افغانستان

طالبان وايي د لوګر په سرتیري برید کې ۵ امریکایان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبان د لوګر ولایت په مرکز کې د هغه سرتیري برید مسؤولیت په غاړه واخیست چې تېره ورځ ماځیګر مهال د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شو چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا د بهرنیانو یو موټر زیانمن شوی.

د لوګر امنیه قومندان ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي چې چاودنه د مرکز پل علم اړوند د بادخواب په سیمه کې را منځته شوه چې له امله یې د بهرنیانو یو موټر زیانمن شوی خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب ستانکزي هم د پيښي د تایید تر څنګ ویلي چې بهرني ځواکونه په محمد اغه ولسوالۍ کې تر عملیاتو وروسته خپل مرکز ته روان وه چې د سرتیري برید سره مخ شول. نوموړی هم د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د طالبانو پر رسمي ویب پاڼه په خپاره شوي خبر کې د پيښې مسؤولیت اخیستل شوی او ویل شوي چې دغه برید د پکتیا ولایت اوسیدونکي ملا عبدالله د یوه موټر په واسطه تر سره کړ چې له امله یې د بهرنیانو یو ټانګ ویجاړ شوی او یو بل تخریب شوی دی.

په خبر کې ویل شوي چې ۵ تنه امریکايي عسکر وژل شوي او یو شمېر یې نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې پر بهرنیانو د چاودنې وروسته هغوی پر نیژدو خلکو ډزي کړي چې له امله یې ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر ستانکزی ویلي چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

ځینو نورو سرچینو بیا ویلي چې یوه ښځه وژل شوې او د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx