ایرانی چارواکی: اسرائیل زموږ وریځې شنډوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ایران یوه لوړپوړې چارواکي غلام رضا جلالي ادعاء کړې چې په دې هیواد د راغلې وچکالۍ مسؤل اسرائیلي حکومت دی چې په ایران راتلونکې وریځې شنډوي او د ورښت خاصیت یې له منځه وړي.
غلام رضاء جلالي رسنیو ته ویلي( د اسرائیلو او یوه ګاونډي هیواد مشترک ټیم په ایران راتلونکې وريځې شنډوي دغه راز موږ د وريځو او واورې د غلا له پدیدې سره هم مخامخ یو)
نوموړي زیاته کړې چې د ایران اقلیمي ادارو په تیرو څلورو کلونو کې د وچکالۍ د عواملو په اړه ژوره مطالعه کړې او د افغانستان له ارتفاعاتو بیا تر مدیترانې سمندرګي پورې سیمه یي څارلې ده. خو د واورې په موسم کې د ګاونډیو سیمو ارتفاعات له واورو ډک وي مګر د ایران غرونه وچ او سپیره وي.
ایراني چارواکي دغه نادره ادعاء په داسې حال کې کړې چې دا هیواد د خپل تاریخ تر ټولو بدې وچکالۍ او د اوبو د کمښت له بحران سره مخامخ دی. د ایران په یو شمیر ښارونو کې د څښاک د اوبو کمي ولسي احتجاجونه راپارولي او خال خال مظاهرې لا هم دوام لري. د ایران د ملي شوری یو شمیر غړي او د چاپیریال ساتنې فعالین پرله پسې حکومت ته خبرداری ورکوي چې که د اوبو د کمښت ستونزې ته مناسب حل پیدا نه کړي نو دا ستونزه د دې هیواد او اولس د یومخیز سقوط سبب جوړیدای شي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني له دې وړاندې د اوبو د کمښت پړه په افغانستان اچولې وه چې ایران ته ورتلونکې اوبه یې تړلې دي. هغه ادعاء چې د افغان حکومت لخوا رد شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د