fbpx

د قومندان عزیز الله کاروان دوهمه خاطره

لیکوال: خالد ځدراڼ

په خواږه خوب ویده وم، چې د الوتکو شور را ویښ کړم، ومې ویل یالله! بیا لکه چې د چا په کور چاپه ده!

تقریبا ۲۰۰۸ کال و، په هغه وخت کې به چې امريکايي ځواکونه د شپنیو چاپو پر مهال د چا کور ته ورننوتل حتمي به يې د کور یو يا دوه غړي ورته په شهادت رسول،له همددې وجې به هر څوک له کوره تښتېدل او د غره په غېږ کې به یې ځان غلی کولو.

نو ما هم ژر، ژر جامې واغوستلې، بهر را ووتلم، کلي کې بغیر د جازونو له شور ماشور څخه نور څه نه اورېدل کېدل،

زموږ له کور سره نژدې يوه ناره وه په هغې کې مې د قبلې په طرف غلی، غلی مزل شروع کړ چې لږ مخکې لاړم ګورم چې یو څوک د یوې شنې ونې څنګ پورې ناست دی، ما له ویرې ژر غږ پرې وکړ، څوک یې؟ څوک یې؟

هغه غږ وکړ فضل یم، ته څوک یی؟

فضل زموږ ګوانډي وو، نو زړه مې خوشخال شو، ما ويل: زه خالد یم. ویل یی راځه لږ تېز را وخېږه، پاس بنګنې ګرځي کشف دې نه کړي.

زه هم په منډه د فضل خواته ورغلم، له سلام څخه وروسته مې ترې وپوښتل، فضله! جازونه يې کښېنول؟

فضل وویل ته چېرته وې بیا؟

ما ویل: کور کې.

ویل يې: هو! جازونه خو یې بېرته پورته هم کړل، د چاپې پوره يو ساعت کېږي!

ما ويل: اوهو، دا خو زه اوس را وېښ شوم، فضله! دا راته ووایه د چا په کور چاپه وه؟

ویل يې چاپه د کیښام په طرف وه، کیښام زموږ د کلي سره بل کلی و، نو ما ورته وویل نو هلته به د چا په کور وي؟

فضل ویل: نور نه يم خبر، خو زما په ګومان، هغه د موټرو د میستریانو په کور به وي!

ما ويل: هغوی غریبانو څه ګناه کړې؟

ویل يې دا خو هغه بله ورځ طالبان راغلي وو، بیا يې ګاډی ورخراپ وو، نو زه هم هلته د دوی په دوکان کې وم چې دوی ورته موټر جوړ کړ.

ما ويل: نو بیا دوی باید داسې کار نه وی کړی.

فضل ویل خالده! طالبان هم ځانته حکومت وايي په زور یی هم پرې جوړولی شو.

ما ویل: هو والله، دا خو ده.

موږ په دې خبرو لګیا وو، د جازونو آوازونه هم کرار کرار ورکېدل، په جومات کې اذان وشو.

فضل وویل: ځه چې لمونځ وکړو جومات ته ورشو، هسې هم چاپه حتمه شوه، له لمونځ وروسته به د کیښام په طرف لاړ شو، حال به واخلو چې د چا په کور وه او څوک يې شهیدان کړي دي. ما ويل سمه ده.

لمونځونه مو په جمعه وکړل، په جومات کې ټول تقریبا ۵ کسان وو، نو موږ هغو کلیوالو ته وویل: کیښام ته موږ ځو، حال به يې راوړو، تاسو کورونو ته لاړ شئ.

زه او فضل د کیښام په طرف روان شوو، ورو، ورو رڼا کېدله، زموږ له کلي د کیښام سیمې ته پیادل مزل تقریبا نیم ساعت وو، موږ چې د کیښام کلي ته ورسېدلو، لمر هم څرک وکړ.

د کلي له سر نه مو ولیدل چې د هغو مستریانو له کور سره ډېر خلک ولاړ دي.

فضل ماته مخ را واړاه، ویې ویل ما درته ونه ویل چې د دوی په کور به وي؟

ما ورته وویل هو! والله بس الله ﷻ دې وکړي چې شهیدان يې زیات نه وي کړي.

موږ کور ته ور ورسېدو، ګورو چې د میستریانو بوډۍ مور له میلمانو سره د کور مخ ته ناسته ده او کور کې د ښځو د ژاړه شور دی، له سلام څخه وروسته مې بوډۍ مور ته وویل: مورې څنګه څوک خو به یې شهیدان کړي نه وي؟

بوډۍ مور له سترګو اوښکې پاکې کړې، راته ویې ویل: زویه! د يوې ماشومې جینۍ زړه وچاودیدو او خاوند يې راته وویشتو، نور څلور واړه زامن يې راڅخه یوړل.

زما سترګو کې هم اوښکې ډنډ شوې، مال صبر کوه بغیر له صبر بل هیڅ کومه لاره نده راپاتې او مورې شکر چې زامن دې ژوندي دي، الله به يې ژر راخلاص کړي ان شاء الله، د کلي مشران به پسې لاړ شي.

بوډۍ مور وویل: زویه زړه مې نه ټینګیږي، ۳۵ کسه ښځې او ماشومان راته کور کې پاتې شول، په هغوی به زه اوس څه کوم؟

ما هم څادر را واخست مخ ته مې ونیوه او بیخي تیزې سلګۍ راڅخه خلاسې شوې، له لږ ځنډ وروسته مې چې سترګې را پورته کړې، ګورم چې ټولو کلیوالو مخته څادرونه نیولي او اوښکې پاکه وي.

ما په ژړغوني آواز مور ته وویل: مورې د ماشومې زړه څنګه وچاودیدو؟

بوډی مور ویل: زویه! له کفارو سره یو پښتون وو، کاروان – کاروان به يې سره بللو، هغه ډېر بې تمیزه انسان وو، د کور ښځې يې ووهلې، نو زما خاوند ورته وویل چې بې غیرته ښځې مه وهه، که زموږ سره دې کار وي دغه یو، درته ولاړ یو، مړه مو کړه!

ویل یې سمدستې یی ټوپک پسې راواړاه وو، زما خاوند يې وویشتو، زامن مې واړه وو هغه چپ ودرېدل، مریم له ډزونو وډاره شوه، د مور په غېږه کې يې له خولې وینه وغورزوله!

مال افسوز! سړي دغه پښتون پېژندلی وی چې دا د منافق زوی به څوک وي چې دومره ظلم يې وکړ؟

ناستو کسانو کې یو غږ راباندې وکړ چې دا عزیز الله کاروان دی، د اورګون اوسیدونکی دی، د امریکایانو ډېر نژدې همکار دی، دلته ټولې چاپې د ده په مرسته ترسره کېږي!

لنډه دا چې ډېره سخته ورځ وه، بوډۍ مور ته د ۳۵ کسانو پالل ورپه غاړه شول، الله ﷻ دې زموږ له کلیوالو سره ښه وکړي، ډېره مرسته به یې ورسره کوله، د بوډۍ مور بچیان د څلورو کالو بند تېرولو وروسته کلي ته راغلل، زه ډېر له نژدې ورسره پیژنم او اوس هم له ډاره د حکومت سیمو ته نه شي تللی د بازار کارونه کليوال ورته کوي(!).

پای

يادونه: ياده پېښه د پکتیکا ولایت زیړوک ولسوالی د کیښام په سیمه کې رامنځته شوې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بینوم
میلمه
بینوم

ټول درواغ دی – په همدی دروغجنو لیکنو او ویډیو ګانو مو ځوانان ځانمرګی ته تیاروی – خدای مو ووه