افغانستان

ننګرهار: ډاکټر غني درې کاله وړاندې روغتیایي کمپلکس دویم ځل افتتاح کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت په مرکز کې یو روغتيايي مرکز دویم ځل افتتاح کړ.

ډاکټر غني هغه روغتيايي مرکز چې دا ځل يې زربستریز معرفي کړ، افتتاح کړ چې درې کاله وړاندې يې د عامې روغتيا وزیر فیروزالدین فیروز د بنسټ ډبره اېښې وه.

په دې افتتاح کې چې پخپله داکټر فیروزالدین فیروز هم شامل و، هغه پخپله هم د دویم ځل لپاره په ګلونو کې نغښتې خښته پر ځمکه کېښوده.

د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکو له دوی مننه وکړه او دا يې په ختیځ زون کې لوی ګام یاد کړ.

د ننګرهار د عامې روغتيا رییس ډاکټر نجیب الله کمال وویل چې دا روغتون به په څلورو برخو کې د زرو بسترو وړتیا ولري، خو ويې نه ویل چې له تېرو دریو کلونو راهیسې پرې ولې کار نه دی شوی.

دغه روغتون د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ کې هم په دوه سوه جریبه ځمکه کې هغه مهال د عامې روغتیا د وزیر له لوري افتتاح شو، چې ټول لګښت يې یوولس اعشاریه پنځه میلیونه ډالره یاد شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x