fbpx

کرېکټ: پاکستان په شل اوریزو سیالۍ کې پر کمزورې لوبډله برلاسی شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په شل اوریزو سیالۍ کې پاکستان زمبابوې ته د ۷۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د استرالیا، پاکستان او زمبابوې تر منځ په درې ملکې سیریز کې لومړی سیالۍ د پاکستان او زمبابوې ترمنځ نن یکشنبه په زمبابوې هراري لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې پاکستان زمبابوې ته په غوره آلراونډه لوبه ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې په شل اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا ځوان توپوهونکي فخر زمان ۶۱، اصف علي ۴۱، شعیب ملک ۳۷، سرفراز احمد ۱۶، حسین طلعت ۱۰ او محمد حفیظ ۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د زمبابوې لوبډله د ۱۰۸ منډو په جوړولو وسوځېده، چې د پاکستان لخوا محمد نواز، عثمان خان، حسن علي او محمد حفیظ ۲-۲، او شاداب خان یوه ویکټه ترلاسه کړه.

اصف علي د ۴ شپږیزو او یوې څلوریزې په وهلو په ۲‍۱ توپونو ۴۱ چټکې منډې جوړې کړې، چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې په دغه درې ملکي سیریز کې به سبا د دوشنبې په ورځ د استرالیا او پاکستان ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي، که چیرې په دغو سیاليو کې پاکستان لوبډله له زمبابوې لوبډلې څخه ماتې وخوري نو په نړیوالې درجه بندۍ کې به دویم مقام ته ښکته شي.

پاکستان لوبډله اوسمهال په نړیوال شل اوریزو سیالیو کې د ۱۳۱ نمرو په لرلو سره په لومړي نمبر ده، چې استرالیا لوبډله د ۱۲۳ نمرو په لرلو سره درېیم نمبر ده، او زمبابوې لوبډله په لومړي لسو لوبډلو کې هم ځای نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د