د يوې ناسمې ادعا سم سپيناوی

پوهاند محمد اسمعيل يون

يادښت: دغه لیکنه چې اوس لولئ، دا د (عبدالمالک همت) په نامه د يوه لیکوال (ادبي غلا) په نامه د يوې لیکنې په ځواب کې لیکل شوې وه. نوموړي دا لیکنه د (۱۳۹۶ل) کال د عقرب پر (۲۱)مه نېټه په (نن ټکی اسيا) وېبپاڼه کې خپره کړې وه. ما همغه وخت د دغه ښاغلي د ليکنې په ځواب کې دا لیکنه وليکله، خو خپره مې ځکه نه کړه چې يو ملګري راته وويل، د همت صيب لیکنه خورا کمزورې او له عقدې ډکه ده او د دې ځوابي ليکنې له امله به يې شخصيت ډېر پيکه شي، نو ځکه مې خپله لیکنه خپره نه کړه، خو اوس چې ګورم په ياده وېبپاڼه کې يې يو ځل بیا د (۲۰۱۸م) کال د جون پر (۱۹)مه نېټه (د يون پر اوږده لیکنه باندې لنډه تبصره ) په نامه يوه بله ليکنه خپره کړې او په هغې کې يې يو ځل بيا د بازار او کوڅې ژبه کارولې ده. دا لیکنه خو  يې بېخي په ځواب نه ارزي، ځکه چې د يوه لیکوال او اديب له شان سره داسې سپوره الفاظ مناسب نه ښکاري، د دې لیکنې له الفاظو د دې ښاغلي ټولنيز، اخلاقي، علمي او مذهبي شخصيت په ښه توګه په ډاګه کېږي، زه لوستونکو ته بلنه ورکوم چې د دې ښاغلي دا ليکنه يو ځل بيا ولولي او د همدې ليکنې په هنداره کې د ده شخصيت له ځان سره تصوير کړي، خو د هغې تېرې لیکنې ځواب به يې ځکه خپور کړم چې په دې لیکنه کې يو لړ ګرامري مسايلو ته نغوته شوې او هم د شکاک نيوکو ته څه دلايل وړاندې شوي دي.

له (نن ټکی اسيا) وېبپاڼې څخه هم په ډېر درنښت هيله کوم چې لومړی د ښاغلي همت د (ادبي غلا) ليکنه ور واچوي او ورپسې زما دا ليکنه (د يوې ناسمې ادعا سم سپيناوی) او ورپسې بيا د همت صيب (د يون پر يوه اوږده ليکنه باندې لنډه تبصره) ليکنه خپره کړي، د دې لیکنې ژبنيو اخلاقو او د کلام عفت ته په پام سره زه ښاغلي همت ته يوازې د سلام ډالۍ کول کافي ګڼم، نور د ليکوال خپله ليکنه د هغه خپل ځواب دی، ځکه کوم الفاظ چې ده کارولي زه يوازې دومره کولای شم چې هغه خپله ده ته ډالۍ کړم، نو که دا ډالۍ هر ډول وي، مسوليت يې خپله ليکوال يا ليکونکي پورې اړه لري. اوس نو دا هم درانه لوستونکي او د سر، منځ  او پای ليکنې:

(نن ټکی اسیا: د استاد عبدالمالک همت دوه لیکني:

۱- ادبي غلا: د يون پر کره کتنه باندي کره کتنه

۲- د يون پر يوه اوږده ليکنه باندې لنډه تبصره )

په دې نږدې ورځو د (۱۳۹۶ل) کال د لړم په وروستيو) کې د (ادب او ادبي کره کتنې) لیکوال ښاغلي (عبدالمالک همت) زما پر يوه اثر (کره کتنه) باندې دده په اصطلاح يوه ((کره کتنه)) کړې ده. دا اثر ما پر (۱۳۹۱ل) کال د )پوهنوالۍ( علمي رتبې لپاره ليکلی و او بيا پر (۱۳۹۴ل) کال چاپ شوی دی. (کره کتنه) په کابل پوهنتون کې د يوه ځانګړي مضمون په توګه تدريسېږي. ددې مضمون لپاره د داسې يو اثر ليکلو ته اړتيا وه چې هم تدريسي بڼه ولري او هم د څېړنې او شننې پر اصولو برابر ليکل شوی وي. ما چې نږدې دوه لسيزې د ادبپوهنې مضمون (د ادبپوهنې بنسټونه) تدريس کړی او ادبي کره کتنه هم د ادبپوهنې يوه اساسي څانګه ګڼل کېږي، نو د ادبپوهنې په درېواړو برخو (ادب تاريخ، ادب تيوري او ادبي کره کتنه) کې راته د خپل پوهنځي تدريسي اړتياوې او کريکولم ښه څرګند وو. د ادبي کره‎کتنې په برخه کې هم د يوه منظم تدريسي اثر نيمګړتيا او اړتيا ډېره احساسېدله، نو ځکه مې د يوه تدريسي اثر د ليکلو تکل وکړ، د پوهنتون تحصيلي کريکولم مو هم په پام کې ونيو او د محصلينو د هضم او جذب کچه، درسي ساعتونه او نور ټول اړوند ضرورتونه هم محاسبه شول.

ددې اثر ليکل په دې مانا نه وو چې د کره کتنې په برخه کې تر دې پخوا قوي او کمزوري اثار نه وو، دا اثار به وو، خو هغه اثر چې تر ډېره بريده د محصلينو اړتياوې خړوبې کړي؛ تدريسي بڼه ولري او د پوهنتون د منظور شوي کريکولم محتويات راونغاړي، داسې اثر نه و، که ځينې متفرقه اثار وو، نو پر هغو هم ډېره زمانه تېره شوې وه، داسې يو مستقل اثر چې د نوي عصر غوښتنې په پام کې ونيسي او د کریکولم له محتوياتو سره برابر وي،  موجود نه و. تردې دمه د کره کتنې د مضمون استادانو يا له بېلابېلو متفرقه اثارو ګټه پورته کوله او يايې هم خپل ځانګړی لکچر نوټ ورکاوه.

ما ددې  اثر د ليکلو پر مهال نږدې ټول هغه اثار چې پيدا کېدل يې شوني وو، سره راټول کړل، يو يو مې له نظره تېر کړ، پرتله مې کړل، محتوا، املا، انشاء هر څه مې ټول وارزول او د خپل کريکولم مطابق ضروري مواد مې په کې په نښه کړل، په دې اثارو کې د زرين انځور (شعرونه او نقدونه)، د رضا براهني (طلا درمس)، د دوکتور لطيف بهاند (په پښتو ادب کې د کره کتنې تاريخ؛ ناچاپ اثر) ، د پوهنوال محمد رفيق رفيق (د ادبپوهنې بنسټونه)، د کانديد اکاډمېسين محمد صديق روهي (د کره کتنې تاريخي پس منظر او معيارونه) او همدارنګه (ادبي څېړنې)، د ډاکټر زرينکوب (نقد ادبی)، د پوهاند ډاکټر عبدالقيوم قويم(نقد ادبي)، د سيد محی الدين هاشمي (ادب پوهنه)، د سر محقق زلمي هېوادمل (د کره کتنې ډولونه) د رنه ولک (تاريخ نقد جديد)، د عبدالمالک همت (ادب او ادبي کره کتنه) او همدارنګه يو شمېر نور مهم اثار شامل وو،له دې ټولو څخه ګټه پورته شوه، په ټوليز ډول (۳۳) بېلابېل اثار وکتل شول.

د علمي او تدريسي اثر د ليکلو لپاره طبعي خبره ده چې علمي معيارونه په پام کې نيول کېږي؛ ساده، روانه، سليسه او بې تکلفه ژبه، د مخاطب ذهني کچه، درسي ساعتونه، د محصل د جذب قوه او ګڼ شمېر نور معيارونه. ما چې کله هم د ټولو درنو لیکوالو اثار وپلټل، نو په ځينو برخو کې د مانا او محتوا د ورتوالي تر څنګ، املايي، انشايي اختلافات، لهجوي توپيرونه، ليکنيز ميتودونه، د افادې طرز، د نثر ساده والی او پېچلتيا او ګڼ شمېر نور داسې مسايل په کې وو، چې کټ مټ د هغو انتقال نه يوازې يو واحد اثر پر څو برخو وېشه، بلکې لوستونکو ته يې هم د منظم او منسجم پيغام د لېږد په برخه کې ابهام پېښولای شو.

ما کوښښ وکړ چې واحده معياري ژبه وکاروم او تر ډېره حده کوښښ وکړم چې اصلي محتوا را انتقال کړم. کله کله د يوې اوږدې محتوا نچوړ ته اړتيا وه، په دې برخه کې هم ډېر احتياط شوی چې د محتوا زړی او جوهر زيانمن نه شي. د هر ليکوال پيغام چې دلته انتقال شوی، هغه سل په سلو کې د هغه په ژبه او لیکني ډول نه دی راانتقال شوی. ددې کار علت دا و چې موږ کله هم د کره کتنې په باب اثر ليکو، نو ټول هغه متون هم بايد له مخې ورسره کره شي چې له ليکوال څخه يې د مفهوم په افاده کې يا تېروتنه شوې وي، يا پيغام په ژوره توګه نه وي افاده شوی، يا املايي او انشايي تېروتنه ولري، يا يې هم په ژباړه کې ستونزه پېښه شوې وي، نو داسې مفهومونه څو څو ځله شنل شوي، يو بل سره پرتله شوي،، راڼه شوي او بیا د کتاب متن ته داخل شوي دي. هغه محتوا چې تر ډېره حده کره او پوره وه، هغه  کټ مټ راانتقال شوې او اخځ يې هم ښودل شوی دی. د نږدې ټولو هغو محتوياتو اخځ په دقيق ډول ښودل شوی چې په دې کتاب کې ورڅخه ګټه اخيستل شوې ده.

داسې هم شوي چې د يوه اثر له څو مخونو څخه په بېلابېلو ځايونو کې په لنډيز سره يوه محتوا رااخيستل شوې او په پای کې يې ورته اخځ ښودل شوی او هم هغه مخونه چې له هغو څخه نچوړ راټول شوی دی.

په دې کتاب (کره کتنه) کې د ښاغلي عبدالمالک همت له اثر (ادب او ادبي کره کتنه) څخه هم ګټه پورته شوې او ځای پر ځای يې د کتاب د مخونو شمېره هم ورکړل شوې ده. سربېره پر دې مې د خپل کتاب (کره کتنې) په (۴۰۵-۴۰۶) مخونو کې دده د کتاب په پېژندنه کې ځانګړې يادونه هم کړې ده او همداسې د نورو لیکوالو د اثارو په اړه يادونه شوې ده.

اوس چې ګورم ښاغلي همت يوه اوږده ليکنه کړې او د ((ادبي غلا)) په نامه يې يو داسې تور هم پورې کړی چې له سالم عقله لرې برېښي. لیکنه مستقيماً له سياسي خبرو پيل شوې او له ډول ډول تورونو سره مله ده.

ښاغلی همت وايي چې زما له کتاب څخه ګټه پورته شوې يا دده په اصطلاح ((ادبي غلا)) شوې او اخځ نه دی ښودل شوی. (۲۷) شمېره دده د اثر يادونه کوي. له (۲۷) شمېرې سره ټول اړوند مخونه د کتاب په متن کې راغلي دي. وګورئ!: ۱۹ مخ کې (۲۷: ۱۲۲)، ۲۵ مخ کې (۲۷: ۱۲۷-۱۳۱)، ۴۴ مخ کې (۲۷: ۲۷۷) ، ۱۱۵ مخ کې (۲۷: ۴۲۸-۴۳۹)، ۱۱۹ مخ کې (۲۷: ۴۶۱ – ۴۶۳) ، ۱۳۰ مخ کې (۲۷: ۴۶۵-۴۸۲) مخونه او ځينې نور په څرګند ډول ليکل شوي دي. په یوه علمي اثر کې د اخځ د ښودنې لپاره د الفبا په ترتيب شمېره ورکول کېږي او بیا د هغه اړوند مخونه هم ورسره په متن کې ليکل کېږي. دده اړوند اخځ په (۲۷) شمېرې پورې اړه لري او په دې ډول ليکل شوی دی:

۲۷- همت، عبدالمالک، ادب او ادبي کره کتنه، (۱۳۸۵ل) کال، کوټه، صحاف نشراتي موسسه، اکرم پريس.

البته په يو شمېر نورو، په تېره بيا په نسبتاً  زړو څېړنيزو اثارو او ځينو ملايي متنونو کې اخځونه په نورو ډولونو هم ښودل شوي چې د همت صيب کتاب کې هم يو شمېر په همغه ډول راغلي دي.

همت صيب نيوکه کوي چې ولې يې په ځينو برخو کې متن کټ مټ نه دی راوړی:

ايا يو لیکوال چې محتوا يې سمه وي، خو په املا،انشاء، ګرامر او يا هم په ژباړه کې يې تېروتنه شوې وي، لازمه ده چې موږ محصلینو ته د هغه همغه املايي او ګرامري تېروتنې کټ مټ ورانتقال کړو او که د هغه سمه محتوا؟

د همت صيب د همدې ليکنې په سريزه کې چې اوس يې پر (کره کتنه) اثر کړې،  يوازې د پيل په نږدې (۱۲) ليکو کې (۲۵) ځله (او) راغلی، د (او) دومره کارونه تر اړتيا پورته ده. که چېرې په دې (۱۲) ليکو کې جملې په منظم، منسجم او سم ډول راغلې وای، نو لږ تر لږه (۱۴) ځله ترې (او) حذفېدلای شو او متن هم په ښه ډول خوندپيدا کولای شو.  ليکنښې او په تېره بيا کامه (،) د همدې لپاره دي چې په ليکني متن کې د لیکوال د ډېرو (اوونو او واوونو) مخه ونيسي او متن روان کړي.

ښه به وي چې د لا وضاحت په خاطر د همت صيب د ليکنې همدا پيليزه برخه کټ مټ راانتقال کړو، دې سره به لوستونکي لا ښه پوه شي چې دا ليکنه له املايي، انشايي او محتوايي پلوه په کومه پوړۍ کې ده؟

((ادبي غلا

د يون پر کره کتنه باندي کره کتنه

ولا أغير على (الأقوال) أسرقها

غنيت عنها وشر الناس من سرقا

                                     (طرفه بن العبد)

 ( زه د نورو خلکو پر ويناوو ډاکه نه وهم چي غلايې کړم، دې کارته څه اړتيا نه لرم او د خلکو ډېر بد او شرير هغه دي چي غلاکوي ).

لکه چي پوهيږو له ډېرو کلونو راهيسي زموږ پر ګران هيواد باندي زموږ د پتمنو خلکو د دين او دنيا او مادي او معنوي شتمنيو کورنيو او بهرنيو غلو چور اچولی دی او پرله پسې زموږ سپېڅلی هيواد راورانوي، ډول ډول پر ځمکه باندي او لاندي شتمنۍ مو لوټوي او خلک مو وژني او کړوي. د لوټ او تالان او حملې او توبرې په دې روان چپاو کي خبره تر دې پولي رسېدلې ده چي ان زموږ د ليکوالو د کتابونو د منځپانګو لوټولو ته لا هم لاسونه غځول کيږی. سره د دې چي ډېر پر اسلام او هيواد مين او د پردو غليمانو د نيواک او لوټمار او د هغو د لاسپوڅو د برېځر او پردي پالني څخه د بد وړلو له امله وژل کيږي، کړول کيږي او له خپلو حقونو او کار او خدمت څخه ګوښه کړی سوي دي، په فرهنګي اورشو کي د کټ او فيسټ په دې بل له شرمه ډک دود سوي کړندود کي يې پر ليکنو او اثاروهم تېري کيږي او د ډول ډول غلاوو کچه تر دې رسېدلې ده چي ان د کتابونو محتويات يې د ليکوالۍ او څېړني د اصولو خلاف غلاکيږی، د يو څه نوري غلا او ښکاره سره اوډل کيږي، د اثر نوم پر ايښوول کيږي او د کتاب په نامه چاپ ته سپارل کيږی. ډېره بده يې لا دا چي يو شمېر نور کسان يې دغسي له ادبي غلا او درغلۍ ډک کتابونه په نظرونو، يادښتونو، تقريظونواو صفتونوستايي او ليکونکی يې امتيازونه هم پر اخلي.

ما لس کاله وړاندي د پښتو ادبياتو په برخه کي نوو رامنځ ته سوو ناخوالو او د ځينو کسانو له خوا د ناسمو کره کتنو په ليدو او د ادبي کره کتني په برخه کي د بشپړو لارښودو اثارو د نه شتون له امله په خورا زياتو زيارونو، خواريو او لګښتونو، له ډول ډول بهرنيو او کورنيو منابعو څخه په ګټه اخيستنه، په څه له پاسه دوو کلونو کي د (ادب او ادبي کره کتنه) تر سرليک لاندي يو ښه ضخيم او مغتنم کتاب په ۶۴۸ مخونو کي وليکی. چي په ډېر لږ مهال کي د هيواد په دننه او بهر کي د ډېرو پوهانو، ليکوالو او د مطالعې د مينوالو له خوا ومنل سو او بيا ځلي خپور سو. خو څنګه چي زه د نيواک، غلا وو او پردي پالني په کلکه ضد يم او مرګ قبلوم خو د پردو غليمانو نيواک او مزدوري نه منم. د اسلام او خپل هيواد او فرهنګ سره لېونۍ مينه لرم، په تېره له سيکولرو عناصر سره په هيڅ ګون نه جوړېږم، ځکه نو د نوو پر دوران راغلو، خو ټيټو، پردي پالو او د غليمانو د تالۍ څټو او سيکولرو موزيګيانو له خوا دغه کتاب زما د نورو اثارو او ژباړو غوندي د ساړه غبرګون سره مخامخ سو. خو جالبه داده چي په راوروسته کي يوه تن پوهاند محمد اسماعيل يون چي له رشتيانۍ علمي پانګي څخه هيڅ هم په چانټه کي نه لري، اما پردو نيواکګرو ته د رشتيني او نه ستړي کېدونکي چوپړ له امله د ډول ډول امتيازونو او نورو شتمنيو څښتن سوی دی زما د ادب او ادبي کره کتني کتاب له بېلو بېلو پاڼو څخه يوه لویه برخه د ليکوالۍ او تحقيق د منلو سوو آرونو او مأخذ ښوولو خلاف را اخيستې ده، اسلامي کسوت يې ځني ايستلی او له نورو کتابونو څخه يې څه نوره غلا او ښکاره پر ور اضافه کړې او د کتاب په بڼه يې د (کره کتنه) په نامه خپره کړې او خپله ليکنه يې بللې ده. د کتاب ترسرليک لاندي يې ورته ليکلي دي:” د ژبو او ادبياتو پوهنځيو د پښتو څانګو د کره کتنې مضمون لپاره“. بيا يې د لومړي چاپ يادښت تر سرليک لاندي ليکلي دي: ” دا کتاب ما (يون) پر (۱۳۹۱ل) کال د (پوهنوالۍ) علمي رتبې لپاره ليکلی و او پر هغه مهال د يادي رتبې لپاره ومنل شو“.

اوس د دې لپاره چي زما ادعا او د يون غلا جوته سي، لومړی يو په يوه د يون د کتاب هره هغه برخه چي زما د ادب او ادبي کره کتني له کتاب څخه يې غلاکړې ده را اخلم او ورپسې به زما د کتاب هغه برخه د پرتلني لپاره ورسره ايږدم چي غلا سوې ده :))

ددې سريزې يا پيليزې محتوا له کينې، بغض، عداوت او سياسي غرضه پيلېږي، ليکوال يې خپل ځان سپينه کوتره او داسې يو دينداره شخص ګڼي چې د بهرنيانو سرسخت مخالف دی او ان تر مرګه د هغو مقابلې ته تيار دی، نور خلک ورته (سيکولر) ښکاري، نو که دده کتاب ته چا ارزښت نه دی ورکړی، علت يې همدا دی چې دی د پرديپالو او د هغو د لاسپوڅو سخت مخالف دی. دی اسلام او خپل فرهنګ سره لېونۍ مينه لري، په ډېر زحمت يې کتاب ليکلی او (يون) خو دده په اصطلاح له رښتيانۍ علمي پانګې څخه هېڅ هم په چانټه کې نه لري او نور… نه غواړم ټول متن دلته يو ځل بيا تکرار کړم، دغه راز دا هم نه غواړم ددې پيليزې هرې جملې او تورونو ته مسلسل ځوابونه ورکړم، ځکه ځينې برخې اصلاً په ځواب نه ارزي، خو يو څو ټکو ته به د بېلګو په توګه اشاره وکړم. ښاغلی همت نه دی خبر چې ما ليکوالي له کوم کاله پيل کړې ده، په دې برخه کې بايد وويل شي چې د (۳۰) کلونو پر مهال په فرهنګي، ټولنيز او سياسي ډګر کې تر خپلې وسې پورې زما کار او زیار ټولو هېوادوالو ته معلوم دی، د خپل ځان ستاينه او یادونه راته يو غټ عيب ښکاري، خو بیا هم مجبور يم ځينو کسانو ته خپله فرهنګي پېژندنه په يو څو جملو کې يو ځل بيا تداعي کړم: زه په شپږم ټولګي کې وم چې د ښوونځي د ترانې د ټيم غړی وم، خپله به مې هم لنډ لنډ شعرونه (نظمونه) ليکل، پر (۱۳۶۵ل) کال د خوشال خان لېسي د ادبي انجمن مشر وم، د دولسم ټولګي پر مهال مې د (هيلې) په نامه د لرو او برو ځوانو افغان ليکوالو د شعرونو ټولګه راټوله کړه او د (۱۳۶۶ل) کال  په بهير کې چاپ شوه، پر (۱۳۶۷ل) کال د پښتو څانګې محصل او د ځوانو لیکوالو د انجمن غړی وم، د پوهنځي په بهير کې مې د خپلو شعرونو مجموعه (مټکور) چاپ شوه او همدارنګه د (نيمګړي ارمانونه) په نوم مې د (محمد عالم حيران) د شعرونو یوه ټولګه راټوله او چاپ کړه. پر (۱۳۷۰) کال د ازموينې له لارې د پښتو څانګې د کدر غړی شوم او تردې دمه دې (۱۳۹۶ل) کال د لړم مياشتې پورې دې دندې ته دوام ورکوم. له (۱۳۷۰ل) کال څخه تر (۱۳۸۱ل) کال يانې افغانستان ته د بهرنيانو تر راتګ پورې مې خپل نږدې (۲۳) عنوانه بېلابېل اثار چاپ کړل. د (هيلې)، (کابل پوهنتون) او (شمشاد) مجلو د مسول مدير په توګه مې هم ورسره هممهاله کار وکړ او د همدې مهال په بهير کې مې د بېلابېلو ليکوالو تر (سلو عنوانونو) زيات اثار ايډېټ او  چاپ کړل. افغانستان باندې د بهرنيانو تر يرغل او يا افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو تر راتګ وروسته مې هم په خپل فرهنګي کار کې هېڅ ډول ځنډ و خنډ نه دی راوستی، پر يوه وخت مې (۳۳) عنوانه کتابونه چاپ کړل او د لسګونو نورو ليکوالو د اثارو چاپ ته مې زمینه برابره کړه. يوازې د (ملي تحریک) له لوري مو په دوو کلونو کې (۱۲۳) عنوانه بېلابېل اثار چاپ کړل. زما خپل څېړنيز، ادبي او نور هغه اثار چې ما راټول کړي او ټول چاپ شوي دي، شمېر يې اوس مهال تر (۴۴) عنوانونو پورته کېږي.

نور کلتوري، رسنيز او په دې ډګر کې خدماتي کارونه ټول ولس ته معلوم دي، دلته يې تفصيل ته اړتيا نه شته.

دا چې زما له خوا ليکل شوي او پنځول شوي اثار به څومره علمي، څېړنيز او شننيز وي، ګټه او ارزښت به ولري که نه؟ دا قضاوت به لوستونکو او خپلې ټولنې ته پرېږدو. دا چې څوک په ((چانټه)) کې څه لري که نه او د چا وينا او ليکنه له منطقه ډکه ده او د چا له کينې، بغض او عداوته، دا قضاوت به هم ټولنه کوي. بهرنيانو ته د نوکرۍ، غلامۍ او هغو ته د نه ستړي کېدونکي خدمت خبرې د بازار، کوڅې او هغو اشخاصو خبرې دي چې د تعلم، فرهنګ او انسانيت له اخلاقي دايرې څخه وتلي وي، ښه به وي چې دلته په تېرو (اوولسو کلونو) کې د هر چا کار او زيار وارزول شي. عملي او نظري مبارزه دواړه وتلل شي، چا څه کړي؟ چا د افغانيت، اسلاميت او انسانيت چغه پورته کړې؟ څوک عملاً ميدان ته وتلي او څوک تر بړستنې لاندې ځان ته د مبارز خطاب کوي. زه د ټولو بهرنيانو او د هغو د  کورنيو لاسپوڅو مخالف يم، که دا په ټوله کې لويځوال وي، د دريشۍ او د نېکټايي په لباس کې د هغو کورني لاسپوڅي او يا هم په سپينه ږيره او سپين لباس کې د اسلام تر پردې لاندې د پنجاب ګوډاګیان وي، څوک چې د افغان او افغانستان مخالف وي، زه يې مخالف يم، د همت صيب په ليکنه کې په نامستقیم ډول د اقتصادي حقارت په ګډون د هغه يو شمېر نورې عقدې هم ښکاري، خو زه نه غواړم دلته پر هغو ټولو بحث وکړم، ځکه چې دا موږ له اصلي موضوع څخه لرې کوي، خدای (ج) دې ده ته همت ورکړي چې خپل ټول دروني رواني مشکلات په خپل همت رفع  او دفع کړي. خو دلته غواړم ددې پيليزې د ګرامري تېروتنو له جملې څخه يو څو يې د بېلګې په ډول يادې کړم او هغه هم ددې لپاره چې دده د کتاب په متن کې هم دا ډول ګرامري تېروتنې وې چې ما د اقتباس پر مهال هغه سمې کړې دي او بیا غواړم دده د ليکنې پر ځينو نورو برخو هم لنډه رڼا واچوم.

ددې پيليزې متن په ټوليز ډول کراهت او ثقلت لري، د عطف توري (او) يادونه مو وکړه چې تر اړتيا زيات کارېدلی دی، جملې يې روانې نه دي، تامې جملې يې څرګندې نه دي، (سربلونه او اوستربلونه) لکه: (له، تر، باندې، لاندې، سره) او همدارنګه ترکيبي کلمې او نور اړوند ګرامري ضرورتونه  سم نه دي کارېدلي، د ليکنښو پوره مراعت په کې نه دی شوی، لهجوي اغېز پرې څرګند دی، د کلمو تر منځ لازم ليکنی واټن نه دی مراعت شوی او همدارنګه نورې نیمګړتياوې په کې محسوسې دي. دې ټولو نيمګړتياوو متن له سلاسته ايستلی دی. دلته به يې يو څو بېلګې هم راوړم:

ناسمه بڼه: (پر ځمکه باندي او لاندي شتمني). سمه بڼه: تر ځمکې لاندې او د ځمکې پر سر شتمني. (پر) سربل د (باندي، سر، سربېره) لپاره راځي او (تر) د (لاندې) لپاره، دلته (پر) د دواړو اوستربلونو (لاندې او باندې) لپاره کارېدلی، د (پر) د کارونې ځايونه: د ځمکې پر سر، پر ځمکه باندې، پر مېز باندې. د (تر) کارونه: تر ځمکې لاندې، تر مېز لاندې، تر دې مهاله او نور…

ناسمه بڼه: (سره ددې چې…)، (د برېځر او پردي پالني څخه د بد وړلو….))

سمه بڼه: (سره له دې چې…) (له برېځر او پرديپالنې څخه د بد وړلو…)

(له) او (سره) له يو بل سره تړلي دي نه (د)سره.  د (له) پر ځای د(د) کارونه سمه نه ده. (له) د بېلتون او پيوستون لپاره راځي، اړوند او ستربلونه يې (سره، ځنې، څخه) او نور دي. (د) له (څخه، سره او ځنې) سره نه راځي.

(پردي پالني) هم ناسمه ده، يو ځای بايد وليکل شي ، (پرديپالنې)، لکه څنګه چې همت صيب د (لاسپوڅو)، په ګډ ليکنه کې دا کار کړی دی،  (لاس+ پوڅو) يې نه دي ليکلي. ناسمه بڼه (د کتاب په نامه چاپ ته سپارل کېږي.)  دا د دري ژبې (به چاپ سپرده ميشود) ټکي پر ټکي ژباړه ده. سمه بڼه يې داده (د کتاب په نامه چاپېږي) دلته هم جمله لنډېږي، هم د ژباړې اغېز پرې نه ښکاري او هم جمله خپل اصلي مسير ته لوېږي.

ناسمه بڼه: (د هېواد په دننه او بهر کې))، سمه بڼه يې : (په هېواد کې او تر هېواده بهر). (تر) دلته د قيد لپاره راځي، يانې هغه کتاب چې هم يې په هېواد کې مينوال پیدا کړي او هم تر هېواده بهر نوره نړۍ کې، بله سمه بڼه يې دا هم کېدی شي، (هم په هېواد او هم په بهر کې).

ناسمه بڼه: (د اسلام او خپل هېواد او فرهنګ سره لېونۍ مينه لرم)، سمه بڼه: (له اسلام، خپل هېواد او فرهنګ سره لېونۍ مينه لرم)، دلته د همت صيب دوه (اوونه) پر يو (او) بدل شول، جمله هم روانه شوه او پيغام هم زيانمن نه شو. د (د) پر ځای (له) هم پر خپل ځای وکارول شو، د زيار صيب په وينا؛ ليکوال بايد ((دالونه)) ډېر او بېځايه ونه کاروي چې هم متن او هم سړي ته ډېر زيان رسوي.

ناسمه بڼه: (د ساړه غبرګون سره)، سمه بڼه يې: (له ساړه غبرګون سره)، ناسمه (پردي پالو، تالۍ څټو)، سمه بڼه: (پرديپالو، تاليڅټو). ليکپوهان وايي، دوه کلمې چې د یوه واحد مفهوم لپاره راوړل شوې وي او د پيوستون قابليت ولري، نو که یو ځای وليکل شي د مفهوم په افاده کې ډېره مرسته کولای او لوستونکي يې له ځنډ او فاصلې پرته پر يوه مهال لوستلای شي.

د ليکنې د اوږدوالي له امله يې له نورو تېروتنو څخه تېرېږم، ليکنښې يې که هم سمې کارولې وای، متن به دومره نه ټکنی کېده. د پښتو (ياګانو) د کارونې په برخه کې هم ستونزه لري.

په دې پيليزه يا د سر خبرو کې چې کومې ګرامري تېروتنې شوي، د (ادب او ادبي کره کتنه) په نامه دده د کتاب په اصلي متن کې هم په لسګونو څه چې په سلګونو ځايه دې ته ورته تېروتنې راغلې دي، ما چې د همت صيب د کتاب له کومو برخو څخه ګټه پورته کړې، په هغو کې مې دا تېروتنې اوتومات سمې کړې دي، خو همت صيب نیوکه کوي چې ما ولې دا کار کړی دی، ما نه يوازې د همت صيب په ليکلي متن کې  ګرامري سمون راوړی، بلکې د نورو ليکوالو په متن کې هم چې زما په نظر کومه تېروتنه شوې او يا يې په ژباړل شوي متن کې پېچلتيا موجوده وه، هغه مې هم اصلاح کړي، خو پيغام کې مې لاسوهنه نه ده کړې؛ نچوړ او لنډون مې راوړی دی.

دلته به د بېلګې په توګه د همت صيب د کتاب يو څو جملو ته هم لنډه نغوته وکړو چې زه په کې بدلون راوړلو ته اړ شوی يم، د همت صيب د کتاب د ليکني متن څو جملې:

  • …درغلي او جعل کاري کول….
  • د سرو زرو سره…
  • کره کتنه د ادب تر تاريخ د مخه رامنځته سوې ده.
  • مصحفي په خپلو تذکره کې سوچه اوساده ژبه وکارول.

دا جملې ماپه دې بڼه اړولې دي:

  • …درغلي او جعل کاري کوله
  • له سرو زرو سره….
  • کره کتنه تر ادب تاريخ د مخه رامنځته شوې ده.
  • مصحفي په خپلو تذکرو کې سوچه اوساده ژبه وکاروله

او همداسې نورې ګڼې جملې او کلمې.

ددې جملو د سمون منطق دادی:

(درغلي) او (جعل کاري) دواړه لفظي مونثې کلمې دي، په پښتو کې فعل د جنس تابع دی. که تر فعل وړاندې کلمه مونث خصلت ولري، فعل هم همغه بڼه خپلوي او که مذکر خصلت ولري، همغه نرینه بڼه. (کول) د مذکر جمع حالت لپاره راځي، لکه: هغه ښه کارونه کول. محمود درغلي کوله يا يې جعل کاري کوله، څرنګه چې دلته تر فعل وړاندې (کارونه) مذکر جمع دي، نو ځکه ورته (کول) فعل وکارېده او (درغلي) له لفظي پلوه مونثه کلمه ده، نو ځکه ورته (کوله) فعل په مونث ډول وکارېده.

کله چې په يوه جمله کې تر نوم وروسته (سره) کلمه يا (اوستر بل) راشي، نو تر هغه وړاندې ورسره (له) (سربل) يو ځای کېږي،  نه (د). (له) د بېلتون او پيوستون لپاره دی او (د) د ملکیت مانا ورکوي؛ اضافت توری ګڼل کېږي. مخکې مو هم يادونه وکړه.

له احمد سره راغلم، له محمود سره لاړم

نه دا چې د احمد سره راغلم يا د محمود سره لاړم.

له سرو زرو سره تلل کېږي، نه دا چې د سرو زرو سره تلل کېږي.

(کره کتنه د ادب تر تاريخ د مخه رامنځته سوې ده.) دا جمله هم د ګرامر له مخې سمه نه ده اوډل شوې.

(ادب تاریخ) يو ترکيبي نوم دی، لکه خپله (کره کتنه) يا (ادبي کره کتنه) او (ادب تيوري)، لکه څنګه چې داسې نه شو ويلای: ((ژبپوهنه د کره تر کتنې، د ادبي تر کره کتنې د مخه رامنځته شوې، يا د ادب تر تيورۍ د مخه.)) نو دا هم سمه نه ده چې ادب تاريخ په خپل منځ کې نيم کړو، د (ادب) او (تاريخ) تر منځ (تر) ورزيات کړو.

که سمه يې افاده کوو، نو داسې يې بايد ووايو: (کره کتنه تر ادب تاريخ د مخه رامنځته شوې ده). نه دا چې؛ (کره کتنه د ادب تر تاريخ د مخه رامنځته سوې ده).

همت صيب وايي: مصحفي په خپلو تذکرو کې سوچه او ساده ژبه وکارول.

ما لیکلي: مصحفي په خپلو تذکرو کې سوچه او ساده ژبه وکاروله.

کېدی شي ځينو خلکو ته دا مسايل په ځينو ګړدودونو کې سم وبرېښي، خو موږ د پښتو د عام ګرامر خبره کوو.

په لسګونو ځايونو کې ما داسې سمون راوړی دی. موږ بايد محصلينو ته يوه کره او معياري ژبه او همدارنګه معياري ليکدود وړاندې کوو، نه د هر ليکوال انفرادي ليکدود. که داسې وکړو، نو يو محصل به يوازې په ليکنۍ برخه کې پر شلو ذهني لارو بوځو.

په ځينو ځايونو کې همت صيب نيوکه کړې چې ځينې کتابونه ما يو ډول معرفي کړي او (يون) بل ډول. د کره کتنې ځينې کتابونه چې همت صيب معرفي کړي، هغه نورو ليکوالو هم معرفي کړي، ما هغو ټول کتابونه کتلي او بيا مې هغه په ډېر لنډيز سره لوستونکو ته معرفي کړي، دا په دې مانا نه ده چې هغه ټول د همت صيب له کتاب څخه معرفي شوي دي. همت صيب ځينې ځايونو کې د کتاب د پېژندنې تر څنګ ځای ځای پر هغه کتاب د نورو ليکوالو تبصرو ته هم ورداخل شوی، په داسې حال کې چې په ياده برخه کې ما غوښتل يوازې کتاب په ډېر لنډيز  سره معرفي کړم، نه دا چې د ټول کتاب ارزونه وشي او پر هغه باندې کره کتنه، ځکه دلته محصل ته يوازې د کتاب لنډه پېژندنه ضروري وه او که د هر کتاب هر اړخيزه ارزونه وای، نو د کره کتنې پر همدې (۲۸) کتابونو تر (۱۰۰۰) مخونو زيات څه ليکل کېدی شي.

همت صيب نيوکه کوي چې ولې دده د کتاب له متن څخه ځينې برخې رااخيستل شوي او ټولې برخې کټ مټ نه دي رااخيستل شوي، نو ځکه خو يې دخپل کتاب بشپړ متن هم ورسره د سند په توګه راوړی دی.

يو ليکوال چې د يو بل ليکوال له کتاب څخه کوم څه رااخلي، د خپل ضرورت مطابق يې رااخلي په تېره بيا هغه برخه چې له ټاکل شوې موضوع سره سمون وخوري، د هغه د کتاب د ټول متن پر انتقال مکلف نه دی.

یوازې يو څو کتابونه به د بېلګې په توګه راوړو چې همت صيب وايي ولې يې زما د متن په شان نه دي راوړي.

١- کتاب الشعر:کتاب الشعر ما په دې ډول معرفي کړی دی:

دا کتاب اصلاً د يونان د نامتو فيلسوف او حکيم (ارسطو) د بوطيقا (Poetics) پښتو ژباړه ده. دا اثر (مولوي محمد اسرافيل) ژباړلى او د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ مشر (مولانا عبدالقادر) پرې بيا کتنه کړې. ياد اثر پر (١٩٥٨م، ١٣٣٧ل) کال په پېښور کې د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى.

لکه څنګه چې څرګنده ده، بوطيقا د شعر او شاعرۍ په اړه په نړۍ کې لومړنى منظم اثر ګڼل کېږي، دغسې په پښتو کې ددې اثر ژباړه هم د کره کتنې په برخه کې لومړنى ژباړل شوى اثر ګڼل کېږي. ارسطو په دې اثر کې پر شاعرۍ باندې عمومي او متوازن نظر ښندلى، د شاعرۍ ډولونه يې بيان کړي، جنګي شاعري يې توضيح کړې، د کره کتونکو اعتراض او هغو ته د ځواب ورکولو اصول يې بيان کړي دي. د ارسطو دا اثر د (نظميات) په نامه (قلندر مومند) هم ژباړلى دى او پر (١٩٦٣م، ١٣٤٢ل) کال يې په پېښور کې خپور کړى دى.

د همت صيب متن په دې ډول دی: ((كتاب الشعر :

    په ۱۹۵۸ع.كال كتاب الشعر چي د ادبي كره كتني د نظريې په هكله د يونان د نامتو لرغوني حكيم ارسطو د« Poetics » ( بوطيقا) د نامتو كتاب پښتو ژباړه ده، مولوي محمد اسرائيل وژباړى او د پېښور پو هنتون د پښتو اكاډمۍ مشر ( ډايركټر) مولانا عبد القادر بياځلي كتنه ( نظرثاني) ورته كړې او د پېښور پوهنتون د پښتو اكاډمۍ لخوا خپور سوى دى.

په دې حساب لكه څنګه چي بوطيقا ( همدغه كتاب الشعر) د كره كتني لومړنى كتاب دى، دغسي د غه كتاب د كره كتني په هكله په پښتو لومړنى ژباړل سوى او خپور سوى كتاب هم دى.

    د كتاب د نيو ليك له مخي د بوطيقا يا د شعر هنر د كتاب موضوعات دغه دي: په شاعرۍ باندي عمومي او بالموازنه نظر_ د شاعرۍ قسمونه، د الميې بحث، جنګي شاعري، د نقادانو د اعتراض او د هغو د جواب وركولو اصول، د جنګي شاعرۍ نه الميه ډېره غوره ده، په كتاب كښي چي د كومو خلقو ذكر راغلى دى د هغوى لنډ حالات.

    كتاب الشعر د دنيا په اكثرو ژبو كښې ترجمه شوى دى او ډېرو لوړو علماوو  او اديبانو پرې اوږدې اوږدې شرحي ليكلي دي.

    په پاى كي بايد هيره نه كړو چي د ارسطو بوطيقا قلندر مومند هم د « نظميات » په نامه په پښتو ژباړلې او په ۱۹۶۳ع.كال په پېښور كي خپره سوې ده.  ))

٧- مقدمه د شعر او شاعرۍ: دا اثر ما په دې ډول معرفي کړی دی:

(مقدمه د شعر او شاعرۍ) پروفيسور محمد نواز طاير له اردو څخه پښتو ته ژباړلې ده. د اثر ليکوال د اردو ژبې نامتو کره کتونکي (الطاف حسين حالي) دى.  د کتاب پښتو ژباړه د (١٣٦٠ل،١٩٨١م) کال په اپريل کې د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ده. په دې اثر کې د اردو ژبې د ادبياتو پر څرنګوالي کره کتنه شوې، د کره کتنې عام اصول بيان شوي دي. د کره کتنې دا اصول اکثره د نړۍ د نورو ژبو پر ادبياتو هم د تطبيق وړ دي.

همت صيب بيا دا کتاب داسې معرفي کړی دی:

((په همدغه ۱۹۸۱ع.كال د اردو ژبي د ادبي كره كتني د نظريې يو نامتو، لومړنى كتاب؛ « مقدمۀ شعر و شاعرى » د « مقدمه د شعر وشاعرۍ » په نامه وژباړل سو. دغه كتاب د اردو ژبي وتلي كره كتونكي او شاعر خواجه الطاف حسين حالي ليكلى، پروفيسر محمد نواز طائر په پښتو ژباړلى دى او د دغه كال په اپريل كي د پېښور پوهنتون د پښتو اكاديمۍ لخوا خپور سوى دى. پر دې كتاب د پېښور پوهنتون مشر پروفيسر محمد زبير صاحب زاده يوه لنډه سريزه ليكلې چي د سر خبري يې دادي: )) نورې خبرې بيا پسې ادامه پيدا  کوي او نږدې دوه نيمو مخونو ته رسېږي.

٩- د خيرالبيان تنقيدي مطالعه: ما په دې ډول معرفي کړی دی:

دا د قلندر مومند يو اثر دى چې پر (١٩٨٨م) ، ( ١٣٦٧ل) کال په پېښور کې خپور شوى دى. د مخونو شمېر يې (٣٥٦) ته رسېږي. قلندر مومند په دې اثر کې د خيرالبيان پر هغه چاپ چې په فوټو افسيټ ډول په کابل کې چاپ شوى او د خيرالبيان پر هغه متن چې په پېښور کې د پښتو اکاډمۍ له خوا خپور شوى دى، پر دې دواړو متنونو بحث کړى دى. د قلندر مومند په نظر هغه متن چې دى يې کره بولي له دغو دواړو متنونو څخه اخيستل شوى، چې د درېيم متن بڼه لري. د ( پټه خزانه فى الميزان) په شان د قلندر مومند پر دې اثر هم د نورو کره کتونکو له خوا نيوکې شوي او هغه يې سالمه کره کتنه نه ده بللې.

همت صيب دا کتاب په دې ډول معرفي کړی دی:

((د  خير البيان تنقيدي مطالعه:

دغه راز په همدغه ۱۹۸۸ع.كال د خداى بخښلي قلندر مومند لخوا د حضرت بايزيد روښان ! پر نامتو كتاب « خير البيان » باندي د كره كتني يو كتاب له پېښور څخه خپور سو. د دغه كتاب فهرست ته چي ګورو په (۳۵۶) مخونو كي د مقدمه، ضميمې، مراجع، متن، نوټونه، تتمه، اشاريه ( الف )، اشاريه ( ب )  تر سرليكونو لاندي ليكل سوى دى. خو كله چي د كتاب پاڼي را اړوو د مقدمې كلمه نسته او د كتاب له لومړي مخ څخه د « هو الناصر» تر سرليك لاندي تر ( ۱۷۹) مخ پوري د سريزي په دود خبري سوي دي. د كتاب له (۱۹۱) مخ څخه تر(۲۹۳ ) مخ پوري د خير البيان هغه متن راغلى دى چي قلندر مومند يې درست او اصلي بولي.

د خير البيان دغه متن د كابل د فوټو آفسيټ چاپ او د پېښور د پښتو اكاډيمۍ د چاپ سره توپير لري او د قلندر مومند په وينا دا نسخه له دغو دواړو نسخو څخه اخذ سوى دريم قراٴت دى، چي د ده په زعم اصل خير البيان دى. خو پر دې كره كتنه باندي ځيني ادبپوهان نيوكي كوي، لكه چي  ښاغلى زلمى هيوادمل په خپل كتاب د « ادبي كره كتني ډولونه » ( ۱۵) مخ كي وايي:« د ښاغلي قلندر مومند پټه خزانه في الميزان او د خير البيان تنقيدي مطالعه مقدمه داسي نقدونه دي چي زه يې په دغسي څېړنو كي ضرور يادوم، خو دا د دې ممعنى نه لري چي زه ورسره موافق يم. زه د دغو نقدو نو له په سلو كي نوي خبرو سره موافق نه يم او دغه آثار د نقد له اصولو او معيارونو ډېر په كروهونو ليري آثار بولم، ما د دغو دواړو نقدونو د ځينو برخو په رد كي د محمد هوتك ژوند او مزار او د پښتو د ادبي تاريخ د منابعو پېژندنه او ارزيابي او نورو آثارو كي څه ليكلي دي. له دې نقدونو سره نه يوازي زه، بلكه زما په څېر په لسګونو نور ليكوال او ادبي محققين هم نه دي موافق ». دا د همت صيب متن و.   پورتنی متن هم څو ځايه همغه شان ګرامري  تېروتنې لري چې ما يې ځينې بېلګې د مخه راوړې، د ليکنې د اوږدوالي له امله يې له تشريح څخه تېرېږم.

١٠- د رنګ او بو قافله: ما ياد اثر په دې ډول معرفي کړی دی:

دا د ډاکتر اقبال نسيم خټک اثر دى، چې پر (١٩٩١م، ١٣٧٠ل) کال په پېښور کې چاپ شوى دى. د کتاب د ټولو مخونو شمېر (٤٠٢) ته رسېږي. دا اثر د تحقيق او تنقيد يو امتزاج دى يانې دا دوه برخې په کې رانغښتل شوي دي. په دې اثر کې د (عبدالحميد مومند)، (کامګار خټک)، (کاظم خان شيدا) او (علي خان) پر ژوند، شاعرۍ او هنر باندې څېړنه او کره کتنه شوې ده. دا اثر د يوه تدريسي کتاب د معيارونو په پام کې نيولو سره ليکل شوى دى او هڅه شوې چې زده کوونکي ورڅخه د يوه ادبي تدريسي اثر په توګه ګټه پورته کړي. دا اثر د ليکوال د ډېرو کلونو د زيار او کار ثمر دى.

همت صيب بيا داسې معرفي کړی دی:

((د رنګ او بو قافله:

د ۱۴۱۲س. كال په حسن حسين مياشت كي چي د ۱۹۹۱ ع. د جولاى سره سمون خوري  د څلورو پخوانيو شاعرانو؛ عبد الحميد ماشوخيل، كامګار خټك، كاظم خان شيدا او علي خان پر ژوند او فن باندي د ډاكټر ايم اقبال نسيم خټك د څېړنو او كره كتنو كتاب د پېښور پوهنتون لخوا په (۴۰۲) مخونوكي خپور سو.

ډاكټر ايم اقبال نسيم خټك د دغه كتاب په سريزه كي وايي:« په دغه قافله كښي چي كومي مقالې شاملي كړى شوي دي، په دې كښي تحقيق هم شته او تنقيد هم، د تدريسي ضرورياتو خيال هم پكښي ساتل شوى دى او د ليك د معيار هم. ما دغه مقالې د تحقيق د اصولو په رنړا كښي ځكه اوليكلې چه په پښتو كښي تحقيق او تنقيد ډېر كم دى او بياادبي تنقيد خو په پښتوكښي لټول تشي شوملې شاربل دي. دلته خو په هرڅه كښي روغ نيتي كمه او پره جنبه زياته وي. هرڅوك د خپل شخصيت تشهير ته پر ادب زيات فوقيت وركوي هم دغه وجه ده چي په ادب كښي د تنقيد او تحقيق ځاى جانبدارى او كردار كشى نيولى دى. كه چرته زمونږ ليكونكيو د تنقيد يا تحقيق په اصولو عمل اونه كړو، نو د پښتو جولۍ به د تحقيقي او تنقيدي ادب نه همېشه د پاره خالي وي ».

د كتاب نوم د ښاغلي حبيب الله رفيع په مشوره ايښوول سوى دى چي د كاظم خان شيدا له دې شعر څخه اخيستل سوى دى :

د غنچې د رباط ور په واكېده دى    قافله د رنګ وبو د رومي صبا شه

كاظم خان شيدا په دې يوه شعر كي دادب يو څپڅپانده سمندر په هنر او شعري نازك خيالي سره په كوزه كي ځاى كړى دى، دلته له رنګ څخه موخه هنر يا په بله وينا  هنري بڼه ده، چي له هنري ښكلا څخه عبارت ده او له بو څخه نازك خيال يا په بله وينا مضمون يا معنا عبارت ده، يعني  په عامه توګه د شاعر كلام او دلته  د دغو څلورو پخو شاعرانو شعرونه د هنر او اند له مخي ښكلي او خوشبويه دي او د هنري او ادبي شان او شوكت قافله باله سي. شعر ډېر ښكلى دى خو دلته د ډېرو خبروځاى نه دى.

صاحب شاه صابر ليكي:« د دغه مقالو د پاره په موادو راغونډولو كښي خواري شوې ده، خو د ګڼو او اوږدو اقتباساتو را نقل كولو، د شاعرانو د زيات شمېر شعرونو رانقل كولو، د هغوى د شاعرۍ په مختلفو اړخونو ګڼ شمېره صنعتونو او اصطلاحګانو د استعمال په حقله بحثونو او شعري حوالو د دغه ليكونو رنګ وبو كمزورې كړې ده ». ( پښتو ادب كښي تحقيق او تنقيد [۱۲۹] مخ ).

دا خو د صابر صاحب  خبري وې، اما كتاب د ليكوال د ډېرو كلونو تجربو او ډېرو څېړنو او ښو كره كتنيزو اندونو پايله ده.)) دا (د رنګ اوبو قافله) اثر معرفي وه چې همت صيب کړې وه، اوس نو درانه لوستونکي په تېره بيا محصلين او د تدريسي ډګر څانګوال ښه قضاوت کولای شي چې کوم نثر يا متن روان، سليس، تدريسي او له اړتيا سره سم لنډ او واضح دی.

ددې ترڅنګ هغه کتابونه چې د همت صيب په کتاب کې يې معرفي نه ده راغلې،  يو څو يې دلته د بېلګې په توګه راوړم:

پټه خزانه تول پارسنګ:

دا د کوزې پښتونخوا د يو نامتو څېړونکي (همېش خليل) يو کره‏کتنيز اثر دى، چې په پېښور کې چاپ شوى دى. دا اثر اصلاً د (قلندر مومند) د اثر ( پټه خزانه فى الميزان) د هغو شکونو، نيوکو او انتقادونو ځواب دى، چې هغه په خپل دې اثر کې پر (پټه خزانه) څرګند کړي دي. په دې اثر کې يو پر يو د (قلندر مومند) نيوکو ته ځواب ويل شوى دى.

د پټې خزانې ميزان رښتيا ميزان دى؟

دا د زرين انځور او استاد محمد اصف صميم ګډ اثر دى، چې په پېښور کې چاپ شوى دى. په دې اثر کې د استاد صميم او زرين انځور يو څو هغه ليکنې راغلي دي، چې د قلندر مومند د هغو نيوکو په اړه ليکل شوي، چې ده په خپل اثر ((پټه خزانه فى الميزان)) کې راوړي دي. دې اثر کې هڅه شوې، د علمي دلايلو له مخې د قلندر مومند يو زيات شمېر هغو انتقادونو ته منطقي ځواب وويل شي چې هغه د پټې خزانې پر بېلابېلو خواوو څرګند کړي دي.

د کره کتنې تاريخي پس منظر او معيارونه:

د کانديد اکاډميسين محمدصديق روهي اثر دى، چې پر (١٣٨٠ل) کال د محمدصديق روهي فرهنګي ټولنې له خوا په پېښور کې چاپ شوى دى. په دې اثر کې راغلي محتويات همغه دي چې اکثره يې په (ادبي څېړنې) اثر کې راغلي دي، خو دلته د يوه ځانګړي اثر په توګه هم چاپ شوى دى.

د پښتو شعر اوسمهالي بهير کره کتنه:

د عبدالغفور لېوال اثر دى، چې پر (١٣٨١ل ) کال په کابل کې چاپ شوى دى. په دې اثر کې د پښتو د اوسني شعر په تېره بيا د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو پورې يو شمېر مخکښو شاعرانو پر شعرونو باندې کره کتنه شوې، هغه څېړل شوې، شنل شوي او ارزول شوي دي.

ما ټول کتابونه دغسې په لنډيز سره معرفي کړي.

د محصلینو لپاره همدومره معلومات بس وو، د زياتو معلوماتو لپاره خپله اثر ته مراجعه کولای شي.

د یوه اثر زياتې تشريح او توضيح ته دلته هېڅ اړتيا نه وه، د هر کتاب اړوند مهم معلومات ټول په لنډيز سره په کې راغلي دي.

درانه لوستونکي دې خپله قضاوت وکړي چې د يوه محصل لپاره کوم متن خوږ، لنډ او سيلس دی: دلته ما (کره کتنه) اثر ټول د کتابونو معرفي ته نه دی وقف کړی، دا کتابونه په ډېر لنډيز سره په دې خاطر معرفي شوي چې لوستونکي يا محصلين په پښتو کې د کره کتنې په باب له نورو ليکل شويو اثارو سره د اشنايي او زياتو معلوماتو لپاره هغو ته مراجعه وکړي.

بل ځای ليکي چې ما خو په خپل کتاب کې د عربي نړۍ (۲۲)کره کتونکي معرفي کړي وو، ده ولې (۱۱) معرفي کړي دي. ما چې د کره کتنې کوم کتاب ليکلی، په دې کې د ټولو عربي کره کتنو د پېژندنې اړتيا نه وه، ددې لپاره  چې محصليتن لږ تر لږه له عربي کره کتونکو سره اشنا شي، يو څو يې د بېلګې په توګه ياد شوي دي.

د پېژندل شويو عربي کره کتونکو اخځ هم ښودل شوی، وګورئ، کره کتنه (۱۱۵) مخ.  اخځ يې په دې ډول ښودل شوی دی:

(۲۷: ۴۲۸-۴۳۹). د اخځ شرح داده چې (۲۷) ګڼه اخځ، (ادب او ادبي کره کتنه) اثر دی چې عبدالمالک همت لیکلی، په دې اثر کې دغه برخه د ياد کتاب له (۴۲۸-۴۳۹) مخونو څخه رااخيستل شوې او د نورو عربي کره کتونکو په باب داسې يادونه شوې ده: ((د يادونې وړ ده چې د عربي ژبې د ادبياتو په معاصره دوره کې نور په سلګونو کره کتونکي شته، چې د ټولو پېژندنه دلته ناشونې ده، دا يو څو تنه د بېلګې په یاد شول.)) کره کتنه (۱۱۵مخ).

دلته نه د ټول کتاب  د متن کټ مټ انتقال ته اړتيا وه، نه هم د ټولو کره کتونکو پېژندنې ته چې په عربي نړۍ کې تېر شوي، نه يو کتاب او نه هم څو کتابونه ددې موضوع د ځايونې ظرفيت لري. که په غرب کې هم کره کتنې ته نغوته شوې او د استاد روهي له کتاب او نورو اثارو څخه ګټه پورته شوې، هلته هم ټول کره کتونکي نه دي معرفي شوي، نه هم د ټولو د پېژندنې اړتيا وه او نه يوه واحد تدريسي کتاب د ټولو د ځايونې وس لري.

همت صيب وايي: ځينې عربي نومونه ناسم ثبت شوي دي، کېدی شي، لکه څنګه چې ځينې  عرب ليکوال د ځينو پښتو نومونو په ثبت کې تېروتنه کوي، داسې پښتانه ليکوال هم کېدی شي، له يوه اخځه بل ته او له بله بل ته د ځينو عربي نومونو په لیکلو کې له ستونزو سره مخ شي. نه يوازې د عربي نومونو، بلکې د لاتين، يوناني او نورو ژبو په نومونو کې هم ستونزه شته، همدا (اپلاتون) او (ارسطو) تر اوسه په څو ډوله ليکل کېږي: افلاتون، افلاطون، اپلاتون، ارستو،ارسطو، دې کې کوم يو سم دی؟ دلته هم کېدی شي، ځينې نومونه تکرار راغلي وي، ځينې ناسم ثبت شوي وي، له يو نوم څخه د یوې کامې (،) په زياتېدو سره دوه نومونه جوړ شوي وي، خو دې ډول احتمالي تېروتنو ته د کتاب په (۲) مخ کې مخکې تر مخکې اشاره شوې ده: ((طبعي خبره ده چې دا اثر به خپلې خپلې نيمګړتياوې هم ولري، خو ډېرې تېروتنې به تر چاپ وروسته په عملي ډګر کې څرګندېږي، هيله ده درانه لوستونکي او محصلين يې د لوستلو او کتلو پر مهال هغه څرګندې او راپه ګوته کړي چې په بل چاپ کې هغه نيمګړتياوې سمې او نورې زياتونې هم ورسره مل شي.))

همت صيب پر عربي ژبه زما د نه پوهېدو خبره هم د يوه پېغور په بڼه مطرح کړې او خپل علمي فضيلت يې دلته په يو نه يو ډول څرګند کړی دی.

زه خو پر عربي ژبه د پوهېدو دعوه نه لرم، خو د ګڼ شمېر عربي لغتونو پر لغوي مانا مې سر خلاص دی، پر دې پوهېږم چې عربي دي او يا عربي رېښه لري، لکه په خپله (عبدالمالک). (مالک) د (ملک) له مصدر څخه جوړ شوی چې (ثلاثي مجرد) ګڼل کېږي، نورې کلمې چې له همدې مصدره رغېدلې، دادي: ملوک، تمليک، ملکيت، مالکين، مالک الملک، املاک، مملکت او داسې نورې، (عبد) د بنده مانا لري، (عبدالمالک) د (مالک بنده) ته وايي.

ما په خپل کتاب کې يادونه کړې چې ما په دې اثر کې د عبدالمالک همت (ادب او ادبي کره کتنه) کتاب څخه ډېره ګټه اخيستې، هدف مې تر ډېره حده محتوايي غنا وه، زه بيا هم وايم چې دا کتاب د محتوا له پلوه خورا غنيمت کتاب دی،خو  نه د ژبني او ګرامري جوړښت له نظره. که له دې ليده يې تر ژبپوهنيزې کره کتنې لاندې ونيسو، نو کېدی شي پر ژبنيو او ګرامري تېروتنو يې ډېر څه وليکل شي.  په ژباړل شوي متن کې خو ستونزې لا نورې هم زياتې دي، يوازې يو عنوان به د بېلګې په توګه راوړو: د همت صيب د کتاب ( ۲۷۱) مخ، دا به لوستونکو ته څه پيغام ولري؟ ((ساختياتي يا ساختګرا يا ساختارګرا کره کتنه)) ، دا څه ډول ترکيب دی، پښتو کې ورته څه وايي؟

فکر وکړئ چې عنوان کې داسې حال وي، نور متن کې  به دا ډول ترکيبونه څومره وي؟

ما په خپل کتاب کې پر کتابونو کره کتنه نه کوله، يوازې دهغو له محتوا څخه مې د نوي اثر لپاره ګټه پورته کوله.  د همت صيب د کتاب د پېژندنې په برخه کې مې ددغه کتاب ځانګړې يادونه هم کړې ده.

ددې کتاب د پېژندنې په باب ما ويلي: ((١- ادب او ادبي کره کتنه: دا اثر ښاغلي عبدالمالک همت ليکلى دى، په دې اثر کې د ژباړې او تاليف دواړه برخې شاملې دي، ليکوال خورا زيار په کې ګاللى دى، نه يوازې د کره کتنې په باب په کې معلومات راټول شوي، بلکې د ادب، ادبپوهنې، د ادب ښوونځي، د ادبياتو شننه او څېړنه هم په کې راغلي دي. دا اثر ټول (٦٦٨) مخونه لري. ادب او ادبپوهنه، ادب د اسلامي نظريې له مخې، ادب او ادبپوهنه د اوسنۍ  لويديزې نظريې له مخې، ادبي کره کتنه، مفهوم او ارزښت، ادبي کره کتنه له پخوا څخه تراوسه، اسلامي کره کتنه، دري کره کتنه، اردو کره کتنه او پښتو کره کتنه يې اساسي سرليکونه دي. تر دغه هر يو اساسي سرليک لاندې بيا څو نور څنګزني سرليکونه دي، چې هره موضوع يې په هر اړخيز ډول څېړلې ده. دا اثر په ښکلي قطع او صحافت پر (٢٠٠٦م)، (١٣٨٥ل) کال په کويټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا د يو زر ټوکو په شمېر چاپ شوى دى او دا اثر چې اوس لولئ په دې کې هم د همدې اثر (ادب او ادبي کره کتنه) اثر څخه زياته ګټه اخيستل شوې ده.)) زما اثر (کره کتنه) (۴۰۵-۴۰۱ مخونه)

نو کله چې يو څوک له کوم اثر څخه ګټه پورته کوي، اخځ هم په دقيق ډول ښيي، کتاب او مخونه يې هم په ثابت ډول ښيي او په ځانګړي ډول د کتاب يادونه هم کوي، نو بيا ((ادبي غلا)) څه مانا؟. کاشکې ښاغلي همت صيب همدې متن ته پاملرنه کړې وای. همت صيب چې په خپل کتاب (ادب- ادبي کره کتنه) کې له کومو اخځونو څخه ګټه اخيستې، ځينو ته يې د کتاب په متن کې اشاره کړې او نور يې بيا يوازې د کتاب په پای کې په لنډيز سره ښودلي دي،  خو دلته  هر څه څرګند دي.

ښاغلي همت چې په خپل اثر کې له نږدې (۱۳۱) اخځونو څخه ګټه اخيستې، نو دېته هم ((ادبي غلا))  ويل کېدی شي؟

د همت صيب اثر يو ښه څېړنيز، شننيز او د کره کتنې په باب يو تاريخي اثر دی، چې لوستونکو ته په دې برخه کې ښه معلومات ورکوي، خو تدريسي بڼه نه لري، ده هم له بېلابېلو اثارو څخه ګټه پورته کړې. (۱۳۱)  اثار يې ورپسې پلټلي، خو په خپل ژبني او ګړدويز طرز يې ليکلی دی.

په کره کتنه کې يو مهم اصل دادی چې کره کتونکی بايد حليم، صبور او عادل وي، کينه،احساسات او شخصي عقدې،  د کره کتونکي سياسي، مذهبي او نور تمايلات د ادبي کره کتونکي له شان سره مناسب نه دي، ښاغلي همت په دې ليکنه کې دسياسي،مذهبي، شخصي او اقتصادي عقدې تر اغېز لاندې راغلی، خپل همت ته يې يو څه صدمه رسولې ده. ډېر ژر يې د قاضي او څارنوال په توګه حکم صادر کړی دی. اصلي کره کتونکی همغه دی چې خپل دلايل وړاندې کړي، نتيجه او وروستی قضاوت لوستونکو ته پرېږدي.

دا يې هم ليکلي چې ولې (يون) په خپل متن کې دده ټول هغه متون نه دي راوړي چې په عربي ژبه وو، دده په اصطلاح (اسلامي کسوت) يې ځنې ايستلی، يانې ولې يې له پښتو ژباړې سره عربي متن نه دی راوړی؟ يو حديث شريف ته يې هم اشاره کړې چې ولې يې يوازې ژباړه راوړې يا پیغام او محتوا راوړل شوي.  له دې خبرو څخه د همت صيب غرض کېدی شي دا وي چې خپل ديني يا مذهبي فضيلت وښيي، که داسې نه وي نو چې ده هم له عربي څخه کوم متون ژباړلي، ان ديني متون، هلته هم له پښتو ژباړې سره په ټولو برخو کې عربي متن نه دی راغلی، بل دا خو د ديني متونو د ژباړې، تحليل او شننې کوم اثر نه دی او يا هم کومه ملايي ژباړه چې حتمي دې ورسره څنګ په څنګ عربي متن هم راوړل شي او هغه دې بيا هم ټکي پر ټکي وژباړل شي. که په مقدسو ديني متونو کې د انتقال پر مهال خدای مه کړه يو توری هم کښته او پورته شي؛ کم او زيات ، وړاندې او وروسته شي، يا په کې چاپي تېروتنې وشي، نو بيا خو به د کتاب نورې ټولې ښېګڼې پر ځای پاتې وي او ليکوال به د تکفير له توره ځان نه شي خلاصولای، لکه اوس چې د همت صيب زړه دی، خبره همغه لوري ته بوځي.

همت صيب په خپله ليکنه کې تردې حده د احساساتو تر اغېز لاندې راغلی دی چې د (کره کتنې) او (ادب) تر منځ توپير يې هم له ياده وتی او يا هم کېدی شي سر يې پرې نه وي خلاص شوی. سره له دې چې کتاب يې هم پر همدې (ادب او ادبي کره کتنې) ليکلی دی. ادب هنر دی او کره کتنه علم دی. ادب کې احساس، ولوله، عاطفه، تخيل او تفکر ټول ځای لري، خو کره کتنه بيا د علم په توګه له تفکر پرته دې نورو برخو ته څه ډېره اړتيا نه لري. شعر، کيسه او نوره ټوله هغه ليکنۍ يا ګړنۍ وينا چې هنري ارزښت لري،  هغې ته ادب  يا ادبيات ويل کېږي او هغه پوهه چې بيا همدا هنر (ادبيات) څېړي، کره کوي يې او ارزوي يې، هغې ته بيا (کره کتنه) وايي. څوک چې ادبيات پنځوي، هغه ته (اديب) وايي او څوک چې ادبيات ارزوي، هغه ته بيا (ادبپوه) وايي. همت صيب ليکلي چې ((ادبي غلا))، ايا همت صيب کوم ادبي اثر؛ شعر، لنډه کيسه، ناول، طنز يا بل څه ليکلي چې د هغو متن، محتوا، فکر او يا هنري جوهر خدای مه کړه ما او يا بل چا ترې تروړلي او په خپل نامه يې کړي، چې ده پرې د (( ادبي غلا)) تور پورې کړی او که نه د ده له علمي او څېړنيز کتاب (ادب او ادبي کره کتنه) څخه د يوه څرګند اخځ په توګه کار اخيستل شوی دی ؟ په دې حالت کې که بيا هم دی نا راضه و، نو بيا يې بايد ليکلي وای: ((علمي غلا)) چې خبره خو يې يو څه علمي منطق ته برابره شوې وای، ځيرمن لیکوال ټول د (ادب) او (ادبپوهنې) پر توپیر پوهېږي، خو يوازې همغه څوک پرې ځان نه پوهوي چې کتاب پرې ليکي.

همت صيب خپله ليکنه د خپل کتاب د متن پر بیا راغبرګولو غځولې ده او همدارنګه زما د کتاب د ځينو برخو په راوړلو سره، زياته برخه يې د همغو عرب لیکوالو  يا کره کتنو پر پېژندنه راڅرخي چې ده په خپل کتاب کې په نسبتاً تفصيلي او ما بيا د همده له کتاب څخه په لنډيز سره پېژندلي دي. ددې ترڅنګ ده د کره کتنې (۱۸) کتابونه معرفي کړي او ما (۲۸) عنوانه. ده هر کتاب نسبتاً په تفصيل سره پېژندلی او ځينو ځايونو کې د همغه کتاب به باب د نورو ليکوالو تبصرو ته هم ورداخل شوی او ما بيا اړوند کتابونه په  ډېر لنډيز سره معرفي کړي دي. ده فکر کړی چې دا کتابونه يې دده د کتاب د معرفۍ پر اساس  معرفي کړي، په داسې حال کې چې ددې کتابونو يو زيات شمېر ما سره په خپله موجود وو، اکثره يې په ځانګړې ډول معرفي شوي او يو نيم که دده له کتابه هم معرفي شوي، هغه د کتاب د لنډيز پېژندنې پر اساس دي، نه دا چې دده متن په پام کې نيول شوی او يا ورته اړتيا وه.

که ښاغلي همت په خپل کتاب کې ليکلي وای چې له دې کتاب (ادب او ادبي کره کتنه) څخه هېڅوک هېڅ ډول اقتباس نه شي کولای او که کوي يې هم، نو سل په سلو کې دې دده متن کټ مټ انتقالوي، که تېروتنه هم په کې وي، نو بيا يې حق درلود چې اعتراض وکړي.

ښاغلي همت ليکلي چې يون د کره کتنې ډولونه او ادبي ښوونځي دواړه معرفي کړي، په داسې حال کې چې دا دواړه بېلابېل شيان دي، ادبي ښوونځي د کره کتنې په ډولونو کې نه راځي، بايد دلته يې نه وای معرفي کړي، همت صيب که د کتاب څلورم څپرکي ته پام کړی وای؛ (۱۳۷) او (۱۳۸) مخونه يې لږ په دقت سره لوستي وای، کېدی شي دا نيوکه يې هم ځای پر ځای حل شوې وای، يو ځل بيايې هغې برخې ته پام رااړوم چې ما خپله په څرګندو ټکو ورته اشاره کړې ده، نو بيا دده يادونې ته څه اړتیا ده؟ وګورئ (کره کتنه) (۱۳۷)مخ، په دې ډول يادونه شوې ده:

((کره کتنيز او ادبي ښوونځي:د کره کتنې په بېلابېلو چاپ شويو اثارو کې د کره کتنې جريانونه او د ادبياتو بېلابېل ښوونځي اکثره د ادبياتو د ښوونځيو تر چتر لاندې څېړل شوي دي. کله چې يو ادبي ښوونځى رامنځته شوى او يوه مشخصه محتوايي او شکلي بڼه يې غوره کړې ده، نو بيا ادبپوهانو يا کره کتونکو همغه ا­ثار چې ددې ښوونځي ساحې ته داخلېږي، د همغه ښوونځي د ځانګړنو په رڼا کې مطالعه کړي، شنلي او څېړلي دي. د يوه ادبي ښوونځي د پولو او ځانګړتياوو تشخيص هم د ادبپوهانو او کره کتونکو له خوا په ګوته کېږي. نو که موږ غواړو د کره کتنې د ښوونځيو په باب رڼا واچوو، ضروري ده چې د ادبياتو بېلابېل ښوونځي هم وپېژنو، د همدغو ښوونځيو پېژندنه په حقيقت کې د کره کتنې د ښوونځيو بڼه اسانوي. په ځينو څېړنيزو اثارو کې د کره کتنې ښوونځي، ادبي ښوونځي او د کره کتنې ډولونه تر يوه چتر لاندې څېړل شوي دي، په تېره بيا د کره کتنې ښوونځي او ډولونه. د کره کتنې د ښوونځي او د هغه د يو ډول ترمنځ يو څه توپير په کار دى. په يوه کره کتنيز ښوونځي کې کېدى شي، د کره کتنې څو ډولونه مطرح شي، خو په پښتو او دري اکثره کتابونو کې ددې موضوعګانو په باب توپيرونو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.

دلته لومړی غواړو کره کتنيزو ښوونځيو ته لنډه نغوته وکړو او بيا ادبي ښوونځينو ته لاړ شو. ))

نو له دې متن سره سره چې بیا هم د چا سره نه خلاصېږي، خدای (ج) دې د هغه سر خلاص کړي.

نه غواړم دا ليکنه تر دې اوږده شي، درانه لوستونکي او ګران محصلين کولای شي، زما په قلم ليکل شوی اثر (کره کتنه) او د نورو درنو ليکوالو ټول ليکل شوي اثار يو ځل بيا تر کره کتنې لاندې ونيسي، له مانيز، روزنيز، پوهنيز،  ژبنيز، کره کتنيز او نورو اړخو له نظره يې په هر اړخيز ډول وڅېړي، له ټولو څخه دې ګټه پورته کړي، خو کوم يو چې تر نورو خوږ، روزنيز او پوهنيز  و، هغه دې زيات زيات ولولي.

په پای کې غواړم يادونه وکړم چې درانه لوستونکي دې د هر اثر د لوستلو پر مهال دې خبرې ته ډېر پام وکړي چې یو ادبي، هنري، علمي یا تاریخي اثر د چا له خوا لیکل شوی او د چا لپاره ليکل شوی دی؟  د فني، مسلکي او متخصص لیکوال او د اړوندې برخې د څانګوال له خوا، که د یو ذوقي، اماتور او نامسلکي ليکوال او يا کوم بل کس له خوا، کله کله کېدی شي د يو اماتور ليکوال له خوا ځينې داسې اثار هم وليکل شي چې په ورته موضوع کې تر مسلکي ليکواله هم ډېر هر اړخيز او معلوماتي وي، خو که په ورته موضوع کې يې بيا تېروتنو ته پام وشي، نو د مسلکي شخص تېروتنې به بيا د نا مسلکي هغه په انډول ډېرې کمې او کم ضرره وي.

زموږ په پښتو ادب څېړنه کې د مسلکي ليکوالو کمی له ورايه احساسېږي، هر څوک چې په دې برخه کې يو ګام پورته کوي، دستاينې وړ دی، خو ځينې وخت ناسمې ژباړې، ملايي املا او انشاء او پر خپل لیکنيز او  ګړدوديز سبک تر حده ډېر ټينګار، په علمي مسايلو کې د ځان په ګټه له مذهب څخه ناوړه ګټه اخيستنه او د ملايۍ له دريځه پر نورو تورونه پورې کول، تر  هر څه وړاندې په خپله د تور پورې کوونکي کمزوري او مانيز فقر په ډاګه کوي.

ددې ليکنې له سپيناوي سره سره که بيا هم د شکاک، منتقد او ځينو نورو لوستونکو قناعت نه وي حاصل شوی او موضوع ښه نه وي روښانه شوې، نو کېدی شي دا او دېته ورته نورې موضوعګانې د ځوانو ليکوالو او طرفينو په حضور کې د تختې پر مخ شرح او همدارنګه د هر اثر د پرتلنې او اړوندو مسايلو په باب د پوښتنو او ګروېږنو په بڼه روښانه شي. ددې ترڅنګ کله چې يو ليکوال يو اثر وليکه او بيا يې لوستونکو ته وړاندې کړ، لوستونکي حق لري چې دهغه په باب خپل نظر څرګند کړي، کره کتونکو ته هم دا حق خوندي دی، خو په دې شرط چې کره کتونکی، تېروتنې اصلاح او متن کره کړي، نه دا چې خپله کينه، بغض او عداوت د کره کتنې تر نامه پر نورو تحميل کړي.

هيله ده دې سپيناوي د همت صيب يو لړ شکونو، نيوکو او اندېښنو ته تر يوه حده ځواب ويلای وي.

د عادلانه کره کتنې د بريا په هيله

avatar
9 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ښاغلی یون صاحب

ښاغلی همت صاحب تر تاسو دوه درې پرتوګه زیات زاړه کړي دي، په بل عبارت تر تاسو مشر دی، سړیه ددې دومره لویې لیکنې پر ځای به یې کور ته ورغلی وای، چای به مو ورسره څښلی وای او مخامخ به مو د هغه وضاحت کړی وو،، زه چې ستاسو یوتربل ترټلو ته ګورم نو د شیفته ای خود ګلیدین حکمتیار صاحب د لیکلو سبک رایاد شي.

په هر حال د لوستي قشر تر منځ دا ډول ناندری کله هم زمونږ د پرمختګ زیری نشي ورکولای.

صاف
میلمه
صاف

شاغلي يونه، تاسو حّه فكر كُوي چه شيطان صفته إنسانا شه ليكوالان ندي؟ ستاسو په نظر حكمتيار يؤ شه وياند ندي؟ مگر تول خلك د هغه له عمله د هغه د شخصيت قظاوت كُوي، او عادل إنسان دستاسو غوندي خلكو په “د ستاسو په نضر په شو ليكونو” نه تيروزي هغه خلك ستاسو د نيته او ستاسو له عمالونه ستاسو د شخصيت قضاوت كُوي، د يؤ غت بيلگي په توگه ستاسو تيلويزيوني چينل چه بي له گدا، نشنالستى خپرونى او مذخرفه بل سه نخپروي، نو حّكه خلك ستاسو په اوژدو بابولالو نه تيروزي، خپل او د نورو وقت مه ضايع… نور لوستل »

جاوید
میلمه
جاوید

نوم دی صاف ایشی خو کاملا ناصاف انسان یی. د جهل په تیارو کی غرق او د شیطان پیرو معلومیگی

حامد
میلمه
حامد

یون #### [ایډیټ، اداره] ! ته دي لومړی د خپل فحشاء ګرم بازار ټلویزیون اصلاح کړه، ته هم ځان ته پښتون وايې، په تلویزیون کي دي پردۍ ښځی د نارینه وو مخته رخصیږي، ټولي پیسې امریکایان درکوي، د ########[ایډیټ، اداره]. ته هم ځان ته مسلمان او پښتون وايې، #######[ایډیټ، اداره]. د یو کافر په وینا هم ته #####[ایډیټ، اداره] شخص یې ، د هټلر څخه یې پوښتنه وکړه چي تر ټولو بې وجدانه، احمق او بزدله شخص څوک دی هغه ورته وویل چي هغه کس چي د خپل هیواد په نیولو کي یې زموږ سره مرسته کوله، نو ته هغه… نور لوستل »

جاوید
میلمه
جاوید

یون خویی خپروی ولی دا ته چی دی دمانوته گوری سه بلا وهلی یی؟ ستا د مسلمانی غیرت چیری دی؟

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

چې زموږ د پوهانو ، اديبانو او کره کتونکو داسې حال وي ، د نالوستو نه به څه ګيله وکړو .
ماته خو نه د همت صاحب ګيله ، انتقاد او شکايت موجه دئ او نه د يون صاحب د (د) ، له او (او) دلايل .
سياسي اختلافات او رقابتونه په علمي او ادبي ډګر کې ځای نه لري .
پښتنو ، پښتوژبې او پښتني ثقافت ته د دواړو ارزښتناکه خدمتونه د قدر او اهميت وړ دي او دا اهميت او خدمت بايد په د ناندريو او ځانغوښتنو خیرن نه شي .

جاوید
میلمه
جاوید

پوهان او ادیبان له کومه شول ### دی دوی کلمی یی زده کری او چتیات وایی په یوه او بل پسی لگیا دی .

خان
میلمه

یون صاحب! شپه که تیاره ده مڼې په شمار دي.په ابتدائیه ښوونځي کې به مو کله قلم، کتابچه او خوراکي توکي ورک شول، ښوونکي راته ویل چې له خپلو ملګرو سره پام کوئ، دلته خو بل څوک نه راځي همداملګري یې در څخه غلا کوي، که مو ولید وایې ټوکې مې کولې او یاازمایلي مې چې خپلو شیانو ته ځېر یې کنه او که مو دغلا په مهال ونه لید،نو پټ کړي شیان درڅخه وړي چې بیا به یې کله هم ترې ترلاسه نه کړئ. یون صاحب هم همدا چلند غوره کړی، که همت صاحب نقد نه وای ورباندې کړی،… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

غوربندی صاحب ! له تاسی مننه مګر دا خبره چه د دوی توپیر دی په یو څو زیاتو پرتوګو زړولو کړی ورسره توافق نه لرم ، یون وطنپرست او شیطان پرست او همت صاحب (سره د دی چه کله کله ناکله سهوی کوی مونږ هم د سهوو خطاوو سره هره ورځ مخ کیږو ) خداپرست، دینی عالم او مجاهد شخصیت دی د همت صاحب سپی هم تر یون او یون خیلو شرف لری حامد کرزی ، ع او غ او داسی د دجال یواځنی مهری نه دی دجال د ترکی ، کارمل ، نجیب او امین په شان جلا جلا… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

افغان صاحب

ما د ادبي کره کتنې په تړاو پرتله نه بلکه ښاغلی همت صاحب مې پرې مشر او حقداره ګڼلی دی!

کنه د یون او انجنیر فضل کریم لپاره دده ژوندون/شمشاد تلویزیونه کافي دي چې “ډمان” او “ډمپرستان” وبلل شي.

کیدای شي یون صاحب استدلال وکړي چې زما د ټلویزیون مثبت پرګرامونه یا ډمتوب ته په پښتو کې خدمت ولې نادیده نیول کیژي، ځواب یې دادی چې پاکې اوبه په کمه مردارۍ مرداریژي خو په مردارو اوبو کې د پاکو ګډول کله هم مردارې اوبه نه پاکوي!

صدیق
میلمه
صدیق

یره یون صاحب پریږده خو یوه شپږیزه یې وهلې ده اوس یې معاف کړه

همت صاحب
چې نه کار هلته د څه کار

ولې بې ځایه تورونه لګوې اوس څه کفر خو یې نه وو کړی او مخکې له دې چې د غله نوم ورباندې کیږدې ده ته به د زنګ کړی وو او یا به د ایمیل ورته کړی وو او اول به د ده نه پوښتنه کړې وای چې څه وایی.
تا اول د غله نوم ورباندې کیښود اوس یې خوند وکړ چې خپله په کې بند شوې.

که شېر یې خو ګیر یې

توکل
میلمه
توکل

مونژ دواړو استادانو ته احترام لرو، خو یون صاب د ډيرو سترو فتنو داعی دی ده ته اړوند رسنی د ځوان نسل په ګمراه کولو که رول لری او په مونژ فرض ده چه یون صاب ته ووایو چه د الله پاک نه ووریژه الله پاک به ددی کړنو حساب درسره کوی. او همت استاد د ټولو باطل پرستو لیکوالو د سترګو اغزی دی، څنګه چه استاد محترم ددی تر څنګ چه ټینک لیکوال دی، د اسلام فکر داعی هم دی، او همت صاب کومه ادعا کړی زه باور لرم چه رشتیا ده ځکه چه همت صاب د درواغو او… نور لوستل »

ابوجانه پکتیاوال
میلمه

ګران استاد همت زمونږ د سرونو سرتاج دی.
همت صاحب یو حق پرست جد عالم دی هره نقطه او جمله یی د کاڼی کرښه ده او په زړونو لګیږی.
یو ګوزار پر ځای ګوزار غوره دی له زرو نا
ورک شه هوایی فایرنګ سر د حیانتونو دی

الله د همت صاحب ته اوږد عمر ورکړی په زړه پوری او د وخت مطابق لیکنی کوی.