fbpx

د ماټیس ګواښونه او وړاندي یې خنډونه

بخت الرحمن ((شرافت))

ماټیس تیره ورځ ومنله چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله دوي وژلې، امریکایې چارواکو له دې څخه وړاندي هم د پاکستاني طالبانو دوه نور مشران په نښه کړي او وژلي دي، خو دومره په صراحت او وضاحت یې دهغو دوژلو پړه په غاړه نه ده اخیستې لکه څومره چې یې دا ځلي د دفاع وزیر د یوې خبري غونډې پر مهال د خبریالانو په وړاندي ښکاره کړه چې د پاکستاني طالبانو مشر د دوي له لوري وژل شوی او دا کار یې دپاکستان د خوښۍ لپاره کړی.

د ماټیس د ادعا پخلی دپاکستان له لوري د افغاني پلاوي د سوړ هرکلي څخه هم ښه څرګنديږي، کله چې د پاکستاني طالبانو مشر د افغانستان په کنړ ولایت کې د امریکایانو له لوري په نښه او ووژل سو، سمدستي د هیواد ولسمشر د پاکستان حکومت ته د نوموړي د وژل کیدو خبر ورکړ او وروسته یې یو لوړ رتبه پلاوی پاکستان ته ولیږی ترڅو له پاکستاني چارواکو سره وویني او د ملافضل الله وژنه یې مقابل کې د فشار په توګه وکاروي، خو پاکستاني چارواکو د افغاني پلاوي هغه استقبال ونه کړ کوم چې دوي یې هیله لرله او ورته یې وویل چې د ملافضل الله وژنه ستاسو کار نه، بلکي نوموړی د امریکایانو له لوري وژل سوی، ځکه ستاسو هیڅ احسان نه شو منلی.

کله چې افغانی پلاوی له اسلام اباد څخه ناهیلی را وګرځیدی او رسنیو د پاکستان حکومت له لوري ورسره د سپک او ناسم چلند خبري راپورته کړې ورسره سمدستي د امریکا د دفاع وزیر ښاغلي ماټیس په الاسکا کې د یوې خبري غونډې پرمهال څرګنده کړه چې د دوی په اصطلاح وپاکستان ته د نهايې غوښتونکي ترهګر ملافضل الله په وژنه کې د دوی خاصو ځواکونو لاس لاره او نوموړی د امریکایي ځواکونو لخوا د بي پیلوټه الوتکي د برید په ترڅ کې وژل سوی دی.

د امریکا دفاع وزیر نه یواځي دا چې د ملا فضل الله د وژنې پړه یې په غاړه واخیسته، بلکې هغه یې ډیر خطرناک ترهګر وباله. په پیښورکې فوځي ښونځي او همدارنګه په سوات کې ملاله یوسفزۍ باندي برید ته یې اشاره وکړه اوزیاته یې کړه چې دغو دواړو پیښو کې ملا فضل الله لاس لاره، نوموړي همدارنګه د ملا فضل الله وژنه د امریکا له لوري له پاکستان سره د امریکا احسان د معاملې په توګه یاد کړ.

امریکایې شنونکي وایي ماټیس په داسي حال کې د ملا فضل الله د وژلو پړه په غاړه اخلي، چې له واشنګټن څخه د دغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال ښاغلي ((الیسس وي ويل)) په مشري یو پلاوی اسلام ته پر لاره دی، ترڅو په افغانستان کي د سولې لپاره له پاکستان څخه مرسته وغواړي او ورته څرګنده کړي چې مونږ هغه څه وکړو کوم چې تاسو یې غوښتنه کوله، اوس نوبت ستاسو دی او تاسو هم باید هغه څه وکړئ کوم چې زمونږ غوښتنه ده.

اوس خبره داده چې امریکا په داسي حال کې چې په سیمه کې د افغانستان د جګړې په اړه ملګري له لاسه ورکوي او ورځ تربلې یې جګړه له واکه څخه وځي، مقابل لوری د پخوا په پرتله زیات قوی شوی، نړیوالي اړیکي یې برابري کړي، افغانستان کې د واک او حکومت په صورت کې یې د اړوند هیوادونو انديښنې لري کړې او افغانستان کې د امریکا حضور یې یواځي د افغانستان نه بلکې د ټولي سیمي لپاره خطرناک څرګند کړی.

بل لوري ته پاکستان هم د امریکا له مخالفو هیوادونو لکه روسیه او ایران سره نور نږدې سوی، تیر کال د نومبر په میاشت کي چې کله د روسيې ولسمشر ((ویلادیمیر پوټین)) وایران ته سفر کړی وه هلته یې د روسيې ایران او پاکستان ترمنځ پرځینو تجارتي پروژو باندي خبري کړي وې او هیله یې څرګنده کړې وه چې ډير ژر به روسیه د ایران او پاکستان پر مرسته وسویلي اسیا ته سوداګریزه لار خلاصه کړي تر څو سیمه کي د ایران او پاکستان په مرسته اقتصادي دهلیز پرانیزي.

روسیه له پاکستان سره دې پایلې ته رسیدلې چې د ایران، پاکستان او هندوستان ترمنځ اقتصادي دهلیز پرانیستلو باندي فکر وکړي، او په لومړي سرکې د ایران، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو یوه نل لیکه کش کړل سي. تیر نومبر په ایران کي د روسیې د ولسمشر د سفر پر مهال ددغه هیواد د انرژۍ وزیر ښاغلي ((الیګزنډر نوواک)) دې ټکي ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې له پاکستان سره یې د داسي یو نل لیکې خبره کړيده خو تراوسه دا څرګنده نه ده چې نل لیکه به دترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ دګډي پروژې (ټاپي) په څیر د ځمکې پرسر تیره سي او که به یې د بحر په منځ کي کش کړي.

شنونکي وایي روسیه غواړي وسویلي اسیا ته د انرژۍ دسوادګریز سیاست ترچتر لاندي دلته خپل فزیکي حضور زیات کړي او سیمه کي د امریکا د ګټو سره مقابله وکړي، او دوو مهمو ایټمي هیوادونو ترمنځ د ځواک او قوت مساوي ساتلو کي رول ادا کړي، ځکه دې وروستیو کې هندوستان د روسیې په پرتله او امریکا ته نږدې سوي، امریکا او هندوستان په ګډه د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلیز د بي ثباته کولو په غرض څو اړخیزه پټ جنګ پیل کړی ترڅو په سیمه کې د چین د پراخیدونکي حضور مخه ونیسي او هندوستان د پاکستان په مقابل کي د اثر په توګه استعمال کړي.

له بله لوري داسي خبرونه سته چې امریکا کي کورني مشکلات زیات سوي، څو ورځي وړاندي د دغه هیواد د سنا مجلس یوه غړي (ښاغلي سټیو کینګ)) انديښنه څرګنده کړه چې امریکا د کورني جنګ په لور روانه ده. د نوموړي څرګندونو په امریکا کې د خلګو اندیښنه او تشویش راپورته کړ، چې حتی خبره تر نظر پوښتنې پوري ورسیده چي پایله کې یې %۳۱ سلنه خلګو د نوموړي اندیښنه تائيد کړه او زیاته یې کړه چې کیدای شي راتلونکو پنځو کلونو کې امریکا کې کورنۍ جګړه پیل شي.

ښاغلي ((سټیو کینګ)) امریکا کې دکورني جنګ خبره هغه وخت راپورته کړه کله چې څو ورځي وړاندي ددغه هیواد د ((اورګان ایالت پورټلنډ)) ښارکي مظاهره چیانو دګمرک او کډوالو چارو ودانۍ باندي برید وکړ او دواړې ودانۍ یې ولکه کې واخیستې.

سټیو کینګ د دپورټلنډ ښار د ودانیو محاصره کول د (۱۸۶۱ زیږدیزد) کال د چاریلټون په بندرګاه کې د ((فورټ سمټر)) له محاصرې سره پرتله کړه، نوموړي زیاته کړه کله چې په ۱۸۶۱ زیږدیز کال کې د لاریون کونکو له لوري ((فورټ سمټر)) محاصره سو ورسره سمدستي هیواد کې کورنی جنګ پیل سو، سټیو ګینګ وایي د ((اورګان ایالت دپورټلنډ)) ښار د ودانیو محاصره د ۱۸۶۱ زیږدیزد کال د فورټ سمټر له محاصرې سره ورته والی لري او هیواد کې دکورني جنګ اندیښنې یې زیاتي کړې دي.

نوموړي زیاته کړه د ماشومانو د بند او دکډوالو په وړاندي د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ عدم برداشت امریکا یې ټولنه ویشلې ده او %۱۱ سلنه امریکايان په دې نظر دي چې امریکا کي لا له وړاندي کورنی جنګ پیل سوی دی، (۳۱٪) امریکا یان وایي چې راتلونکي پنځو کلونو کي به کورنی جنګ پیل سي او ۲۹٪ سلنه بیا وایي چې نه داسي کومه ویره نه ترسترګوکیږي.

په مجموع کي د ټرمپ د سیاستونو مخالف ۵۹٪ سلنه امریکایان په دې نظر دي چې امریکا بالفعل په کورني جنګ اخته ده، له بلې خوا د امریکا ((د ټینسي ایالت)) د دولتي پوهنتون د قانون د څانګې استاذ ((پروفیسور ګلین هارلین رینولډ)) د امریکا نن ورځي په نوم کالم کي لیکلي چې امریکا کې کورنۍ جګړه پیل سوې.

دا چې په افغانستان کې طالبان ورځ تربلې قوي کیږي، او سیاسي ډګر کي یې نړیوالي او سمییزي اړیکي د پراخیدو په حال کي دي، او امریکا خپله اعتراف کوي چې دښمن یې افغانستان کې ښکاره مرکز نه لري چې ورسره جنګ وکړي بلکي د هیواد له هرکلي او کور څخه ورباندي بریدونه کیږي، هیواد کې دوست او دښمن نه سي سره بیلولی او جنګي وضعیت ورځ تربلې د ویتنام د جنګ شکل اختیاروي.

مقابل کي امریکا ورځ تربلې ملګري له لاسه ورکوي میدان کې یواځي پاته کیږی، هیواد کي د کورني جنګ په درشل کې ده، پاکستان چې یو وخت د امریکا نږدې ملګري بلل کیده ورڅخه لرې سوی او د دواړو ترمنځ باور له منځه تللی، پاکستان د امریکا پرځای د دې هیواد دوو مخالفو هیوادونو لکه ایران او روسیې ته لاس ور اوږد کړی.

نو څه فکر کوئ له دغو ټولو مشکلاتو او خنډونو سره سره به واشنګټن وتوانیږي پاکستان باندي فشار واچوي ترڅو طالبان دې ته حاضر کړي چې د افغانستان له حکومت سره د دوي د خوښي مذاکرات وکړي، او له دغه حکومت سره د یوې معاملې په صورت کې جنګ ته د پای ټکی کیږدي، حال دا چې امریکا په دې هم ښه پوهیږي چې د پاکستان حکومت پر طالبانو دومره اثر نه لري لکه څومره چي یې دوي توقع لرله.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د