fbpx

د افغانستان په ګډون عربي امارات د شپږو هېوادونو کورني لوبډلو ترمنځ سیالۍ پېل کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د عربي اماراتو کرېکټ بورډ پریکړه کړې چې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو کورنۍ لوبډلې به په اماراتو کې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي.

په دغو سیالیو کې به د عربي اماراتو، افغانستان، پاکستان، انګلستان، سویلي افریقا او استرالیا کورنۍ لوبډلې ګډون کوي، چې د عربي اماراتو کرېکټ بورډ چارواکو په وینا د اماراتو ملي لوبډلې پياوړتیا او ځانګړی تجارتي هدف لري.

له دې لوبډلو څخه لومړی د عربي اماراتو ملي لوبډله ده، او د نورو هېوادونو څخه به هغه لوبډلې چې په کورني لیګ کې لوبیږي ګډون کوي. د افغانستان لخوا د شپږیزې کورني لیګ لوبډلې څخه بوست ډیفنډرز، د پاکستان سوپر لیګ څخه لاهور قلندرز، د انګلستان ویټلیټي بلاسټ څخه یورکشایر وایکینګز، د استرالیا بیګ بیش لیګ څخه هوبارټ هوریکنز او د سویلي افریقا رام سلم څخه ټایټنز لوبډلې ګډون کوي.

دغه سیالۍ به درې ورځې دوام کوي، چې د اکتوبر میاشتې له څلورمې نیټې پېل او په شپږمه نېټه پای ته رسیږي، په دې کې به د شپږو لوبډلو ترمنځ اوه سیالۍ ترسره کیږي، چې ټولې سیالۍ به د عربي اماراتو ابو ظهبۍ شیخ زید لوبغالي کې ترسره کیږي.

یاده دې وي چې د افغانستان لخوا د شپږیزې کورني لیګ څخه د بوست ډیفنډرز لوبډله ګډون کوي، ددې لوبډلې مشري تکړه چټک توپ اچونکی شاپور ځدران کوي، چې د مجیب ځدراڼ او ګلبدین نائب په ګډون نور تکړه لوبغاړي هم لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د