د اسلامي نړۍ ۱۲ کلن اتل در پېژنم!

راټولونه، ژباړنه او زیاتونه: م. حمد الله دانشمند

هغه مصرى ماشوم – چې فرانسوي مورخ “فیفیان دینون” او جنرال “دیزیه” د ټولې نړۍ د اتل په نامه یاد کړی – “عبد الستار آدم” نومېده. د “بني سویف” سیمې ته څېرمه د یوه کوچني کلي (فقاعي) اوسېدونکی و. جنرال دیزیه د خپل پوځي کمپ وسلې څارلې، وې پتېیله، چې په وسله کې څه کمی را منځته شوی، په دوهمه ورځ یې له څارنې وروسته مالومه کړه، چې نورې هم لږ شوې دي؛ ځکه یې نو د وسلو د لا ښه خونديتوب لارې چارې ګړندۍ کړې. په پوځي کمپ یې ګزمې نورې هم زیاتې کړې. د پلټنې او څارنې په ترڅ کې یو ۱۲ کلن ماشوم ونیول شو، چې په توره تیاره کې به کمپ ته ننوتی؛ له خپل توان سره سم به یې وسلې را تښتولې او د مجاهدینو تر مرکزونو به یې را رسولې، تر څو له یرغلګرو سره پرې مقاومت او جګړه وکړی شي. له بده مرغه یاد اتل د یو پوځي په برید کې د نیولو پر مهال پر لاس ټپي شو.

جنرال دیزیه د یاد هلک په نیولو خبر شو؛ د پوښتنو، ګروېږنو له پاره یې خپل ځان ته وباله، ترې ویې پوښتل: و لې دي د فرانسوي لښکر وسلې لوټلې؟

– ځکه هغوی زمونږ او زمونږ د خاورې دښمنان دي.

د دې جنایت په تر سره کولو چا امر کړې؟

– دا چل او تکتیک یواځې الله جل جلاله را زده کړ.

ایا ته پوهېږې ستا د دې جنایت او کړنې سزا اعدام دی؟!

– هوکې! دا دی سر مو ستا په وړاندې دی، کوم ځه له مرګ نه، وېرېږم.

جنرال دیزیه وغوښتل: د هغه اتلولي او زړورتوب و ازمویي؛ سپارښتنه یې وکړه: یاد ماشوم اعدام کړئ!

هغه د دې بوږنوونکي خبر په اورېدو: نه وژړل؛ نه یې ناره (نعره) وکړه او نه یې له هغوی نه د ترحم او بښنې غوښتنه وکړه؛ یواځې یې لاسونه لپه کړل؛ له ځان سره و بوڼېده؛ د قراٰن کریم څو اٰیتونه یې ولوستل. دیزیه یاد ماشوم او د هغه و اتلولۍ ته هک پک حیران پاتې دی. د هغه د اعدام سزا یې و ۲۰ درو ته را ټیټه کړه. یاد اتل د وهلو پر مهال تر پایه “آه، آخ” و نکړ!

د هغه تر سزا وروسته دیزیه وویل:

“یابنی! سأكتبُ في تقريري اليوم إنني قابلتُ أشجع ولد في الصعيد، بل أشجع ولد في العالم كله.”

ژباړه: اې زویکیه! زما د نن ورځې په فرمان او تقریري لړۍ کې به زه داسې لیکم: ما نن د مصر، بلکې د ټولې نړۍ له یوه اتل او زړور ماشوم سره مقابله وکړه!

“مسيو فيفيان دينون” – کوم چې د دې پېښې عیني شاهد و – په خپل كتاب «رحلة الوجه البحري ومصر العليا أثناء حرب الجنرال بونابرت» کې لیکي: ورته مې کړه: اې ګلالی ماشومه له ما سره شه، زما زوی به شې، ښه به دي وروزم، وپالم او راتلونکی به دي د لمر په څېر و ځلېږي. یاد اتل سم دلاسه ور غبرګه کړه: زما په پالنه او روزنه به پښېمانه شې؛ ځکه که وس مې بر شي؛ نو تا او له تا سره مل د کورنۍ غړي به ټول ووژنم!

رښتیا د جهاد د سپېڅلې تګلارې لارویان که څه هم د عمر (سن) او تنې له کبله ډېر کم وي؛ خو مرال او غیرت یې د دنګو غرونو په څېر وي؛ بشپړ کاروان(!) و کندې (خندق) ته ور ټېل وهي. که یو ټبر له جهاد نه لاس واخلي؛ نو په تنه دنګ، په عقل پاخه په زور بډای وګړي به یې د بوسو په څېر بې همته او بې وزنه وي.

تاریخ لیکې: په کال ۶۱۷ هـ کې مغولو د “مرو” په ښار یرغل وکړ، چې په نتیجه کې یې ۷۰۰،۰۰۰ مسلمانان ووژل شول؛ خو د بغداد اوسېدونکو یاده عام وژنه ليده، حالت یې څارل؛ خو و مرستې ته یې ور و نه دانګل، هغوی فکر کاوه، چې د یادې بلا موخه به په بله واوړي؛ خو داسې ونشول؛ بلکې دې تورې بلا پر بغداد را مخه کړه، څه د پاسه نیم ملیون (۵۰۰،۰۰۰) د بغداد مسلمانان یې له ستوني تېر کړل. ډېر لږ وګړي هم په دې موخه وژغورل شول، چې د “هلاکو” د پوځ لاسپوڅي شول.

نن هم په ګڼو اسلامي هیوادو کې د یرغل څپې په جوش دي؛ د مسلمانانو استقلال، حریت، عرض او عزت لوټ شوی؛ خو بیا هم یو لړ مسلمانان په دې تمه دي، چې د بلا موخه پر بله مهار ده، مونږ ترې خوندي پاتې یو، د مظلومو مسلمانانو مرستې او همکارۍ ته زړه نه ښه کوي؛ خو یاد خوب به یې په یوه صورت په حقیقت وا نه وړي؛ بلکې همدا کرغېړنه غربي بلا به یوه ورځ د دوی په خاوره، فضا، ښارونو، کلیو اوبانډو هم ور سمه شي.

نتیجه: تاریخ ستره حافظه لري. د ډکېدلو تمه ترې ستره تېروتنه ده.

تاریخ دوه پاڼې لري: یوه سپینه، یوه توره. په کومه پاڼه کې د ژوند تګلاره او کړنلاره خوندي ساتې؟ خو پام! که په توره پاڼه کې درج شوې، نو د لوی الله جل جلاله په وړاندې عملنامه (کړنلیک) به دي هم ستایلو نه وي، تاریخ به دي و راتلونکو نسلونو ته په تور ور پېژني هغوی به ستا له تورې او ناولې څېرې نه کرکه کوي او ستا په کارنامو او کړنچارو به نفرین وايي.

ـــــــــــــــــ

یوه اړینه سپارښتنه: زما د خواږه اسلامي هیواد، د لاسپوڅې ادارې پیرویه! په دې فاسده او کرغېړنه اداره کې که په هره دنده بوخت یې، باید ترې لاس په سر شې. ستا توریالی پلار او اتلو نیکونو له هغه را په دېخوا، چې د اسلام په رنګینه ښکلا سنګار شوي؛ بیایې لاسپوڅي، سرټیټي او د بل غلامي په ځان نه ده منلې. ته هم د همغه پلار بچی یې، ستا اسلامیت، وجدان او غیرت دا څنګه برداشتوي، چې هغه چا ته لاس پر نامه ولاړ یې، چې لوی الله پاک در دښمن بللی، نبي علیه السلام در دښمن بللی او تاریخ در دښمن بللی. دغه بار خره (فرت من قسورة)، ته په خپل لاس په خپله خاوره ساتې، پالې یه او د خپل سر په بیه ترې ساتنه کوې. سر دي د هغوی په وړاندې خم ده، قیمتي وینه دي له هغوی نه ځار او پت دي د همدغو پردو له امله بایللی ده.

ته یوځل د تاریخ پاڼه وګوره، چې دغو یرغلګرو ستا په خاوره څو ځله یرغل کړی، هغوی ستا له پلار او نیکونو سره کوم چلند کړی. هغلته خو به دغه لاملونه هم نه وو، کوم چې هغوی (نیواکګرو) د اشغال او استعمار بهانه او پلمه ګرزولي وای.

د مسلمان بچیه! که ته د راغلو غربیانو له دوستۍ، خپلوۍ او حمایې نه لاس په سر نشې؛ لوی الله جل جلاله ته توبه ګار نشې او په دې خپله دنده بیا هم تم شې او زما نصیحت بابېزه وګڼې؛ نو یوه ورځ به ستا د ژوند کاروان هم د خندق له ستوني تېر او د سرو لمبو له تاو سره به مخ شي!

و ما ذالك علي الله بعزيز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د