی مثالو ورکولو کی روشانه کړی . خو زه باور لرم چه دا به د طالبانو د مشر تابه سره هم خامخا شتون ولری یعنی هغوی به هم په دی هڅو کی وی مګر هغو ملی خایناتو او د اشغالګرو لویانو ته رسیدل هم ستونزمن کار دی ، سره د دی یی هم وخت ناوخت ځینو ته رسیدلی او هغوی ته یی د هغوی د شان مطابق سزا خت ناوخت اورولی او اوروی لکه همدغه ( کاروان ) یی ښه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x