زیاته اندازه خټکی خوړل بدن کې څلور زیانونه رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په عام ډول تازه میوه له یو شمېر روغتیایي ګټو څخه برخمنه وي، خو بې اندازې او زیات خوړل یې له ناروغۍ رامنځته کولو خالي نه وي.

خټکی یوه موسمي میوه ده او بې شمېره ګټې لري، ښه خوند، ښه بوی، ډیرې اوبه او یو شمېر ویټامنونه لري، د خټکي په اړه ځینې غلطې خبرې مشهورې دي چې جوړ شوی ټپ تازه کوي او دا زهرجنه میوه ده، چې دغه خبرې هیڅ سهي اړخ نه لري.

څیړونکي وایي چې په یوه متوسط خټکی کې ۱۵ ملي ګرامه کلسیم، ۲۵ ملي ګرامه فاسفورس، ۰.۵ ملي ګرامه وسپنه، ۳۴ ملي ګرامه ویټامین سي، ۶۴۰ ملي ګرامه ویټامین اې او ۰.۰۳ ملي ګرامه ویټامین بي ون شتون لري.

خټکی په زیاتو اوبو درلودلو سره پښتورګو او مثانې ته ګټه رسوي، او همدا ډول د معدې د تیزابیت او قبضیت له منځه وړلو او په هاضمه راوستلو کې مرسته کوي، نو له خوړو وروسته یې خوړل ډېر ګټور ثابتیږي.

خو بالعکس که چیرې خټکی ډیر وخوړل شي نو انسان ته سخت زیانونه هم رسولی شي چې په لاندې ډول دي:

د شکر کچه لوړوي

که چیرې په تاسې کې د شکر ناروغۍ یو څه نښې موجودې وي نو د زیات خټکي خوړلو څخه ځان وژغورئ، ځکه چې په دې کې خوږوالی ډیر وي چې د وینې شکر لوړولو لامل کیږي، د شکر ناورغ باید ددې په خوراک کې خورا پاملرنه وکړي، او له استعمال څخه وړاندې دې له ډاکټر سره مشوره وکړي.

پر کولمو اغیز کوي

که څه هم د زیات خټکي خوړل پر کولمو اغیز نه کوي، خو لکه څنګه چې خټکی خیټه کې ګاز رامنځته کوي، او وروسته ترې اوبه څښل زیان رسوي، له همدې امله په دغه مهال کې بدن ته سخت زیان رسوي.

میټابولیزم/استقلاب اغیزمنوي

میټابولزم هغه ماده ده چې له خوراک وروسته بدن کې خواړه په ګټه بدلوي.

د شپې لخوا د زیاتې خربوزې خوړلو څخه ځان وژغورئ، ځکه چې په دې کې شته خوږوالی د میټابولزم لپاره سمبالول سختیږي، او همدا ډول د هاضمې سیستم د شپې لخوا د ورځې په پرتله سوکه کار کوي، چې په پای کې بدن له ناروغۍ سره مخ کوي.

معدې ته زیان رسیږي

ډېر خټکی خوړل د نس ناستې ناروغۍ ګواښ زیاتوي، که چیرې خټکی له اندازې زیات وخوړل شي پر معده بوج روالي چې سمبالول ورته ستونزمن شي او په پای کې معده کې ګاز رامنځته کوي او معده له ستونزو سره مخ کوي.

باید وویل شي چې خټکی خوړل د سترګو دید تیزوي، په دې کې ویټامن A او C پریمانه موندل کیږي، د یوې څیړنې په پایله کې چې له ۵۰ زره خلکو څخه په کې ازموینه اخیستل شوې وه ویل شوي وو، هغه کسانو چې پخپل غذائي نظام کې یې ویټامن A شامل کړی و، د نورو په پرتله ددوی د سترګو روغتیا ۴۰ سلنه روغه وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د