fbpx
لیکوال: عبدالمالک همت

يون صاب ! اوس دي هم ليکنه ډېره لنډه ده ؟!

عبدالمالک همت

ښاغلی يون ! ما چي ويل ته به په دې دونه اوږده (څه کم اته مياشتني) سکوت او سا نيولو کي لږ تر لږه يو سل مخيزه ليکنه خو وکړې، اما اوس چي ګورم ستا ليکنه ايله چي تر ۱۵ مخه واوړي؟! که زما منې له پوهنتون څخه يو کال بې معاشه رخصت واخله او ښه په بې غمي او په آرامو اعصابو داسي يو څه وليکه چي بيا زه هيڅ دا خبره درياده لا نه کړای سم؟!

خير، په هر صورت ګران پوهاند يون ! هر چا چي درته ويلي دي چي ”همت“ عقده درسره لري، خطا ايستلي يې ياست. زه او ته خو ښه پوهېږو چي نه مو پوله او پنډل سره شريک دی او نه کومه د پلار، نيکه بدي سره لرو. ته د هیواد د ختيځ يې او زه د سهيل او په دې اوولس کاله کي يوازي درې واره سره مخامخ سوي يو.

او دا چي درته ويلي يې دی چي :”د دې ځوابي ليکنې له امله به يې شخصيت ډېر پيکه شي“.

دا يې په اصل کي تاته په يو ډول رمزي او طنزي توګه تانه درکړې ده. ځکه دا قاعده ده چي شخصيت د غله پیکه وي نه د مله !

او ګوره ګرانه ! که مي په ليکنه کي څه تر خوله تېري درته کړي وي، بخښنه در څخه غواړم. په دې اړه چي دي کوم شک کړی دی، بې بنسټه دی، هو، ويې منه چي بې بنسټه دی ! زه اطرافي سيده ساده سړی وګوره او د کوڅې او بازار ژبه کارول ؟ د کوڅې او بازار ژبه خو هغه څوک کاروي چي د کوڅو او بازار د رنډۍ خانو (د بازار حسن) کمچينياني تلوېزيون ته د رخصېدو(نڅا او ګډا) لپاره راولي. ښه، بله خبره درته کوم ، يو هندی کره کتونکی دی نوم يې اوس راڅخه هېر دی. ده چي به د کوم چا يا د هغه د ليکني په اړه څه وليکل، خو چي جواب به يې ورنه کړ، خورا به ورته په قار وو او دوې ، درې ليکني به يې نوري پسي وکړې او سړی به يې جواب ويلو ته اړ کړ. کله چي به يې د هغه جواب ولوست طبيعت به يې سم سو. نه پوهېږم چي په ما ولي د هغه عادت پوري سوی دی. باور وکړه چي دا ليکني مي په دې درپسي کولې چي تا جواب ويلو ته اړ کړم. کله چي مي ستا دغه جوابي ليکنه زما د ليکنو تر خپرېدو اته مياشتي وروسته يو څه ولوسته هغه ستاسو په اصطلاح د زړه بړاس مي يو څه وخوت. دا دی وعده درکوم چي ليکنه دي کرار کرار ګورم، هم به لوی څښتن ته ستا پر جواب ويلو شکرکاږم او هم به دي د هري خبري داسي کلک غاښ ماتوونکی جواب درکوم چي زړه دي غواړی، البته که دي جواب په جواب ارزېدی.

ښه د اوس لپاره ستاسو د دې ناسمي خبري جواب درکوم:

ښاغلی يون ! تاسو ليکلي دي :” ما چې نږدې دوه لسيزې د ادبپوهنې مضمون (د ادبپوهنې بنسټونه) تدريس کړی او ادبي کره کتنه هم د ادبپوهنې يوه اساسي څانګه ګڼل کېږي “. او بل ځای دي ليکلي دي:” په دې حالت کې که بيا هم دی نا راضه و، نو بيا يې بايد ليکلي وای: ((علمي غلا)) چې خبره خو يې يو څه علمي منطق ته برابره شوې وای “.

ښاغلی يون ! تاسي علمي غلا نه ده کړې ، بلکي ادبي غلا مو کړې ده. څنګه چي زما د کتاب موضوع کره کتنه ده، تا له هغه څخه د څو اقتباسونو حواله ورکړې ده او نور دي نو هسي واښکی ورته غوړولی دی، او مخونه مخونه دي بې له حوالي ځني را اخيستي دي. چي دا د کره کتني غلا باله سي نه علمي غلا ، او کره کتنه په مطلقه توګه علم نه بلل کېږي او نه په منحصره توګه علمي جنبه لري، بلكي كېداى سي هغه يو هنر يا يو داسي صناعت وبولو چي پر علمي كړندودونو او طريقو متكي دى. په دې اړه ستاسو پام زما د ”ادب او ادبي کره کتني“ د کتاب د ” كره كتنه علم دى كه فن؟ “ تر سر ليک لاندي دې ټکو ته را اړوم:

”موږ د دې كتاب په ( ۵۱۱ ) مخ كي لولو چي شمس الرحمان فاروقي كره كتنه د ادبي ذوق ضمني يېبره نه، بلکي يو غوره علم يې بولي چي ښايي د ساينس غوندي پرېکړونى او د قاطعيت درلودونکى وي. خو د دې كتاب په ( ۲۴۰ ) مخ كي مو بيا د آل احمد سرور دا خبره ليكلې ده چي: «ادبي کره کتنه هنردى، نه ساينس، خو له ساينسي لارو چارو څخه مرسته اخلي». اما د دې كتاب له (۹۰) مخ څخه معلوميږي چي د كادن د تعريف له مخي: «ادبي كره كتنه هغه هنر يا علم دى چي د ادبي آثارو پرتلني، سپړني او څېړني، شنني، تفسير او ځيرني ته ځانګړى سوى دى».

هو، د دې مسألې په هكله د كره كتونكو تر منځ دغونه ستر اخلاف سته او د ادب په ډېرو كتابونو كي دغه درې سره خبري موندل كيږي.

كومو ادبپوهانو چي كره كتنه علم بللى دى د هغو د دلايلو لنډيز دادى چي كره كتنه د ټاكلو معيارونو او موازينو په ذريعه د تخليقي آثارو ښېګڼي او نيمګړتياوي څرګندوي، خو پردغو ادبپوهانو بيا نورو ډېر اعتراضونه كړي دي، مثلاً وايي چي د رياضياتو يا فيزيك غوندي علومو په خلاف چي په هغو كي د احساساتو د دخالت وركولو امكان نسته، ادبي كره كتنه په ډېره آساني د ذوق او سليقې سره ګډيږي. له دې امله ډېر ادبپوهان دې پايلي ته رسېدلي دي چي ووايي ادبي كره كتني د علم او هنر تر منځ يو ډول منځنى موقف غوره كړى دى، يعني د علم او هنر تر منځ يو شى دى، يا ګردسره يو منظم هنر دى. وګورئ د احمد الشايب د اصول النقد الادبي (۱۶۵) مخ. ډاكټر زرين كوب هم د خپل آشنايي بانقد ادبي په (۴۳ ــ ۴۵) مخونو كي پر دې ربړه باندي تر اوږدو خبرو وروسته وايي چي كره كتنه نه خپلواك علم دى او نه په منحصره توګه علمي جنبه لري، بلكي كېداى سي هغه يو هنر يا يو داسي صناعت وبولو چي پر علمي كړندودونو او طريقو متكي دى.(ادب او ادبي کره کتنه، ۱۴۸ او ۱۴۹ مخونه). تر بيا د الله په امان.

avatar
9 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هلال احمد
ایډیټر
هلال احمد

دا بحث ایله اوس مسیر ته برابر شو. راتلونکی بحث باید په دې دوام وکړي چې کره کتنه علم دی که ادب؟ په دې سره به شاید ښه علمي مطالب را میدان ته شي او لوستونکو ته به ګټه وکړي. له دې نه ماسیوا خپله درنه د بل سپکه زموږ په درد نه خوري ځکه ټیلویزوني مناظره چیانو تر پوزې رسولي یو.

شهاب
میلمه
شهاب

سلام علیکم قدرمن همت او یون صاحب! تاسو زمونږ له استادانو او مبارزینو شمیرل کیږئ. که ماته له تاسو نه یو انتخابول وی نو ممکن تآمل پکی وکړم, البته تاسو د علمي بحث پر ځاي د یو او بل په وړاندی ډیره عقدیې او عامیانه ژبه کارولي چي د دواړو د شخصیت وژني په بیه تمامیدای شی. مونږ ته ستاسو لیک دود او محتوا د درس شکل لري. مګر دومره په بې پروایې مو خپل بحث کړی چې په ځینو ځایو کې مو املایې خطاوی هم تکرار کړې لکه د یون صاحب اخض چې زما په نظر اخذ باید لیکل… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ښاغلی ورور شهاب صاحب سلام ته مو وعليکم السلام وايم، لوی څښتن مو روغ رمټ او خوښ لره . ستاسو له ښو څرګندونو او نيک نظر څخه يوه نړۍ مننه، سر لوړي اوسئ ، د يون صاحب تر «اخض » پوري لا نه يم رسېدلی. د ده په ليکنه کې څه نوري املايي تېروتني هم سته. که خدای کول پر هغو ټولو به بېل څه وليکم. پاته سوه «تانه» دا د عربي «طعنه» مفغنه بڼه ده چي سوچه معادل يې «پېغور» دی. خو د پښتنو په ويناوو او ليکنو کي په دغه د تانې په بڼه ډېره کارول کېږي. که… نور لوستل »

حکمت الله حیدری
میلمه
حکمت الله حیدری

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
همت صاحب زه په ایران کی اوسم
د قاری سید احمد رحمت الله علیه بیانونه می دیر اوریدلی دی په یو تقریر کی می د عبدالمالک همت نوم هم تری اوریدلئ دئ که تاسی دهغه شهید ورور یاست نو دشمنان مو خوار او زلیله سه کوم خلگ چی تاسی ته خفگان درکوی یا ازار درکوی په دنیاه او اخرت کی می د لوی رب جل جلاله سه شرمیدلی غوشتی دی والسلام

بیان
میلمه
بیان

د اصل موضع په اړه چه چا غلا او یا چا تهمت کړی وختی ده د دوی له لیکنو به معلوم شی چه څوک ملامت او څوک سلامت دی . مګر د لید لورو له مخی یون صاحب د همت صاحب سره د زمکی او اسمان توپیر لری یون د جال او همت د الله ج په بندګی کی ځان شمیری . یون ته دجال د جنت یوه څنډه ( د ژوندون تلویزون ) او همت صاحب ته د الله ج رشتونی جنتونه په انتظار دی سره د دی چه همت صاحب کله د نزدی مسلمانو ورونو سره هم پوره… نور لوستل »

حامد
میلمه
حامد

همت صاحب ! نور بس دی، له دې بېځایه او بې فایدې مناظرو څخه لاس واخلئ، دا ډول مناظرې او د یو بل توهینوونکي لیکني هیڅکله ودې ځورېدلي او کړېدلي ولس ته کوم پرمختګ نه راوړي.
نو ددې پر ځاي چي خپل او د لوستونکو وخت بېځایه تېر کړئ، پرځاي یې نوري د ټولني د سمون لپاره اړیني وي وکړئ.
او د نن ټکي آسیا څخه مو هیله داده چي دا ډول لیکني نوري خپرې نه کړې ځکه چی ددوی اعتبار ته لوی زیان اړوي.
مننه

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ښه دی حامده وروره يون چي زما د کتاب يوه غوښنه برخه غلاکړې ده، د ده بلا دي واخلي. ښه يې وکړه هم په دې غلا د کره کتني د کتاب خاوند سو، هم يې علمي رتبه پرواخيسته، هم يې په پوهنتون کي د درسي کتاب په توګه تدريسوي. ماچي ويل ځيني کسان به پيدا سي چي زما هغه د لايل چي په همدې نن ټکي اسيا کي خپاره سوي دي په دقت سره ولولي او چي په خبره پوه سي نو به غله ته په غله ووايي او مله ته په مله. خو اوس د حق او باطل تميز… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د خُسرګنۍ په ژبه یو پیشنهاد او د پلرګنۍ په ژبه یو وړاندیز!( البته معکوس شکل ئې هم د منلو وړ دی): یو باسواد او لوستی شخص د څو بُعدونو یا اړخونو شخصیت درلوونکی دی. یو شخص کېدای شی د هنری او ادبی علمیت تر څنګ د یو مسلکی او یا سیاسی فعالیت درلوونکی هم وی خو د ادب او شعر خوښوونکی او علاقه مندان او مینه وال فقط د هغه شخص د ادبی استعداد او پوهی د دُکان خریدار او مشتری وی او مثلاً د سیاسی تفکر سره ئې سازش ونلری. همت صاحب او یون صاحب د سیاسی او… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

ښاغلی غلام حضرت صاحب
همدا کلي شخصیت دی چې پر جزیی نورو برخو باندې سیوری غړوي.

مثلا

د غني خان او رحمن بابا رح په اشعارو کې د هغوی د کلي شخصیتونو مالګه له ورایه جوته ده.

د یون صاحب تلویزیون او پکې خپریدونکي ډمییزې پښتو سندرې دده د کلي شخصیت نمایندګي کوي.

د افغان بنسټ اړوند تعلیمي ادارو او خپرونو تر شا د همت صاحب او ضعیف صاحب په شان کلي شخصیتونه رول لري.

او په اخر کې که اجازت وي ستاسو ځنې تبصرې هم ستاسو پر احتمالي مفرط داعشی یا منحرف رافضي شخصیت باندې دلالت کوي.

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

ګران غوربندی صاحب! نه پوهیږم چه د نن ټکی آسیا د ګرانو تبصره کوونکو له جملې څخه می ولی تاسی ته هیڅ خښم نه راځی که څه هم تاسی زما په هکله خښموونکی دریځ لری ، شاید لامل ئې داوی چه زه یو ډېر صمیمی دوست لرم کوم چه ستاسی همنوم دی. خبره داده چه : یو شاګرد د انګلیسی ژبی استاد ته ګونډه وهی څو یو څه ترې زده کی، دلته فقط د هغه استاد د انګلیسی ژبی د پوهنی څخه ګټه اخلی نور پدې پسی نه ګرځی چه دا استاد څه ډول افکار لری بناً د همت صاحب… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

محترم غلام حضرت صاحب ستاسو له حوصله مندۍ او په زړه پورې وضاحت او معرفۍ څخه یوه دنیا مننه کوم. ستاسو وطندوستي او سرشاره خپلواک افغاني طبیعت او د افادې مثبت اسلوب زه له لومړي سره تسلیموم د ستاینې وړ یې بولم. ما تاسو ته مخکې هم لیکلي وو چې تاسو زما سره د مجرمو کمونستانو په هکله ورته او مشترک نه په خولا کیدونکی موقف لری، دا لوی غنیمت دی. زمونږ اکثریت لوستي بینا دي خو مسایل او شیان یوازې سپین یا تور ویني، مثلا که له طالب سره د یوه رامنځ ته شوي موقف په سبب مخالف شوی… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ګران او محترم ورور غلام حضرت صاحب! السلام عليکم ورحمة الله ! ستاسو او غوربندي صاحب ليکني مي ولوستلې، خير دی خبري کوئ، خو خواوي مه سره بدوئ، ځکه ستاسو دواړو ترمنځ هيڅ مشکل نسته. زما په هکله چي مو ليکلي: (ښاغلی همت صاحب که څه هم زموږ د ابائي کلتور او فرهنګ او دین د سنګر اوسېدونکی دی او ښه علمیت هم لری خو د بده مرغه د خپلی مشخصی عقیدې په اساس ئې هیڅکله د طالب ظالمانه اعمال او حتی د طالب مرموزانه موجودیت تر پوښتنی لاندی ندی راوستی او اکثراً د طالب ملاتړی دی. ….او بل(همت) د… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

ډېر دروند او ګران مشر همت صاحب! اسلام علیکم. زه نه پوهېږم چه آیا د نورو په وړاندی خوږ یم او که تریخ او که ترِیو او که تُرش او که خنثی خو دا انتظار می نه درلود چه ستاسی عکس العمل به زما د څرګندونو په وړاندی دومره نرم او خالصانه او صادقانه او دوستانه او مهربانانه وی چه البته دا امر ستاسی د تواضع ښکارندوی دی چه تواضع د پېغمبرانو خاصه ده. زما خوږوالی او تریخوالی فقط او فقط د خدای او خلګو او خاوری ( البته خاوره راته په دوهم ګام کی د مځکی د سیارې مفهوم… نور لوستل »