ايا طالبان د غني په اوربند، بند او خلاص دي؟

خالد رعد

د روژې په پای کې د کابل دولت مشر (اشرف غني) اوربند اعلان کړ، طالبانو هم د اختر درې ورځو کې اور بند کړ، خو ويل يې چې د غني په ځواب کې نه، بلکې د اولس د خوښيو په پار دی چې دوی په تيرو ۱۷ کلونو کې هر کال په نا اعلان شوي ډول اوربند کاوه. وروسته بيا اشرف غني اوربند وغځاوه خو طالبانو پرې غوږ ونه ګراوه، خپل اوربند يې ختم او بيرته سنګرونو ته شول. نن رسنيو خبر ورکړ چې غني خپل يو طرفه اوربند پای ته ورساوه او نظامي ځواک ته يې امر وکړ چې خپل عمليات له سره پيل کړي.

د دې خبر په اوريدو پوښتنه راسره پيدا شوه چې آيا طالبان د دولت په اوربند، بند او خلاص دي؟ دې پوښتنې ته مې له سوچ او فکر وروسته منفي ځواب پيدا کړ، چې ممکن ډيرو ته د قناعت وړ وي او په همدې اميد يې دلته ليکم.

که له کابله د طالبانو له وتلو راهيسې تر نن ورځې پورې په هيواد کې د روانې جګړې ۱۷ کلن دور ته چابک نظر وکړو، په يقين سره دې پايلې ته رسيږو، چې د نظامي ځواک د پرمختلليو جنګي وسايلو استعمال کله هم د امريکايانو په وړاندې د طالبانو د روانې مبارزې په مخکي خنډ نه دی ايجاد کړی، که يې د طالبانو يا که ووايو د افغان ولسي مبارزې مخه ډب کولی شوای؛ نو نن به مو د تاريخ کتابونو کې د طالبانو د نظام د پيل او پای په اړه مستقل بابونه لوستل.

د شاهيکوټ جګړه مې ښه په ياد ده، په دې غرنۍ سيمه کې له څلور طرفه د طالبانو په سنګرونو له درنو بمباريو علاوه ځمکنيو قواوو هجوم وروړی و او داسې اندازه درانه ميزايل پرې لګيدل چې آن د زرمت ولسوالۍ په لويديځه څنډه کې يې د خلکو کړکۍ ماتې کړې. مبالغه نه ده، هغه مهال مې په ځلونو د شپې په تياره کې د ميزايلو او بمونو په رڼا کې د لارې کږليچونه موندلي.

خو له دغسې درنې هوايي او زمکنۍ جګړې سره سره د هماغه شاهيکوټ لمنې اوس هم له طالبانو ډکې دي، اوس هم امريکايان هلته په ډاډه زړه نشي تلای او له رسنيو اورو چې په جنوب ختيځ کې د امريکايي او دولتي ځواکونو لپاره ناارام او خونړۍ سيمه د همدې شاهيکوټ لمنې دي.

دغه راز د هيواد په هر ولايت کې ورته مثالونه لرو او له يادولو يې پوهيږو چې د بش، اوباما او کرزي د غرور د مهال سرو اورونو طالبان ورک يا اقلا لږ نکړای شول، سره له دې چې د نن په پرتله بې ځواکه او کم هم وو، نو د ټرمپ او اشرف غني په اورونو خو، په کليواله اصطلاح، نه بند دي او نه خلاص.

اشرف غني چې کله د ارګ په ګدۍ کيناست، افغانانو ته لومړی ارمغان يې له امريکايانو سره د امنيتي تړون لاسليکول و، په دې هيله چې امريکايان به طالبان له منځه يوسي، مګر نن وينو چې د طالبانو وضعيت له څلور کاله پخوا هغه څخه ډير بدل شوی او په ټول هيواد کې له دفاعي حالت څخه تعرضي هغه ته بدل شوي دي.

په دې وروستيو کې ټرمپ هم د طالبانو د له منځه وړلو په اميد د افغانستان اړوند جګړه ييزه ستراتيژي اعلان کړه او خپلو ځواکونو ته يې د جګړې په ډګر کې توی وړی واک ورکړ، چې هغوی هم له خپل شته ماډرن نظامي ځواک څخه پوره استفاده وکړه. په بيلابيلو سيمو يې چاپې ووهلې، د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو باندې يې تعرضونه وکړل او په ګڼو سيمو يې د پيل او پای له سوچولو پرته درنې ړندې بمبارۍ انجام کړې، چې د طالبانو په ځپلو کې يې ترې هيڅ ګټه ترلاسه نه کړه.

د دې لوی علت دا دی چې طالبان يو څو کسان يا يوه ډله نه ده، بلکې يو فکر دی، يو ولس او يوه ايډيالوژي ده، چې هيڅکله به د بمونو او اورونو په زور محوه نشي. نه به يې خوځښت ټکنی شي او نه به يې روانه مبارزه پيکه شي، بلکې دغه مبارزه به تر هغو لا ګړندۍ او يرغلګرو او ملګرو ته يې لا خونړۍ جوړيږي، تر څو چې دوی د همدې ولس د اسلامي او ملي ارزښتونو له تروړلو لاس نه وي اخيستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د