افغانستان

محمد محقق، ډاکټر غني له هزاره قوم سره د «ناسم چلند» له امله ګواښلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق، ډاکټر غني له هزاره قوم سره د «ناسم چلند» له امله ګواښلی.

محمد محقق چې دوه ورځې وړاندې يې هم په غزني کې د ټاکنو حوزوي کېدل رد کړي و، خو دا ځل يې ژبه تر پخوا تونده ښکاري او شخصاً يې محمد اشرف غني مخاطب دی.

محقق د مخابراتو د پخواني وزیري عبدالرزاق وحيدي د محاکمه کېدو اړوند ویلي، ډاکټر غني دا ګام له یو قوم سره د تعصب او کرکې پر اساس اخلي، په وینا يې د هغه د محاکمه کېدو هڅه ځکه کېږي چې یو هزاره دی.

محمد محقق ډاکټر غني ته لیکلي: تاسې د هزاره خلکو پر وړاندې له تېریو نه تېرېږئ، کله سیاسي ډګر کې کله په حقوقي ډګر کې برید پرې کوئ، پام دې وي، لکه څنګه چې تا چورت وهلی هغسې نه دی، نه هزاره مړ شوی نه يې غیرت!

محقق چې پخپله د هزاره قوم تر منځ د قوم پر سر پر معامله تورن دی، د قوم د استازیتوب د دعوې پر اساس وايي، که د هزاره قوم پر وړاندې د ډاکټر غني تګلاره همداسې دوام وکړي، نو نو پایلې به يې ورته سختې وي.

د ارګ د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي نن پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې د پخوانۍ کابینې یو وزیر به محاکمه شي.

محقق دوه ورځې وړاندې هم دولتي استخبارات پر هزاره قوم د بریدونو لپاره پر تیاري تورن کړي و، محقق په غزني کې پر مېشتو هزاره ګانو غږ کړی چې د هر ډول برید لپاره دې تیار اوسي.

د شنونکو په باور ګډ حکومت چې د قومونو تر منځ په تفرقه اچونه کې بې نمونې بللې کېږي، پخپلو تېرو څلورو کلونو کې وکولی شول چې د قومونو تر منځ ژور دروزنه را پیدا کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close