
فوټبال نړیوال جام: کروشیا او روسیه لوبډلې کوارټر فاینل ته ووتلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په دویم پړاو سیالیو کې د اسپانیا او روسیې، کروشیا او ډنمارک لوبډلې مخامخ شوې وې چې کروشیا او روسیې لوبډلې په زړه پورې لوبې وروسته کوارټر فاینل پړاو ته لار وموندله.
لومړۍ سیالۍ د اسپانیا او کروشیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لوبه مساوي پای ته ورسېده او د پینالتي شاټونو په وهلو روسیې تکړه لوبډلې اسپانیا ته ماتې ورکړه او کوراټر فاینل پړاو ته ووتله.
د لوبې په پېل کې اسپانیا لوبډلې لومړی ګول وواهه، چې وروسته په ۴۱مه دقیقه کې روسیې لوبډلې ځوابي ګول وواهه او سیالۍ یې مساوي کړه، چې تر پایه مساوي پای ته ورسېده، وروسته د ۳۰ دقیقو اضافي وخت کې هم کومه لوبډله په ګول وهلو ونه توانېدله، خو په پینالتي شاټونو کې روسیې ۴ او اسپانیا ۳ ګولونه ووهل، د روسیې ګول ساتونکي په زړه پورې دوه شاټونه ونیول.
په دویمه سیالۍ کې چې د کروشیا او ډنمارک ترمنځ ترسره شوه، هم یو-یو مساوي پای ته ورسېده، د لوبې په لومړۍ دقیقه کې ډنمارک او په ۴مه دقیقه کې کرشیا ځوابي ګول وواهه، چې تر پایه مساوي وغځيده، خو په پینالتي شاټونو کې کروشیا ۳ او ډنمارک دوه ګولونه ووهل.
له دې وړانې د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ سیالۍ کې فرانسې ارجنټاین ته په ۴-۳ ماتې ورکړې وه، او یورګوای پرتګال ته په ۲-۱ ماتې ورکړې وه، چې په کوارټر فاینل سیالیو کې به فرانسه او یورګوای، او کروشیا او روسیه مخامخ کیږي.
د ۱۶م راونډ پړاو په ننیو سیالیو کې به دوه لوبډلې مخامخ کیږي، چې په لومړۍ سیالۍ کې به برازیل او مکسیکو، په دویمه سیالۍ کې به بیلجیم او جاپان مخ کیږي.