fbpx

د سولې مرغان / الياس فاتح

وطنه غېږ ته دې دسولې مرغان کله راځي
د ازادۍ د مسافرو کاروان کله راځي

دجنګ سکروټو مو د امن ګلان سره لمبه کړل
خدايه د سولې د رحمت سپين باران کله راځي

دظلم شپه څومره اوږده شوه په مظلوم امت
چې اذانګه دنيا و، منبر د اذان کله راځي

په لوی وحشت د انساني وينو ويالې بهوي
په زبيښاکګرو د قهرنو توپان کله راځي

چې طالب څڼې اچوي دازادۍ اتڼ کې
هغه صحنه به دخوښۍ پر افغان کله راځي

دفراق غم د پلار يعقوب نظر اوبه اوبه کړ
طالب يوسف به دکيوبا له کنعان کله راځي

نور د ملوک دنصيب وچاودې دپښو تڼاکې
بدرۍ په زلفو کې ترې وړی ارمان کله راځي

مايې دمينې انځور وليد دزړګي پر ښېښه
خو د اقرار توری په خوله د جانان کله راځي

چې نړۍ خلاصه کړي له شر د صليبي ښاماره
ربه! دنيا ته ايوبي مومن خان کله راځي

داستقلال لمر دې ډوب شوی دعرب او دترک
دافغاني خلافت نور په جهان کله راځي

چې له حجرو يې درزيدلې دشاهانو سينې
ها دتقوا په زغرو پټ ملايان کله راځي

دځنکدن وروستۍ شېبې رالنډوي روان دی
فاتح ته ګران ترخپله ځانه ياران کله راځي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د