
ډاکټر غني ننګرهار ته ورسید
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي ډاکټر غني له اوربند وروسته په لومړي سفر کې نن سهار د ننګرهار مرکز جلال اباد ته ورسید.
په ارګ کې د ویاند یو مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي هغه به په دې سفر کې د ننګرهار له ځايي چارواکو سره وویني او د ختیځ زون په سطحه به د یو زربستریز روغتون د بنسټ ډبره هم کېږدي.
له داکټر غني سره په دې سفر کې د پوخ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم ملګری دی.
غني په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي، چې په ملي شورا کې د ختیځ زون استازي حکومت د داعش پر وړاندې د ولاړو طالبانو پر ځپلو تورنوي.
دې استازیو وړمه ورځ وویل، په نورستان، کونړ او ننګرهار کې پرلپسې د طالبانو هغه لیکې په نښه کېږي چې د داعش پر وړاندې د سپر په توګه کار ورکوي.