يون صاب ! اوس دي هم ليکنه ډېره لنډه ده ؟!

لیکوال: عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

ښاغلی يون ! ما چي ويل ته به په دې دونه اوږده (څه کم اته مياشتني) سکوت او سا نيولو کي لږ تر لږه يو سل مخيزه ليکنه خو وکړې، اما اوس چي ګورم ستا ليکنه ايله چي تر ۱۵ مخه واوړي؟! که زما منې له پوهنتون څخه يو کال بې معاشه رخصت واخله او ښه په بې غمي او په آرامو اعصابو داسي يو څه وليکه چي بيا زه هيڅ دا خبره درياده لا نه کړای سم؟!

خير، په هر صورت ګران پوهاند يون ! هر چا چي درته ويلي دي چي ”همت“ عقده درسره لري، خطا ايستلي يې ياست. زه او ته خو ښه پوهېږو چي نه مو پوله او پنډل سره شريک دی او نه کومه د پلار، نيکه بدي سره لرو. ته د هیواد د ختيځ يې او زه د سهيل او په دې اوولس کاله کي يوازي درې واره سره مخامخ سوي يو.

او دا چي درته ويلي يې دی چي :”د دې ځوابي ليکنې له امله به يې شخصيت ډېر پيکه شي“.

دا يې په اصل کي تاته په يو ډول رمزي او طنزي توګه تانه درکړې ده. ځکه دا قاعده ده چي شخصيت د غله پیکه وي نه د مله !

او ګوره ګرانه ! که مي په ليکنه کي څه تر خوله تېري درته کړي وي، بخښنه در څخه غواړم. په دې اړه چي دي کوم شک کړی دی، بې بنسټه دی، هو، ويې منه چي بې بنسټه دی ! زه اطرافي سيده ساده سړی وګوره او د کوڅې او بازار ژبه کارول ؟ د کوڅې او بازار ژبه خو هغه څوک کاروي چي د کوڅو او بازار د رنډۍ خانو (د بازار حسن) کمچينياني تلوېزيون ته د رخصېدو(نڅا او ګډا) لپاره راولي. ښه، بله خبره درته کوم ، يو هندی کره کتونکی دی نوم يې اوس راڅخه هېر دی. ده چي به د کوم چا يا د هغه د ليکني په اړه څه وليکل، خو چي جواب به يې ورنه کړ، خورا به ورته په قار وو او دوې ، درې ليکني به يې نوري پسي وکړې او سړی به يې جواب ويلو ته اړ کړ. کله چي به يې د هغه جواب ولوست طبيعت به يې سم سو. نه پوهېږم چي په ما ولي د هغه عادت پوري سوی دی. باور وکړه چي دا ليکني مي په دې درپسي کولې چي تا جواب ويلو ته اړ کړم. کله چي مي ستا دغه جوابي ليکنه زما د ليکنو تر خپرېدو اته مياشتي وروسته يو څه ولوسته هغه ستاسو په اصطلاح د زړه بړاس مي يو څه وخوت. دا دی وعده درکوم چي ليکنه دي کرار کرار ګورم، هم به لوی څښتن ته ستا پر جواب ويلو شکرکاږم او هم به دي د هري خبري داسي کلک غاښ ماتوونکی جواب درکوم چي زړه دي غواړی، البته که دي جواب په جواب ارزېدی.

ښه د اوس لپاره ستاسو د دې ناسمي خبري جواب درکوم:

ښاغلی يون ! تاسو ليکلي دي :” ما چې نږدې دوه لسيزې د ادبپوهنې مضمون (د ادبپوهنې بنسټونه) تدريس کړی او ادبي کره کتنه هم د ادبپوهنې يوه اساسي څانګه ګڼل کېږي “. او بل ځای دي ليکلي دي:” په دې حالت کې که بيا هم دی نا راضه و، نو بيا يې بايد ليکلي وای: ((علمي غلا)) چې خبره خو يې يو څه علمي منطق ته برابره شوې وای “.

ښاغلی يون ! تاسي علمي غلا نه ده کړې ، بلکي ادبي غلا مو کړې ده. څنګه چي زما د کتاب موضوع کره کتنه ده، تا له هغه څخه د څو اقتباسونو حواله ورکړې ده او نور دي نو هسي واښکی ورته غوړولی دی، او مخونه مخونه دي بې له حوالي ځني را اخيستي دي. چي دا د کره کتني غلا باله سي نه علمي غلا ، او کره کتنه په مطلقه توګه علم نه بلل کېږي او نه په منحصره توګه علمي جنبه لري، بلكي كېداى سي هغه يو هنر يا يو داسي صناعت وبولو چي پر علمي كړندودونو او طريقو متكي دى. په دې اړه ستاسو پام زما د ”ادب او ادبي کره کتني“ د کتاب د ” كره كتنه علم دى كه فن؟ “ تر سر ليک لاندي دې ټکو ته را اړوم:

”موږ د دې كتاب په ( ۵۱۱ ) مخ كي لولو چي شمس الرحمان فاروقي كره كتنه د ادبي ذوق ضمني يېبره نه، بلکي يو غوره علم يې بولي چي ښايي د ساينس غوندي پرېکړونى او د قاطعيت درلودونکى وي. خو د دې كتاب په ( ۲۴۰ ) مخ كي مو بيا د آل احمد سرور دا خبره ليكلې ده چي: «ادبي کره کتنه هنردى، نه ساينس، خو له ساينسي لارو چارو څخه مرسته اخلي». اما د دې كتاب له (۹۰) مخ څخه معلوميږي چي د كادن د تعريف له مخي: «ادبي كره كتنه هغه هنر يا علم دى چي د ادبي آثارو پرتلني، سپړني او څېړني، شنني، تفسير او ځيرني ته ځانګړى سوى دى».

هو، د دې مسألې په هكله د كره كتونكو تر منځ دغونه ستر اخلاف سته او د ادب په ډېرو كتابونو كي دغه درې سره خبري موندل كيږي.

كومو ادبپوهانو چي كره كتنه علم بللى دى د هغو د دلايلو لنډيز دادى چي كره كتنه د ټاكلو معيارونو او موازينو په ذريعه د تخليقي آثارو ښېګڼي او نيمګړتياوي څرګندوي، خو پردغو ادبپوهانو بيا نورو ډېر اعتراضونه كړي دي، مثلاً وايي چي د رياضياتو يا فيزيك غوندي علومو په خلاف چي په هغو كي د احساساتو د دخالت وركولو امكان نسته، ادبي كره كتنه په ډېره آساني د ذوق او سليقې سره ګډيږي. له دې امله ډېر ادبپوهان دې پايلي ته رسېدلي دي چي ووايي ادبي كره كتني د علم او هنر تر منځ يو ډول منځنى موقف غوره كړى دى، يعني د علم او هنر تر منځ يو شى دى، يا ګردسره يو منظم هنر دى. وګورئ د احمد الشايب د اصول النقد الادبي (۱۶۵) مخ. ډاكټر زرين كوب هم د خپل آشنايي بانقد ادبي په (۴۳ ــ ۴۵) مخونو كي پر دې ربړه باندي تر اوږدو خبرو وروسته وايي چي كره كتنه نه خپلواك علم دى او نه په منحصره توګه علمي جنبه لري، بلكي كېداى سي هغه يو هنر يا يو داسي صناعت وبولو چي پر علمي كړندودونو او طريقو متكي دى.(ادب او ادبي کره کتنه، ۱۴۸ او ۱۴۹ مخونه). تر بيا د الله په امان.

تبصرې (13)

  • دا بحث ایله اوس مسیر ته برابر شو. راتلونکی بحث باید په دې دوام وکړي چې کره کتنه علم دی که ادب؟ په دې سره به شاید ښه علمي مطالب را میدان ته شي او لوستونکو ته به ګټه وکړي. له دې نه ماسیوا خپله درنه د بل سپکه زموږ په درد نه خوري ځکه ټیلویزوني مناظره چیانو تر پوزې رسولي یو.

  • سلام علیکم قدرمن همت او یون صاحب!
    تاسو زمونږ له استادانو او مبارزینو شمیرل کیږئ. که ماته له تاسو نه یو انتخابول وی نو ممکن تآمل پکی وکړم, البته تاسو د علمي بحث پر ځاي د یو او بل په وړاندی ډیره عقدیې او عامیانه ژبه کارولي چي د دواړو د شخصیت وژني په بیه تمامیدای شی.
    مونږ ته ستاسو لیک دود او محتوا د درس شکل لري. مګر دومره په بې پروایې مو خپل بحث کړی چې په ځینو ځایو کې مو املایې خطاوی هم تکرار کړې لکه د یون صاحب اخض چې زما په نظر اخذ باید لیکل شوی وای او د همت صاحب تانه چې طعنه او یاهم پښتو مترادف لغت ورته لیکل شوای وئ, د ټایپ سپیسونه او فنکچویشنې خو پریږده.

    هغه سټنډرډ معیار هم پکی نه ښکارې چې ( خیرالکلام ما قل و دل ولم یطل فیمل)

    د انګریزانو خبره پلیز سټاپ اټ

    په احترام
    ستاسو شاګرد شهاب له ورجینیا څخه

    • ښاغلی ورور شهاب صاحب سلام ته مو وعليکم السلام وايم، لوی څښتن مو روغ رمټ او خوښ لره . ستاسو له ښو څرګندونو او نيک نظر څخه يوه نړۍ مننه، سر لوړي اوسئ ، د يون صاحب تر «اخض » پوري لا نه يم رسېدلی. د ده په ليکنه کې څه نوري املايي تېروتني هم سته. که خدای کول پر هغو ټولو به بېل څه وليکم. پاته سوه «تانه» دا د عربي «طعنه» مفغنه بڼه ده چي سوچه معادل يې «پېغور» دی. خو د پښتنو په ويناوو او ليکنو کي په دغه د تانې په بڼه ډېره کارول کېږي. که تاسو دانش فارسي پښتو قاموس وکوزئ هلته يې د طعنه ژباړه په تانه او پېغور کړې ده. دغسي مفغنات په پښتو کي ډېر دي، په نورو ژبو کي هم سته،چي دا بېل بحث دی. مننه ګرانه.

      • السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
        همت صاحب زه په ایران کی اوسم
        د قاری سید احمد رحمت الله علیه بیانونه می دیر اوریدلی دی په یو تقریر کی می د عبدالمالک همت نوم هم تری اوریدلئ دئ که تاسی دهغه شهید ورور یاست نو دشمنان مو خوار او زلیله سه کوم خلگ چی تاسی ته خفگان درکوی یا ازار درکوی په دنیاه او اخرت کی می د لوی رب جل جلاله سه شرمیدلی غوشتی دی والسلام

  • د اصل موضع په اړه چه چا غلا او یا چا تهمت کړی وختی ده د دوی له لیکنو به معلوم شی چه څوک ملامت او څوک سلامت دی .
    مګر د لید لورو له مخی یون صاحب د همت صاحب سره د زمکی او اسمان توپیر لری یون د جال او همت د الله ج په بندګی کی ځان شمیری . یون ته دجال د جنت یوه څنډه ( د ژوندون تلویزون ) او همت صاحب ته د الله ج رشتونی جنتونه په انتظار دی سره د دی چه همت صاحب کله د نزدی مسلمانو ورونو سره هم پوره حوصله نه لری سمدلاسه یی توهین کوی مګر د یون په شان مرتدینو سره څومره ښه حوصله لری مننه

  • همت صاحب ! نور بس دی، له دې بېځایه او بې فایدې مناظرو څخه لاس واخلئ، دا ډول مناظرې او د یو بل توهینوونکي لیکني هیڅکله ودې ځورېدلي او کړېدلي ولس ته کوم پرمختګ نه راوړي.
    نو ددې پر ځاي چي خپل او د لوستونکو وخت بېځایه تېر کړئ، پرځاي یې نوري د ټولني د سمون لپاره اړیني وي وکړئ.
    او د نن ټکي آسیا څخه مو هیله داده چي دا ډول لیکني نوري خپرې نه کړې ځکه چی ددوی اعتبار ته لوی زیان اړوي.
    مننه

  • ښه دی حامده وروره يون چي زما د کتاب يوه غوښنه برخه غلاکړې ده، د ده بلا دي واخلي. ښه يې وکړه هم په دې غلا د کره کتني د کتاب خاوند سو، هم يې علمي رتبه پرواخيسته، هم يې په پوهنتون کي د درسي کتاب په توګه تدريسوي. ماچي ويل ځيني کسان به پيدا سي چي زما هغه د لايل چي په همدې نن ټکي اسيا کي خپاره سوي دي په دقت سره ولولي او چي په خبره پوه سي نو به غله ته په غله ووايي او مله ته په مله. خو اوس د حق او باطل تميز او غله ته په غله ويل څه ستونزمن ښکاري. رښتيا هم د ځينو دوستانو له څرګندونو څخه معلومېږي چي زما او د يون (د سارق او مسروق منه) څه توپير نه کېږي او ان ماته ګوته نيول کېږي. نو دادی پرېږدم يې. خو د دې ساحې غله به هم خورا زيات زړه ور سي. بس توکل پر خدای دی، ما خپل ږغ پورته کړ داچي څومره واورېدل سو پر دې به قضاوت وروسته نور خلک وکړي. يا هو !
    مګر يون دي هم دا واوري چي په دې ګل ګل ميري کي دي دغومره بس دي. خدای مهربانه دی يو وخت به دي د اسلامي نظام په سيوري کي شرعي محاکمې ته هم ورکش کړم. لوی څښتن ته د دې ټينګ اميد سته. والسلام
    له هغو دوستانو څخه چي د سم قضاوت جوګه سوي دي، په تېره د نن ټکي آسيا له زيارکښو کارکوونکو څخه د دوی د حوصله مندۍ او زيار له امله ډېره مننه والسلام .
    لږ دا هم ولولئ:
    السرقة الأدبية نوعاً من أنواع الجنايات التي لا تقل أهمية عن سرقة الأموال، فالأول يسرق الأفكار والثاني يسرق الأرزاق. فنجد في المجتمعات الغربية أنّ السرقة الأدبية تعتبر سرقة ,سواء أكانت للفكرة أو للنص. وتعتبر جريمة يعاقب عليها القانون.( http://www.djazairess.com).
    ژباړه: ادبي غلا د هغو جنايتونو يو ډول دی چي اهميت يې د شتو له غلا څخه کم نه دی، لومړی غل افکار غلاکوي، دوهم غل شته اوارزاق، ځکه نو په لوېديزو ټولنو کي ادبي غلا هوبهو غلا بلل کيږي، د فکر غلاوي که د ليکلو عبارتونو غلاوي او داسي جرم باله سي چي قانون يې ترسره کوونکی تر تعقيب لاندي نيسي.

  • د خُسرګنۍ په ژبه یو پیشنهاد او د پلرګنۍ په ژبه یو وړاندیز!( البته معکوس شکل ئې هم د منلو وړ دی):
    یو باسواد او لوستی شخص د څو بُعدونو یا اړخونو شخصیت درلوونکی دی.
    یو شخص کېدای شی د هنری او ادبی علمیت تر څنګ د یو مسلکی او یا سیاسی فعالیت درلوونکی هم وی خو د ادب او شعر خوښوونکی او علاقه مندان او مینه وال فقط د هغه شخص د ادبی استعداد او پوهی د دُکان خریدار او مشتری وی او مثلاً د سیاسی تفکر سره ئې سازش ونلری.
    همت صاحب او یون صاحب د سیاسی او مذهبی او ملی جهان بینۍ له نظره شاید ډېر توپیر سره ولری خو د ادبی نړۍ په بازار کی دواړه د تکړه استعداد درلوونکی دی او مینه وال کولای شی د دواړو ښاغلو د پوهی څخه ګټه واخلی.
    داچه دوه دوکانداران د یوې وړوکی یا جدّی مسئلې پخاطر یو د بل سره اختلاف لری دا به د مینه والو او فرهنګی توکو د خریدارانو پر سلیقې او انتخاب بده اغېزه ونلری. دوکانداران پېژنو چه څه ډول خلګ دی، دوې بنی به سره ګرانی وی خو دوه دوکانداران به نه وی سره ګران حتی که یو بل سره اخښیان هم وی.
    په هر حال، دا دواړه ښاغلی فقط په ادبی سیمه کی د پاملرنی او ګټی اخیستنی وړ دی او که موضوع او بحث د شخصیت او جهان بینی نورو اړخونو ته وغځېږی نو به خبره پېچلې غوندی شی او غالمغال او کړپ او کړوپ به نور هم غوږ ځوروونکی شی بناً هیله ده چه هم ګران تبصره کوونکی او هم خپله دوی دوه ښاغلی د مسئلې د خړتیا د پراختیا مخه ونیسی او نور بحث ته دوام ورنکړی.
    باید ووایم چه د یو کس د هنری یا علمی شخصیت تائید به په هیڅ توګه ددې معنی ونلری چه د هغه کس کُلّی شخصیت د تائید وړ دی.

  • ښاغلی غلام حضرت صاحب
    همدا کلي شخصیت دی چې پر جزیی نورو برخو باندې سیوری غړوي.

    مثلا

    د غني خان او رحمن بابا رح په اشعارو کې د هغوی د کلي شخصیتونو مالګه له ورایه جوته ده.

    د یون صاحب تلویزیون او پکې خپریدونکي ډمییزې پښتو سندرې دده د کلي شخصیت نمایندګي کوي.

    د افغان بنسټ اړوند تعلیمي ادارو او خپرونو تر شا د همت صاحب او ضعیف صاحب په شان کلي شخصیتونه رول لري.

    او په اخر کې که اجازت وي ستاسو ځنې تبصرې هم ستاسو پر احتمالي مفرط داعشی یا منحرف رافضي شخصیت باندې دلالت کوي.

  • ګران غوربندی صاحب!
    نه پوهیږم چه د نن ټکی آسیا د ګرانو تبصره کوونکو له جملې څخه می ولی تاسی ته هیڅ خښم نه راځی که څه هم تاسی زما په هکله خښموونکی دریځ لری ، شاید لامل ئې داوی چه زه یو ډېر صمیمی دوست لرم کوم چه ستاسی همنوم دی.
    خبره داده چه :
    یو شاګرد د انګلیسی ژبی استاد ته ګونډه وهی څو یو څه ترې زده کی، دلته فقط د هغه استاد د انګلیسی ژبی د پوهنی څخه ګټه اخلی نور پدې پسی نه ګرځی چه دا استاد څه ډول افکار لری بناً د همت صاحب او یون صاحب دریځ او مؤقعیت کټ مټ همداسی دی یعنی د هغوی د فرهنګی چینی څخه فقط د ادب او فرهنګ تږی اوبه چیښی دا چه د هغوی نور سیاسی افکار او عقیدوی سنګر څه څرنګوالی او کیفیت لری یوه بېله مسئله ده چه شاید په عقیدوی سنګر کی دواړه ښاغلی ځانته طرفداران او مخالفین ولری چه البته زه د هغه بحث سیمی ته نه یم ور ننوتی او دا هم ښکاره خبره ده چه هیڅوک می د ننوتلو مخنیوی هم نکوی او نه کولای شی.
    که اجازه وی زه به یوه شېبه لږ غوندی سپین سترګی او جسارت وکم او د ددې دوو ښاغلو د افکارو پر بل اړخ به لږ غوندی رڼا واچوم:
    ما څو کاله مخکی په تصادفی توګه د کوم تلویزونی پروګرام په څپو کی اسمعیل یون ولید چه د کوم افراطی خلقی پښتون جنرال طاقت تر څنګ ناست او د پښتو او پښتون ډُول ئې درزاوه، دواړو ته می خوټی کلکی شوې نه پدې خاطر چه ولی ئې د پښتون دفاع کول بلکه پدې خاطر چه کله چه همدې پښتون! جنرال طاقت د شوروی د جنایتکار تک سرَه پوځ تر قوماندې لاندی د پښتون سیمی بمباردولې هغه وخت ئې ولی د مسلمانی او پښتون ولی غیرت په ګنډه کی پټ کړی و او د شرم او خجالت احساس ئې نه کاوه؟
    همدارنګه، ښاغلی همت صاحب که څه هم زموږ د ابائي کلتور او فرهنګ او دین د سنګر اوسېدونکی دی او ښه علمیت هم لری خو د بده مرغه د خپلی مشخصی عقیدې په اساس ئې هیڅکله د طالب ظالمانه اعمال او حتی د طالب مرموزانه موجودیت تر پوښتنی لاندی ندی راوستی او اکثراً د طالب ملاتړی دی. خُلاصه داچه هم یون صاحب او هم همت صاحب محترم خپل عقیدوی سنګر پر حق بولی، یو د پښتون او پښتونولی په مینه کی افراط کوی او بل د دین د مینی په نړۍ کی افراطی سنګر نیولی دی ، یوه د پښتو سره د مینی په اساس یو جنایتکار جنرال پښتون په څنګ کی د ځان سره کښېنولی دی او بل د دین سره د مینی په اساس د طالب د ظالمانه کړنو د غندنی د جرئت توان نلری دا چه د کوم محترم سنګر معقول او مقبول دی دا بېله خبره ده خو د پښتو ژبی د خدمت په ډګر کی دواړه د تائید وړ دی.
    امّا غوربندی صاحب!
    باور وکه چه د رافضی په دقیقه معنی نه پوهېږم خو دومره می اورېدلی دی چه شیعه ته د رافضی خطاب کیږی. که داسی وی نو دا به ناشونی وی چه یو کس په عین حال کی هم مفرط داعشی وی او هم رافضی.
    اصلاً بله خبره:
    زما مور او پلار د بامیان د جنوبی سیمی افراطی هزاره ګان او شیعه ګان دی.
    پلار می دوې پېړۍ مخکی د کندهار ښار ته مهاجر شو ، د ورځی تر لس نیمو بجو پوری ئې باغلی خرڅول او تر غرمې وروسته ئې د کاکا سید احمد په مکتب کی د چپراسی توب دنده تر سره کول، د ښوونکو او نورو چپراسیانو څخه ئې لږ غوندی لیک لوست هم زده کړ، زه هم همدې مکتب ته تلم، اته صنفه مکتب می په پنځلس کاله ووایه، د نکل کار دی، درب او دروب شروع سو، د ثور ستر! او بیخی نه ماتېدونکی انقلاب! رامنځته شو، پلار می ترفیع وکړه، سرمالیم شو، تر کمونسټی ترخې تجربې وروسته مجاهدین رامنځته شوه، پلار می د شیعه ګوندونو په ملاتړ د کندهار په ګمرک کی دنده تر لاسه کړه، د حلالی! او روا! او زحمت! له لیاری ئې ډېری روپۍ وګټلې، زه ئې هم د شیرینی په څانګه کی د مامور پتوګه استخدام کړم، ما هم د حلالی لیاری ډېری روپۍ تر لاسه کړې، د بولدک او شاوخوا سیمو ټول تجاران مو آشنایان شوه، واقعاً چه وطن پالونکی او مردم دوست او خدای ترسه! خلګ وه، زما څخه ټولی روپۍ د خرابات په لیاره کی ولګېدې خو پلار می په جیبو کی ګنډلې وی، کړپ مجاهدین ولاړه او طالب راغی، موږ خپله دنده له لاسه ورکړه، طالب چه خبر شو چه موږ په ګمرک کی ډېری روپۍ تر لاسه کړیدی نو ئې زما پلار ته وویل چه یا سُنی سه او یا ټولی روپۍ د دولت خزانې ته واچوه، زما د پلار روپۍ خوښی وې او سُنی توب ئې ومانه، کله چه زما نوبت شو طالب راته وویل چه یا سُنی سم یا جریمه او باج ورکم، ما ورته وویل چه زما روپۍ ټول په خرابات کی مصرف شوې او سُنی کیږم هم نه، ویل ښه خرابات دی هم کړیدی، څلورشپېته دُرې ئې ووهلم، روپۍ نه وې او باید سُنی سوی وای، او نه می غوښتل چه سُنی شم، چنې چنې، اته کم پنځه زره ډالره می د پلار څخه پور او خزانې ته می تحویل کړې، البته فقط په ځینو وړوکو برخو کی می سُنی توب ومانه یعنی بې ټکۍ ( مُهر) او په تړلو لاسو لمونځ او د وضو په وخت کی د پښو وینځل تر زنګنو پوری.
    اوس می پلار سُنی او زه رافضی یم.هر څوک پوهیږی او خپل ئې تصمیم.
    غوربندی صاحب! هر څه چه یم خو دا ومنه چه اولاً خپل ایمان د دنیا او مافیها سره نه معاوضه کوم او ثانیاً همدا ستا د خاوری بچی یم، هر څه چه یم باید د یو افغان پتوګه ومنل شم.

    • ګران او محترم ورور غلام حضرت صاحب!
      السلام عليکم ورحمة الله !
      ستاسو او غوربندي صاحب ليکني مي ولوستلې، خير دی خبري کوئ، خو خواوي مه سره بدوئ، ځکه ستاسو دواړو ترمنځ هيڅ مشکل نسته.
      زما په هکله چي مو ليکلي: (ښاغلی همت صاحب که څه هم زموږ د ابائي کلتور او فرهنګ او دین د سنګر اوسېدونکی دی او ښه علمیت هم لری خو د بده مرغه د خپلی مشخصی عقیدې په اساس ئې هیڅکله د طالب ظالمانه اعمال او حتی د طالب مرموزانه موجودیت تر پوښتنی لاندی ندی راوستی او اکثراً د طالب ملاتړی دی. ....او بل(همت) د دین سره د مینی په اساس د طالب د ظالمانه کړنو د غندنی د جرئت توان نلری).
      ګرانه وروره !
      باور وکړئ چي ماته د اسلام د سپېڅلي دين سرلوړي، د خپل خواږه هيواد خپلواکي او مدنيت او پرمختک او د خپلو پتمنو، خو زياتو زورېدلو خلکو آزادي، هوسايي او په عزت کي ژوند زښت زيات ارزښت لري. نو څوک چي زما د دې اندونو خلاف وي او د دې خلاف جنايتکارانه عمل کوي دښمن مي دی(امريکا او زموږ نور بهرني او کورنی دښمنان دريادوم).
      د چاچي په زړه يوه او په خوله بله وي او د پښتو او اسلاميت او افغانيت پر نومونو يې تجارت را ايستلی وی، په ډېرو مواردو کي عملاً هم د دې مقولو پر ضد ښکاره او پرله پسې کړني کوي، هر څه يې د پردو غليمانو د چوپړ له برکته وي او د پوهي حال يې دا وي چي په کټ او فيسټ او د نورو د کتابونو په غلا يې ګوزاره وي او ليکني يې د زړه له کومي نه، بلکي په ريا او د شهرت او مادي ګټو په لاس راوړلو لپاره وي، د دغسي ککړو ساکښانو سره به مي څنګه جوړه سي؟
      هم غل، هم سيکولر، هم د اشغالګر دښمن د فرهنګي جګړې پر مخبېوونکی عسکر، هم د پردو چوپړی وي او هم پښتون؟!
      ماخو چي له ادبياتو څخه څه څکه کړې ده په هغو کي خو وايي چي اديب بايد د خلکو له منځه راوتلی وی، د عامو خلکو ګټو ته ژمن وي او هر څه يې د خلکو لپاره وي او صادق او رښتينی وي، که دا ستايني پکښي نه وي د داسي اديب په خوله څوک پياز هم نه ميده کوي او يو بې ارزښته ساکښ به وي.
      راغلو زما له خوا د طالبانو پلوۍ ته .
      ګرانه غلام حضرت وروره باور وکړئ که داسي وي.
      ما زموږ د هيواد په اړه د فعاليتونو او کړنو له مخي خلک داسي کته ګوري کړي دي:
      ۱. بهرني اشغالګران هيڅ ښه نه لري.
      ۲. په کوردننه کي د بهرنيانو په نوکرانو کي ښايي په ګوښه او کنار کي کوم ښه څوک پيدا سي.
      ۳. د طالبانو په نامه چي کوم خلک د بهرني اشغال پر وړاندي مقاومت او مبارزه کوي د ملاتړ وړ دي او د ملي اتلانو په نومونو يې ستايم، خو هيڅ امکان نه لري چي په دوي کي دي د دښمن نفوذي کسان نه وي ننوتلي او د ښه نيت خاوندان يې سهوي هم کوي.
      نو ګرانه وروره ما پخپله د هغو کسانو چي رښتيني دي او پر وطن سرونه ږدي کله کله څه مراعت هم کړی دی، خو د نفوذي کسانو او چي په پوه سوی يم چي رښتينی نه دی د هغو سره مي سخته را اخيستې ده او د رښتينو پر سهوو مي هم په حکمت عملي سره په ډول ډول لارو (په خپل او بل نامه) نيوکي کړي. په دې اړه د بېلګې په توګه په نن ټکي آسياکي زما لاندي ليکنه ولولئ والسلام:
      (السلام عليکم ورحمة الله !

      دغه خبري مي په نورو رسنیو کې ولوستلې، خو باور مي نه په کېدی، خو اوس چې مي دلته ولوستلې سخت يې وزورولم.
      په غه خبر پاڼه کې سوي خبري د منطق او اسلامي غرا شريعت سره سر نه خوري.
      په دغسي مهال او حالت کې دغسي تصميم د اسلام لارښوونو او د هيواد لوړو ګټو او د هيواد د رښتينو خاوندانو(خلکو) هيلو او غوښتنو ته د پام نه کولو معنا لري.
      ستاسو له دغي خبرپاڼې څخه څرګندېږي چي ستاسو له دغو درو ورځو څخه زيات پر ولس باندې هوسايي نه ده پېرزو.
      عجيبه ده اشغالګر او ګومارلي يې د امريکايي پوځيانو پر وتلو باندې خبري کولو ته حاضرسوي دي او تاسي خپلو جنګالیو ته د پخوا په شان د «بهرنیو اشغالګرو او کورنیو ګوډاګیانو» پر ضد د بریدونو امر کړی دی ؟
      زما بيا هم زړه ته نه لوېږي چي تاسي دي په اوسنيو رامنځ ته سوو شرايطو کې د مذاکرو پر ځای جګړې ته ترجيح ورکوئ، خو په تاسف سره چې خبرپاڼه مو دغه معنا لري.
      ستاسو دغه درې ورځني اوربند افغانانو او د هغو خواخوږو ته زياتي هيلي پيدا کړي وې، خو اوس به يې دغه هيلي بېرته په ناهيلۍ او سخت غم ، غوسه او خفګان بدلي سی.
      ستاسو دغه اوربند د سولي، هيواد، افغانانو او ستاسو کورني او بهرني دښمنان سخت وارخطاکړي وه، خو اوس به يې بېرته د آرام ساکښلې وي.
      هيله وه چې ستاسو له لوري اور بند او مذاکرو ته چمتووالی له هيواد څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو او د ډېر ځپل سوی افغان د ژغورني او يو موټي کېدو لامل سي خو تاسو يې پر دې هيله سړې اوبه ورتوی کړې.
      ستاسي دغه تصميم به ستاسي ډېر پلويان در څخه خوابدي او ليري کړي.
      که تاسي دغه جنګ د خدای لپاره کوئ، نو خدای خو د کفارو په اوسني موقف کې درته وايي: ﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ﴾ [الأنفال:62،61].
      که تاسي دغه جنګ د خلکو لپاره کوئ خو تاسي وليدل چې خلک جنګ نه غواړي، دا ځکه چې همدا خلک او د امريکې، حکومت او ستاسي عسکر د دې جنګ پېلوزي او قرباني دي، نه قصر نشينان .
      زړه ډک دی، ستاسي د ډېر عمر د پلوۍ له امله خلکو ته ډېر شرمنده يم، بس الله سبحانه دي هدايت درته وکړي.)

    • محترم غلام حضرت صاحب

      ستاسو له حوصله مندۍ او په زړه پورې وضاحت او معرفۍ څخه یوه دنیا مننه کوم.

      ستاسو وطندوستي او سرشاره خپلواک افغاني طبیعت او د افادې مثبت اسلوب زه له لومړي سره تسلیموم د ستاینې وړ یې بولم.

      ما تاسو ته مخکې هم لیکلي وو چې تاسو زما سره د مجرمو کمونستانو په هکله ورته او مشترک نه په خولا کیدونکی موقف لری، دا لوی غنیمت دی.

      زمونږ اکثریت لوستي بینا دي خو مسایل او شیان یوازې سپین یا تور ویني، مثلا که له طالب سره د یوه رامنځ ته شوي موقف په سبب مخالف شوی وي نو ددې مخالفت په وجه د امریکایانو په اشغال او افساد سترګې مړې کوي حتی ځنې خو د طالب له ضده نعوذ بالله له اسلامه بد وړي او دا د بدبختی تر ټولو بده درجه ده.

      د داعش او شیعه په اړه:
      په افغانستان کې هر هغه څوک چې په اوس وخت کې د سنیانو په عقایدو نیوکې کوي یا د د شیعه توب افراطي ډبرې په سینه مښي زما له نظره د داعشي فتنې د اعمال لپاره ګومارل شوی مامورین دی، په دوه احتمالاتو یا خو یې تر شا د قم منحرف رافضي اخوندان ولاړ دي او یا هم د آل سعود افراطي وهابیان.

      ما په تاریخ کې لوستی چې کله د میرویس نیکه زوی په اصفهان حمله وکړه اته زره هزاره افغانانو یې د لښکر دریمه برخه جوړوله، دا خبره د مکث وړ ده، دا چې اوس د هزاره غیرتي او زحمت کشه وروڼو مشري څو تنو ایرانپالو عناصرو یرغمل کړې ده د دوی لپاره په سني میشته افغاني ټولنه کې ستونزې جوړوي او د خپلو ایراني بادارانو د لاسوهنې او بهره برداری لپاره زمینه سازي کوي.

      زما ښه یاد شي، طالبان د میدان ښار او چهاراسیاب له خواوو د کابل په دروازو ولاړ وو، د جلرېز او جلګې له استقامتونو چې له بامیانو سره شریکې پولې لري مزاحمت موجود وو او طالبان څو ځله شاتګ ته اړ ایستل شول، طالبانو د سیمې له خلکو د جلب اجباري غوښتنه وکړه، د سیمې مشران د خبرو لپاره ورغلل، یوه سپین ږیري ترې پوښتنه وکړه چې وسلې به تاسو راکوی کنه، ویل هو درکوو یې، سپین ږیري ورغبرګه کړه چې په مونږ باندې ظاهرشاهي حکومت هم ملخي ټوپک ویشلي وو او تر اوسه له مونږ سره په کورونو کې شته، تر څو په هزاره جات کې د هغه ښورښ وځپو مونږ ټوپک ترې واخستل خو د ښورښیانو په ځپلو کې مو برخه وانه خیسته، سبب یی د همزیستی مسله وه، هغوی حکومت وو، نن نشته خو زمونږ همزیستي او شریکه پوله په خپل حال موجوده ده، نو اوس ستاسو خوښه ټوپک راکوی کنه خو مونږ کله هم هغه کار نه کوو چې پخوا مو نه دی کړی، تاسو به وی یا نه خو زمونږ همزیستي به پاته وي، غونډې ته د طالبانو راغلي مشران که هر څو هم احساساتي ځوانان وو ولې د وولس د همزیستی او پلوان شریکی رمز او تاریخي شالید یی درک او قانع شول او له اجباري جلب څخه یی لاس واخیست.

      منافق سیاف او جنایتکاره هزاره مشران چې اوس د امریکایانو په آخور ولاړ دي په ورځنیو دوستانه ناستو پاستو کې د کابل د کوڅه په کوڅه جګړو خاطرې د مجلس د نقلو په شان یو له بل سره شریکوي او پرې خاندي یو وایي ماته داسې هدایت راکړل شوی وو آبل وایي ماته داسې ....

      نور بیا ....

  • ډېر دروند او ګران مشر همت صاحب! اسلام علیکم.
    زه نه پوهېږم چه آیا د نورو په وړاندی خوږ یم او که تریخ او که ترِیو او که تُرش او که خنثی خو دا انتظار می نه درلود چه ستاسی عکس العمل به زما د څرګندونو په وړاندی دومره نرم او خالصانه او صادقانه او دوستانه او مهربانانه وی چه البته دا امر ستاسی د تواضع ښکارندوی دی چه تواضع د پېغمبرانو خاصه ده.
    زما خوږوالی او تریخوالی فقط او فقط د خدای او خلګو او خاوری ( البته خاوره راته په دوهم ګام کی د مځکی د سیارې مفهوم لری)پخاطر دی که نه زه یو فقیر او غریب سړی یم د هیچا سره نه د شخصی دښمنی توان لرم او نه اراده او نه هم اجازه.
    زه د هغو معدودو جاهلانو څخه یم کوم چه عالم شخص می سخت خوښېږی او د زړه له کومی ورسره مینه لرم، مهمه نده چه د دین او عقبی عالم وی او که د زین او دنیا عالم وی.علم او عالم د سبحانه تعالی د بې پایانه تجلی یوه ښکلې خپرونه ده بناً د علم درناوی په حقیقت کی د سبحانه تعالی یوه وړوکې تسبیح ده.
    یو بل نازک او حساس پېچ هم باید له پامه ونه غورځول شی چه علم او عالم باید په هغه ګېڼه او ښېګڼه هم سمبال وی کوم چه د بشریت د عالی مقام د سټیج سره مطابقت ولری یعنی د علم او عالم هدف او موخه همهغه د بشریت د نېکمرغی آرزو وی او یا د هیواد او وطن په سطحه او کچه همهغه د خپل وطن او خلګو د نېکمرغۍ او خوښۍ او بریالیتوب د امکاناتو چمتو کېده وی.هغه علم او عالم دی په ابدی نفرین ګرفتار شی کوم چه د تاریاکو څخه د ګټورو داروګانو د تولید تر څنګ د هغه څخه هیروئین تولیدوی او په شعوری توګه ئې د غریبو پرګنو په غولی کی ترویج او توزیع کوی او خپلی شیطانی او استعماری ګټی د مظلومو پرګنو په معتادولو تأمینوی او یا هغه عالم دی په ابدی جهنم محکوم شی کوم چه اټومی او بیولوژیکی هیډروجنی وسلې تولیدوی او د ټول بشریت روحیات ور کوټی.
    خبره رانه اوږده شوه، رشتیا لکه چه نوره هم اوږدېږی،
    ښاغلی همت صاحب!دېته اړه نشته چه پوه شی چه زه د اسمعیل یون په هکله څه نظر لرم او شاید تاسی او هغوی ته مهمه او جالبه او د پام وړ هم نه وی خو خاضعانه عرض وکړم چه:
    په عرفانی لید کی د هر څه مالک حتی زموږ د نفسونو مالک او څښتن همهغه سبحانه و تعالی ذات دی، موږ د خپلو نفسونو نه د خلق توان درلود او نه د عدم د مخنیوی توان لرو بناً یوازنی څښتن همهغه پاک ذات دی.
    په عُرفی لید کی، بلی دا زما د بایسکل کونجوغه ده، هغه د زرک ماما سدرۍ ده، هغه ستاسی قلم دی، دا د فلانی باغ او باغچه او نور مادی او معنوی ثروت دی.
    په عُرفی لحاظ بلی ستاسی ادبی زیار ایستنی او فرهنګی تولیدات ستاسی شخصی مالکیت دی چه هیڅوک ئې د غصب او تصرف حق نلری خو دلته ستاسی د علمیت او تواضع او معنوی پانګی ته په پاملرنی سره تاسی به د یو اولیاءالله درجه تر لاسه کړې وای چه پر نوموړی ادبی غلا مو سترګی پټی کړی وای او په ضمن کی ستاسی دواړو د ادبی توکو د لوستونکو او مینه والو د استعداد او هوښ کچه به هم اندازه سوې وای چه قیاس ئې کړی وای چه فلانی مواد مثلاً د همت صاحب په فکری تولیداتو کی لیدل شوی وه دلته د یون صاحب په لیکنو او موادو دا مواد ولی نڅیږی؟
    البته دا زما یو فقیرانه نظر دی، له حقوقی لحاظه بالکل ستاسی ادعا سمه او پر ځای ده امّا تر حقوقو نور خوندور احساسات هم شتون لری.
    بخښنه غواړم. وخت مو در ونیو.
    همیشه جوړ او روغ او بریالی اوسی.
    پر ښکلې او مسنونه او سپینه ږیره مو خالصانه ښکلوم یا کنداریانو خبره مچوم.
    امّا غوربندی صاحب ګُله! تاسی ته هم یوه لمن سلامونه!
    په انسانی او ملی او افغانی پراخ ډګر کی د اشتراک نقطې او زاوئې او مثلثونه او حتی دائرې بېشماره ډېری دی. ددې مشترکو نقطو د تکثیر ایجاد هیڅ ستوزمنه او مشکله خبره نده.
    چه ژوند او اراده او خلوص د نیتونو وی نو دا د اشتراک نقطې به د ټولو ګرانو افغانانو په فکرونو او زړونو او روحیاتو او احساساتو کی غوټۍ وغوړوی.همیشه خوښ او بریالی اوسی.