fbpx

استرالیا له پاکستانه د زمبابوې بدل واخیست او سخته ماتې یې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د استرالیا او پاکستان ترمنځ په شل اوریزې سیالۍ کې استرالیا لوبډلې پاکستان ته ټاکلی هدف په یوولسو اورونو کې پوره کړ.

په دې ملکي سیریز کې نن د پاکستان او استرالیا لوبډلې مخامخ شوې چې استرالیا لوبډلې له پاکستان د زمبابوې پرونی بدل واخیست، او د ۱۱۷ منډو هدف یې د یوې ویکټې په سوځېدلو په ۱۰.۵ اورونو کې د آرون فینچ په اسمان څکو شپږیزو پوره کړ.

لوبه کې پچه استرالیا لوبډلې وګټله خو پاکستان ته یې د توپوهونې بلنه ورکړه، چې پاکستان توپوهونکي د استرالیا توپ اچونکو پر وړاندې کمزورې ثابته شوه او په پېل کې يې ۴ ویکټې چټکې له لاسه ورکړې.

محمد حفیظ چې د پاکستان لوبډلې اوپنر توپوهونکی دی د تېرې لوبې په څېر یو ځل بیا ناکامه شو، او خپله ویکټه یې په صفر له لاسه ورکړه، چې په همدې ډول یې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې، خو په پای کې توپ اچونکو، فهیم اشرف، شاداب خان او اصف علي د هدف په ټاکلو کې مرسته وکړه.

د استرالیا لخوا سټانلیک په ۴ اورونو کې ۸ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، په همدې ډول انډري ټای هم ۳ ویکټې واخیستې، چې د پاکستان ټوله لوبډله د ۱۱۶ منډو په جوړولو وسوځېده.

په ځواب کې استرالیایي توپوهونکو پر پاکستاني توپ اچونکو سر تاو کړ، چې د آرون فینچ اسمان څکو شپږیزو ټاکلی هدف په چټکۍ په ۱۰.۵ اورونو کې د یوې ویکټې په سوځولو پوره کړ.

ددوی لخوا شورټ ۱۵، آرون فینچ د ۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۳۳ توپونو ۶۸ چټکې جوړې کړې، ټریویس هیډ ۲۰ منډې جوړې کړې.

د شل اوریزو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام لرونکې او تکړه توپ اچونکي لوبډله د استرالیايي توپوهونکو پر وړاندې کمزوري ثابت شول، عثمان خان په ۳ اورونو کې ۳۱، محمد نواز په ۲ اورونو کې ۲۲، حسن علي په ۲ اورونو کې ۱۸ (یوه ویکټه) او شاداب خان په ۳.۴ اورونو کې ۴۱ زیاتې منډې ورکړې.

یاده دې وي چې پاکستان لوبډله اوسمهال د شل اوریزو په نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي نمبر ده، چې تېره ورځ یې زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه، خو نن یې د درېیم مقام لرونکې لوبډلې پر وړاندې توپوهونکي او توپ اچونکي دواړوه ناکام شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د