وکیلان: جګړه بهرنیانو پیل کړې، همدوی به یې پای ته رسوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو د هیواد اوسنۍ جګړه د بهرنیانو بللي او وایي چې حکومت دې نور د پردیو په جګړه کې افغانان نه قرباني کوي.

هغوی په حکومت غږ کړی چې د جګړې د پای ته رسولو جدي هڅي دي وکړي.

د ولسي جرګي غړو نن د غونډي په امتیازي ساعت کې د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان د جګړې اصلي ښکېل لوری بهرنیان دي، چې قرباني یې ملکي افغانان ورکوي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي عبدالستار درزابي وویل، دلته روانه جګړه بهرنیانو پیل کړې ده او بهرنیان به یې پای ته رسوي. نوموړي پر ګډ حکومت غږ وکړ، چې د پردۍ روانې کړې جګړې د پای ته رسولو لپاره دې جدي اقدامات وکړي او نور دې د افغانانو وینه د پردیو د ګټو لپاره نه تویوي.

بل خوا مشرانو جرګې هم د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ژوره اندیښنه ښودلي او هیواد یې له سخت بحران سره مخ بللی.

د مشرانو جرګې غړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو د زیاتېدو، د پوستو د سقوط ، د سرتېرو د تلفاتو او په کابل کې د عزیزالله کاروان په نوم د ځانګړو ځواکونو د یو قوماندان وژل کېدل د اندېښې وړ بولي او وايي چې امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو د بحران په خوا روان دی.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار پرون د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت باید د ولسوالیو د سقوط او د افغان سرتېرو د تلفاتو د مخنیوي ترڅنګ د عزیزالله کاروان د وژني په اړه جدي پلټني وکړي. نوموړي د عزیزالله کاروان وژل کېدل زړه بوږنوونکې پېښه وبلله او زیاته یې کړه چې په یوشمېر ولایتونو کې امنیتي پوستې په پرله پسې ډول سقوط کوي او سرتېرو ته په کې زیات تلفات اوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د