
د اسلام اباد ناسته: امریکا باید مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې علمي ناستې ګډونوالو ویلي، امریکا باید مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي.
د دې ناستې ګډونوال انتظار خادم وايي، غونډه د ډنمارک، پاکستان او افغانستان د یو شمېر علمي او فرهنګي کسانو له لوري جوړه شوې وه.
د هغه په خبره په دې غونډه کې دا وړاندیزونه وشول چې حکومت باید د سولې په اړه واحد تعریف او دریځ ولري.
د خادم په وینا امریکا ته دا وړاندیز وشو، چې د ستونزې د حل لپاره باید مخامخ له طالبانو سره خبرو ته تیار شي.
د دې افغان ګډونوال په وینا طالبانو ته هم دا وړاندیز شوی دی چې سوله باید ورته لومړیتوب ولري او دریځ يې واحد وي.
د هغه په وینا په دې غونډه کې پر داسې جوړښت هم بحث وشو، چې ښکېل اړخونه په اسانۍ سره پکې را ټولېدلی شي.
د اختر له اوربند وروسته د سولې اړوند فعالیتونه ګړندي شوي دي، خو امریکا لا هم له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه څه نه دي ويلي.