د میسي او رونالډو لوبډلې له نړیوال جام څخه بهر شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په ناک اوټ مرحله کې د نړۍ مشهور ستورو لیونل میسي او کریستیانو رونالډو لوبډلې بهر شوې.

د لیونل میسي لوبډله ارجنټاین د فرانسې لوبډلې پر وړاندې د زړه راښکونکې لوبې وروسته په ۳-۴ ماتې وخوړله، چې په دې سره له نړیوال جام څخه بهر شوه.

له بل پلوه د کریستیانو رونالډو لوبډله پرتګال د یوروګوای پر وړاندې په ۱-۲ سیالۍ وبایلله، چې په همدې ډول د فوټبال نړۍ دوه ستر لوبغاړي له نړیوال جام څخه بهر شول.

د ارجنټاین او فرانسې لوبډله په مجموعي ډول له اوه ګولونو سره سرته ورسېده، چې په کې لومړی ګول د ګریزمن لخوا په ۱۳مه دقیقه کې په پینالتي شاټ ووهل شو، او ورپسې د ارجنټاین لوبډلې دي ماریا لوبه مساوي کړه او په ۴۱مه دقیقه کې یې په زړه پورې ګول وواهه، چې په دې سره د لوبې لومړۍ نیمايي په ۱-۱ پای ته ورسېده.

د لوبې دویمې نیمایي په پېل (۴۸مه دقیقه) کې د لیونل میسي لخوا شاټ ووهل شو چې د مارکاډو پښې سره ولګید او ګول شو، چې په دې سره ارجنټاین په ۲-۱ مخکې شول، خو په ۵۷مه دقیقه کې د یورګوای بینجمن پاوارډ لخوا په زړه پورې ګول ووهل شو، او ورپسې په ۶۴مه او ۶۸مه دقیقه کې کېلیان پابې دوه ګولونه ووهل او د فرانسې بریا یې یقیني کړه.

د لوبې په اضافي وخت کې د میسي په پاس سرجیو اګویرو ګول وواهه، که څه هم دغه مهال د ارجنټاین د بریا کم چانسونه لیدل کیدل خو په وروستۍ دقیقه کې یې اسانه ګول میس کړ، او په همدې ډول یې په درې – څلور سیالۍ کې ماتې وخوړه. فرانسه لوبډله کوارټر فاینل پړاو ته ووتله.

په دویمه لوبه کې چې په ۲-۱ د یوروګوای په بریا پای ته ورسېده، لومړی ګول په ۷مه دقیقه کې د سواریز په زړه پورې پاس د کواني لخوا ووهل شو، ورپسې د لوبې په دویمه نیمایي کې د پرتګال پېپې لخوا په ۵۵مه دقیقه کې ګول ووهل شو، چې د کواني لخوا په ۶۲مه دقیقه کې دویم ځوابي ګول ووهل شو چې تر پایه پاتې شو او په همدې ډول یوروګوای لوبډله کوارټر فاینل ته ووتله.

د یادونې وړ ده چې په کوارټر فاینل لومړی سیالۍ کې به ننۍ دوه ګټونکې لوبډلې مخامخ کیږي، او همدا ډول په سبانۍ دوه سیالیو کې به لومړی اسپانیا او روسیه، په دویمه لوبه کې به ډنمارک او کروشیا مخامخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د