حامد کرزي د حکومت له لوري د اوربند ختمول، د ورور وژنې دوام بللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له لوري د اوربند ختمول د ورور وژنې دوام بللی دی.

تېره ورځ محمد اشرف غني د حکومت له لوري د پیل شوي اوربند د پای خبر ورکړ او دولتي ځواکونو ته يې د عملیاتو د پیلولو امر وکړ.

حامد کرزي د اشرف غني د دې اقدام په تړاو ویلي، د جګړې ښکېلې غاړي باید د پردیو دسیسې درک کړي او ځان ترې وساتي.

د حامد کرزي له دفتره خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي، د جګړې ښکېلې غاړې باید « په پوره هوښیاري سره د پردو له دسائسو ځان وژغوري او د بهرنیانو د هغو هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږي چې د افغانانو تر منځ د تفرقې او وروروژنې د دوام لپاره روانې دي.»

حامد کرزی چې د امریکايي یرغل تر چتر لاندې لومړی افغان واکوال معرفي شو، په داسې حال کې د جګړې پر پردېتوب هم اعتراف کوي چې پخپله د جګړې د پیل یو مهم اړخ پاتې شوی دی.

«ټولو ته روښانه ده په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو له خوا پر افغانانو تپل شوې او د پردو ګټو جګړه ده چې د افغانستان خلک یې قربانیان دي او هېواد مو ورځ تر بلې لا ویجاړېږي.»

محمد اشرف غني د روژې له اوویشتمې پیل کړی اوربند تېره ورځ پای ته ورساوه، چې د هلمند پرلټیان يې هم ګیله من کړي دي.

د دې پرلټيانو له ډلې بسم الله وطندوست ويلي، محمد اشرف غني ورسره ژمنه کړې وه، چې اوربند به یوې میاشتې ته اوږدوي، خو پخپله ژمنه يې د بوټ تلی کش کړ.