نظــر

زه د يوې سرښندنې عيني شاهد يم!

مراد أنصار

له ګرديز څخه کابل ته پر لار وم، له لرې څخه مې د خدر په بيس ولاړ دوه بالونونه تر سترګو شول، په فکرونو کې ډوب شوم، نور وس کې نه وو ويل مې يا الله زموږ له خاورې د اشغال توره بلا وشړه!!

په سوچ او فکر کې له ښه مزل وروسته بيس ته نيږدې راورسيدو، په سرک د روانو موټرونو سرعت ورو ورو کميده، زموږ د موټر چلوونکی چې يو څه بيړندی وو له نورو موټرو څخه دمخه شو ناڅاپه مې سترګې د امريکايانو په زغروالو ټانګونو ولګيدې، ومې ليدل يو سپين موټر ټانګونو ته نيږدې کيده غالبا يا به سراچه وه او يا کرولا، کله چې له لومړني ټانګ سره څنګ په څنګ شو يوه سره لمبه مې تر سترګو او يو ويروونکی اواز مې تر غوږ شو!

په غوږونو کې مې ګوتې ورکړې، فکر مې وکړ لکه چې د غوږونو پردې د وشکيدې، موټروان موټر ځای پر ځای ودراوو، له يوې شيبې خاموشۍ وروسته ناترسه ډزې پيل شوې، چا د موټر د سيټ بورډ او چا د مخکنيو څوکيو شاته سرونه ټيټ او د ځان پټولو هڅه يې کوله، ډزې څو دقيقې روانې وې، د اردو عسکرو لاره وتړله، چاته يې د مخته تګ اجازه نه ورکوله، ما ورته کتل د امريکايي اشغالګرو ټانګ د اور په لمبو کې راګير ؤ او تور دودونه ترې پورته کيدل.

د ويرې او ډار په دې شيبه کې بيا د فکر په ټال وزنګيدم، دې ته په حيرت شوم چې څنګه يو څوک له خپل خواږه ژوند څخه تيريږي؟! بيا داسې يو څوک چې د ځوانۍ نوی پسرلی يې وي او د هيلو ډيرې غوټۍ يې سپړيدو ته انتظار وي ځکه په انساني ټولنه کې د ژوند ساتنه د هر انسان تر ټولو وړاندې غوراوی وي او هر څومره بيه يې چې له وسه کيږي د ژوند د ساتلو لپاره يې پريکوي.

پخپله مې ځان ته ځواب ورکړ :

✍⁩يوازې يوه سپيڅلې موخه کيدای شي چې يو څوک د خپل ژوند په بدل کې ځان ورته ورسوي، نه مادي او دنیوي امتيازات.

✍⁩يوازې په يو سپيڅلي زړه کې يوه الهي القاء او الهام کیدای شي چې يو څوک په خپله لار کې له خپل ځان څخه تيريدلو ته اماده کړي نه نفسياتي او رواني عمليات.

امريکايانو زموږ خاوره اشغال کړې، زموږ د سپيڅلي دين دښمنان دي، زموږ د پاکې خاورې دښمنان دي، هغه‌ ظلم او وحشت يې په تيرو دوه لسيزو کې له موږ او ګردې اسلامي نړۍ سره ترسره کړ چې انسانيت ترې بوګنيږي.

مسلمانان يې د خپلو طاغوتي تپل شوو نظامونو او شړيدلو مفکورو له لارې له خپلې ځمکې، فضا او سمندر له دفاع څخه محروم وساتل!!

ځکه بې وسه مسلمانانو ته اوس يوه لار راپاتې ده او هغه د خپل سر په بيه له خپلې عقيدې، خپل ځان او خپلې خاورې څخه دفاع ده !!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx