fbpx

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو په اوربند کې خپل یووالی ثابت کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): یوه امریکايي خپرونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي چې طالبانو دا ثابته کړه چې پخپلو لیکو کې غښتلی یووالی لري.

واشنګټن ایکزماینر په نوم خپرونه د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله لیکي، اختر کې د طالبانو اوربند دا وښوده چې دوی څومره سره یو لاس او د خپلو مشرانو د امر تابع دي.

دغه سرچینه دا هم وايي چې طالب مشران پخپلو سرتېرو تر وروستي بریده نفوذ لري.

واشنګټن ایکزماینر د دې سرچينې چې د نوم له اخیستو ډډه کوي، له خولې وايي، افغانان سولې ته تږي دي او ښه به وي په افغانستان کې پیل شوې جګړه پای ته ورسېږي.

طالبانو د اختر په دریو ورځو کې پیل کړی اوربند په بریا پای ته ورساوه او د روانې جګړې په ټولو کلونو کې لومړی ځل و، چې څلورویشت ساعته کې د هېواد له هیڅ کومې برخې د مرګ ژوبلې خبر خپور نه شو.

طالبانو د اختر په څلورمه د الخندق عملیاتو ته دوام ورکړ، خو حکومت پرون د اوربند پای اعلان کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د