elections-afg

انتخابات د قرآن، احاديثو او فتواوو په رڼا کي

عبدالمالک همت

 اسلامي جيد عالمان وايي:

په انتخاباتو کې ګډون دوه حالته لري:

لومړی حالت:

که د حکومت نظام اسلامي وي او په خپلو قوانينو، احکامو او ادبيانو کې د لوی څښتن د حکم تابع وي او په نوماندانو کې د اهل حل او عقد  شرعي صفتونه، لکه علم، عدالت،استقامت، ښه فکر او حکمت  شتون ولري، په خلکو کې د اغېز او اعتبار څښتنان وي، د سياسي، اجتماعي او ديني چارو  په اړه د تصميم نیولو  وړتيا ولري، نو په دغسي حالت کې او په دغسي ټاکنو کې څه مانع نسته. د دغسي ټاکنو او هغو ټاکنو چي د راشده خلفاوو او امامانو په وختو کې کېدلې زيات توپير نسته. بلکي په دغسي ټاکنو کې د هغه امانت خوندي کول او د هغه وړو کسانو ته سپارل دي چي لوی څښتن يې په اړه فرمايلي دي:

﴿ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا  [النساء:58].

ژباړه: (اى مسلمانانو!) الله حکم درته کوي چي (ټول) امانتونه (چي تاسي ته سپارل سوي دي او تاسي يې د امين په توکه غوره سوي ياست) د هغو مستحقينو(خاوندانو) ته وسپارئ.

او په انتخاباتو کې د علم او پوهي او ايمان د خاوندانو ټاکل او د چارو ورته سپارل هم امانت باله سي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«فإذا ضيعت الأمانة فانتظر الساعة» ، قال: كيف إضاعتها؟ قال: «إذا وسد الأمر إلى غير أهله فانتظر الساعة» بخاري، كتاب العلم ، باب من سئل علما وهو مشتغل في حديثه، فأتم الحديث ثم أجاب السائل، ۳۹ حديث.

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوه پوښتونکي په ځواب کي وويل: کله چي امانت د خلکو له خوا ضايع سي، نو د قيامت د راتلو انتظار وباسه. هغه ورته وويل: دا ضايع کېده به يې څنګه وي؟ پیغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: کله چې د چارو واګې نا اهلو کسانو ته وسپارل سي، نو د قيامت د ساعت د راتلو انتظار وباسه.

دوهم حالت:

که د حکومت نظام اسلامي نه وي، مثلاً دموکراسي يا کمونيستی يا بل داسي وضع سوی نظام وي چي د اسلام منافي وي، نو په دغسي حالت کې اصل دادی چي په انتخاباتو کې ګډون ونه سي. ځکه د دغسي انتخاباتو او په هغو کې د ګډون له امله لوی مفاسد رامنځ ته کېږي. له دغو مفاسدو څخه ظالمانو ته تمايل او په مجلسونو کي يې حضور، د حق او باطل ګډوډول، د اسلام او مسلمانانو د لوړتابه د بيرغ نه پياوړتيا او له کفارو او طاغيانو څخه د مسلمانانو نه بېلول دي، په داسي حال کې چې لوی څښتن سبحانه له دې ټولو څخه منع فرمايلې ده، لکه چې فرمايي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113)﴾ [هود:113].

ژباړه: او ظالمانو ته تمایل مه ښياست، که نه نو د دوږخ اور به مو(د دغه تمايل له امله)وسوځي او تاسي ته له الله پرته هيڅ (داسي) دوستان نسته (چي له دغه اوره مو وژغوري )او له بل هيڅ ځای څخه به مرسته در ونه رسيږي.

همداراز فرمايي:

﴿ وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِثْلُهُمْ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا (140) ﴾[النساء:140].

ژباړه: او (اى مومنانو! ستاسي د خداى) په (دې) کتاب (قرآن) کي پر تاسي باندي(پخوا لا) دا حکم سوى دى چي (په هر ځاى کي او) هر کله چي تاسي واورئ چي د الله له آيتونو څخه انکار کيږي او پسخند په وهل کيږي، نو د دغسي(کافرو او پسخند وهونکو) خلکو سره تر هغو مه کښېنئ (خبري يې مه اورئ) چي بله خبره را وانه خلي، که نه (که يې خبرو ته غوږ ونيسئ او هغوى دغسي خبري کوي)، نو تاسي به هم د هغو غوندي سئ. (ځکه چي تاسي يې په کفر او پسخند رضائيت ښياست او په معصيت راضي د هغه ترسره کوونکى غوندي دى). باور وکړئ چي الله په جهنم کي د ټولو منافقانو او کافرانو راغونډوونکى دى( او په هغه کي به سخت عذاب ورته ورکړه سي).

خو د پياوړو عالمانو رايه دا هم ده چې که د پارلمان په مجلسونو کې په ګډون سره معتبر شرعي مصلحت په پام کې نيول کېږي، لکه د باطلو ردول يا يې يو څه بې اغېزي کول يا د بشپړ حق  يا يو څه څرګندول، بې له دې چې باطل ومنل سي، يا د حق څه شی رد سي، نو په دې کې څه مانع نسته. (پورته خبري د اسلام ويب، مرکز الفتوی د ”المشاركة في الانتخابات: حالات الجواز والمنع“ تر سرليک لاندي فتوا څخه په لنډون پښتو سوي او دغه يې پته ده: http://fatwa.islamweb.net).

همداراز د سعودي له اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء څخه چا داسي پوښتنه کړې ده:

زموږ په هيواد کي په هغو چي لوی څښتن را نازل کړي دي حکم نه کېږي، نو آيا زموږ په هيواد کي په انتخاباتو کې رايه ورکول او ځان نوماندول روادي؟

هغو داسي فتوا ورکړې ده : مسلمان ته روانه ده چي ځان په دې هيله په ټاکنو کي نوماند کړي چي د هغه حکومت په اډانه کي راسي چي د الله په نازلو کړی سوو(قرآن) حکم او د اسلام په شريعت عمل نه کوي. نو مسلمان ته روا نه دي چي خپل ځان يا هغه چي په دغسي حکومت کي کار کوي وټاکي. خو هله بيا دا کار روا کېږي چي له مسلمانانو څخه يو څوک په دې هيله ځان وټاکي يا بل ته رايه ورکړي چي په دې توګه به د چارو واګي په لاس کي واخلي او په اسلامي شريعت کړني کولو ته به ورسېږي. او له دې لاري به د حکومت پر نظام باندي واکمن سي. خو سره د دې به هم په ټاکنو کي بريالی سوی شخص په داسي منصبونو کي کار کوي چي د اسلامي شريعت سره منافي نه وي. (اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء ، په انټرنیټ کي يې پته: ). په دې اړه په انټرنيټ او اړوندو کتابونو کي ډېري څرګندوني سته.

په تفسير کبير او نورو تفاسيرو کي د هود د سورې د ۱۱۳ آيت کوم چې پورته راوړل سوی دی، په تفسير کې وايي : د ظالمانو کلتور او کړه وړه غوره کول يا د ظالمانو او د شر او فساد د توکو کار او لار ښه بلل  او تبليغول، له هغو څخه مرسته ترلاسه کول، د هغو ستاينه او په درناوي سره د هغو يادونه، د هغو خبري منل او غوړه مالي ورته کول، د هغو د ظلم زغمل او منل، د هغو سره دوستي، ملګرتيا، د هغو په کارونو، غونډو او مجالسو کي اشتراک ټول هغو ته په ميلان کي راځي، چي بايد د امکان تر حده ډډه ځني وسي. په تفسير بيضاوي کي ليکلي دي : د ظالمانو خوا ته چي د لږ څه ميلان پايله دوږخ دى، نو د ظلم پايله به څه وي؟ په تفسير مظهري کي وايي چي په روايتونو کي راغلي دي چي يوه سړي په يوه امام پسي لمونځ کاوه . کله چي امام دغه آيت ولوست سړى بې سده سو. بيا چي پر سد سو ، خلکو د بې هوښۍ په هکله پوښتنه ځني وکړه ، هغه وويل : کله چي ظالم ته د ميلان سزا دونه وي، نو د ظالم به لا څه حال وي؟ نو د دې خبري تصور زه بې سده کړم.

په التحرير والتنوير تفسير کي وايي چي مجرمان هغه کسان دي چي خلک خواروي او ظلم پر کوي. او د مجرمانو نه ملاتړ دانه دى چي يوازي د دوى ملاتړ ونه سي، بلکي بايد د حق ملاتړ وسي او د باطلو سره مبارزه وسي، ځکه که د باطلو او منکرو د له منځه وړلو لپاره مبارزه ونه سي دا د باطلو يو ډول ملاتړ ګڼل کيږي.

دغه راز په تفسير کبير کي وايي چي د دغه آيت له مخي د ظالمانو او فاسقانو مرسته او معاونت نه دى روا .

همدا راز مفسرينو د دغه آيت په اړه فرمايلي دي چي د حضرت موسى عليه السلام دغه ژمنه په ډېرو پراخو الفاظو کي ده. له دې څخه دا هم مراد ده چي زه به هيڅکله د هغو خلکو ملاتړ او مرستندوى نه سم چي په نړۍ کي ظلم او تېرى کوي. او د مجرمانو په مرسته به د دوى په ليکو کي هم ونه درېږم. جرم او مجرم چي په هره بڼه وي ګوښه به ځني ګرځم او په هيڅ توګه به يې نه ملګرى کېږم. موسى عليه السلام په هماغه ورځ له فرعون او د هغه له حکومت سره د اړيکو پرېکولو ژمنه وکړه، ځکه چي هغه يو ظالم حکومت وو او د لوى څښتن پر مځکه يې ظالمانه واکمني ټينګه کړې وه. هغه دا درک کړه چي يو رشتيني مسلمان د يوه ظالم حکومت کار نه کوي، ځکه په دې توګه د دغسي حکومت مرستندوى او ملاتړى ګرځي.

اسلامي عالمانو په عمومي ډول د حضرت موسى عليه السلام له دغي ژمني څخه استدلال کړى دى چي يو مسلمان بايد د ظالم له مرستي څخه په ټوله معنا ډډه وکړي او په هيڅ شي کي مرسته ورسره ونه کړي.

د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما شاګرد او د حضرت امام ابوحنيفه رحمة الله عليه استاد نامتو تابعي حضرت عطا بن رباح رحمة الله عليه ته يو چا وويل چي زما ورور د بني اميه وو په حکومت کي د کوفې د والي منشي دى د چارو په هکله پرېکړي د هغه دنده نه ده، بلکي کومي پرېکړي چي کيږي د هغه په قلم ليکل کيږي. که هغه دغه کار ونه کړي نو اولادونه به يې وږي سي. حضرت عطا په جواب کي پورتنى آيت ولوست او ويې فرمايل: د دغه آيت په حکم هيڅ يوه مومن ته روا نه ده چي د ظالم مرسته وکړي. ستا ورور بايد خپل قلم د هغه لپاره ونه چلوي.  د روزي ذمه وار يې لوى څښتن دى.

يوه بل چارواکي له حضرت عامر شعبي څخه پوښتنه وکړه چي زه يوازي د احکامو ليکلو مسؤول يم د پرېکړو کولو مسؤول نه يم آيا ما ته دغه روزي حلاله ده؟ هغه وويل: کېداى سي چي د يوه بې ګناه د وژلو پرېکړه وسي او هغه ستا په قلم وليکله سي. کېداى سي چي په ناحقه د يو بل چا مال ضبط سي يا د چا د کور نړولو امر وسي او هغه ستا په قلم وليکل سي. بيا دغه امام پورتنى آيت ولوست، چي د هغه په اورېدو سره چارواکي وويل: له نن ورځي وروسته به د بني اميه وو د احکامو په ليکلو کي زما قلم ونه چليږي. امام وويل: لوى څښتن به هم تا له روزۍ څخه محروم نه کړي.

عبدالرحمان بن مسلم، ضحاک بن قيس يوازي د دې لپاره لېږى چي هغه د بخارا د خلکو معاشونه ور وړي او ور ويې وېشي. خو هغه له دې کاره هم ډډه وکړه او ويې ويل:  نه غواړم چي د ظالمانو په هيڅ يوه کار کي مرسته وکړم. ( په دې هکله په تفهيم القران، روح المعاني، التحرير والتنوير، قرطبي او د طنطاوي په الوسيط کي د پورتني آيت تفسيرونه وګورئ).

رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ظالم ملاتړى داسي ترټي: عَنْ كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ قَالَ:خَرَجَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم  وَنَحْنُ تِسْعَةٌ: فَقَالَ: « إِنَّهُ سَتَكُونُ بَعْدِي أُمَرَاءُ مَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ وَلَيْسَ بِوَارِدٍ عَلَيَّ الْحَوْضَ وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَهُوَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُ وَهُوَ وَارِدٌ عَلَيَّ الْحَوْض»

ژباړه : له حضرت کعب بن عُجرة  رضي الله عنه څخه روايت دى چي  موږ نهو تنو ته رسول صلی الله عليه وسلم وويل: تر ما وروسته به ځيني داسي واکمنان وي چي دروغجن او ظالمان به وي، نو څوک چي د هغو درواغ رشتيا وګڼي او د هغو د ظلم پلوي او ملاتړ وکړي، نه دوى زما له امت څخه دي او نه زه د دوى يم او نه به دوى د حوض کوثر اوبه وڅښي. خو څوک چي د هغو خبري ونه مني او د هغو د ظلم ملاتړ ونه کړي هغه زما څخه دي او زه د هغو يم او د حوض کوثر اوبه به هم وڅښي. ( سنن النسائي، کتاب البيعة، ذکر الوعيد لمن اعان اميرا على الظلم، ٤٢١٢ حديث. علامه الباني په صحيح و ضعيف النسائي کي دغه حديث صحيح بللى دى).

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د