په ټولنه کې دمسلمان ځوان مسؤلیت

لیکنه محمد الله نوري

ځوان چې په ټولنه کې دملا دتیر حیثت لري کولی شي چې په ټولنه او ځوان نسل کې یو مثبت بدلون راولي
چونکې ځوانان اوس مهال دداسې فکري استعمار ښکارشوي چې هیڅ په ځان پوهه نه دي او په لوی لا س ځان دهلاکت کندې ته غورځه وي په مجموع کې هغه ځوانان چې په عصري زدکړو بوخت دي،غربیانو دمسلمان ځوان نسل لپاره داسې یو تعلیمي ماحول برابر کړچې ځوانان نه تنها چې خپلې زده کړې په صحي معنی پای ته ورسوي بلکې دوئ یې په یوغیر مشورع(ناروا) یاپه اصطلاح یو غیر مقصودي کارونو هم مبتلا کړي،

په نسابونو کې دپخوا په پر تله په بېسارې کچې بدلون راوستلی دیني مضامین ډیر کم پکې تر سترګو کیږي
هیڅ یو مسلمان ځوان په دې کچه نه روزل کیږي چې هغه یو اسلا مي درد سوچ او فکر ولري، بلکې دا احساس له هغه څخه مکمل سلب شوی وي او په ځای یې فحاشي عور یاني ته مخه کړې وي، ځوانان موټول دسیکولریزم او نشنلیزم په جال کې راګېر شي، سیکولریزم دایوه نوي مفکوره ده چې غرب یې په اسلا مي هیوادونو کې تمویله وي او غواړي چې ځوان نسل ددغې لا رې ګمراه او دډیمکراسۍ په خپره ولو او نافذولو کې قرباني کړي،

ځوانه ویښ او ځیرک اوسه لکه څرنګه چــې غربیــانو خــپل باطــل ادیــــان عیسویت نصرانیت او اسرالیت زمونږ اسلا مي هیوادنو ته رانقل کړل داسې ته هم مسؤلیت لرې چې دخپلو عصري زده کړو پرمټ کولی شې چې داسلام مقدس دین غربي هیوادنو ته نقل اوهلته اسلا مي افکار او نظریا ت خواره کړې،

ځوانه ته خو یو مسلمان ځوان یې دستا پرسر خو ستر مسؤ لیتونه پراته دي ،ځوانه! له الله ج څخه وډار شه! کله هم چې په کوم کار شورع کوې نو په پيل کې وګوره چې ایا اسلام ماته دا اجازه راکوي چې زه دا کار تر سره کړم؟ ایا داکار خو به داسلام دمقدس دین سره ټکر کې نه وي؟ نو کله چې تاسره دا سوچ اوفکر پیدا شو نو پوهه شه چې زه اوس دکا میابۍ پر لاره روان یم،

ځوانه! دولاء، او براء په معنی ځان پوهه کړه

ځوانه! تاته خو ولسونه انتظار کوي!

ځوانه! ته خو دراتلونکي نسل مشري پر غاړه لري ،

ځوانه!ته خو به داسلام دمقدس دین حفاظت کوې!

ځوانه تاته خو به دګران هیواد دحفاظت چارې سپارل کیږي،!

ځوانه ويښ اوسه دعصري زده کړو سره په دین هم ځا ن پوهه کړه هسې نه چې ته مسلمان یی خدمت عیسویت او یهودیت ته کوې .

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د