افغانستان

ټاکنو کیمسیون د ولسوالۍ شورا نوماند پارلماني معرفي کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو ابتدايي لیست پرون خپور کړ.

په دې لیست کې، چې د ټاکنو کمیسیون د مسؤلینو له خولې د نوماندانو د اسنادو له دقیقې څېړنې وروسته خپور شوی، کابل کې د یوې ولسوالۍ د شورا لپاره نوماند د پارلماني چوکۍ لپاره نوماند معرفي شوی دی.

فضل الحق نیاز خدرخېل چې کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ شورا ته يې ځان نوماند کړی، هغه وخت له حیرانۍ سره مخ شو، چې خپل نوم يې د ولسي جرګې د نوماندانو په لیست کې ولید.

هغه چې ټاکنیزه نښه يې پګړۍ په برخه شوې ده، ټاکنو کیمسیون په اشتبا کې بللی او پخپله فیسبوک پاڼه يې دغه سپیناوی کړی دی.NiazKhadarkhil

ښاغلي خدرخېل لیکلي: «کمیسیون اشتباه شوی دی، زه د ولسي جرګې نوماند نه یم، ما خپل اسناد د بګرامیو ولسوالۍ د شورا لپاره ثبت کړي و، هیله ده چې کمیسیون خپله دا تېروتنه رفعه کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د ولسوالیو د شوراګانو او پارلمان لپاره د نوماندۍ شرایط ډېر توپیر سره لري، پر دې سربېره د ولسوالۍ شورا نوماند د تضمین په ډول یوازې ۱۰ زره افغانۍ تحویلوي، د شنونکو په باور د ټاکنو کمیسیون له دا ډول ارزوني ښکاري چې دقت پکې نه دی شوی.

تېره ورځ د ټاکنو کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د هغو کسانو په اړه چې له لومړي لیسته غورځول شوي، وویل، چې دوی له ډېر «دقت» نه کار اخیستی دی او اسناد يې په ځيرکۍ ارزولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x