افغانستان

ننګرهار: چاودنې ۱۵ تنه وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ډاکټر غني د سفر پر مهال چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند انعام الله میاخېل وايي په پېښه کې وژل شوي، اته تنه اهل هنود، دوه نور هېوادوال او پنځه تنه له پېژندنې وتلي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان جنرال غلام سنايي ستانکزي رسنیو ته ویلي، چې پېښه موټربم چاودنې رامنځته کړې ده.

هغه وايي قرباني کسان له ډاکټر غني سره د لیدلو لپاره را ټول شوي و، چې د پېښې ښکار شول.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x