fbpx

فوټبال نړیوال جام: برازیل مکسیکو او بیلجیئم له سختې لوبې وروسته جاپان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په ۱۶م راونډ کې تېره ورځ دوه په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې چې په کې برازیل مکسیکو او بیلجیئم له زړه ماتوونکې لوبې وروسته جاپان ته ماتې ورکړه.

لومړی سیالۍ د برازیل او مکسیکو ترمنځ ترسره شوه، چې په ۲-۰ د برازیل په بریا پای ته ورسېده، د لوبې لومړۍ نیمایي بې له کوم ګول وهلو پای ته ورسېد، چې د دویمې نیمایي په پېل کې نیمار په ۵۱ دقیقه کې ګول وواهه، خو مکسیکو په کوم ګول وهلو ونه توانېده چې د برازیل لخوا روبرټو فرمینو په ۸۸مه دقیقه کې دویم ګول وواهه او بریا یې یقیني کړه، په دې سره برازیل کوارټر فاینل ته لار وموندله.

په دویمه سیالۍ کې چې د بیلجیئم او جاپان ترمنځ ترسره شوه په زړه پورې وه، په لومړۍ نیمایي کې د جاپان لوبډلې دفاع د بیلجیئم زورورې حملو مخه ونیوله، د دویمې نیمایي په پېل کې د جاپان لخوا پرلپسې (۴۸مه او ۵۲مه دقیقه کې) دوه ګولونه ووهل شول، چې د بیلجیئم لپاره بریا سخته شوه.

خو په ۶۹مه دقیقه کې د بیلجیئم لخوا لومړی او په ۷۴مه دقیقه کې دویم ګول ووهل شو، په دې سره لوبه تر ۹۴مې دقیقې مساوي وه، خو د لوبڅار لخوا د لوبې بندولو څخه څو ثانیې وړاندې بیلجیئم په ګول وهلو وتوانېد، چې د جاپان مینوالو زړونه یې مات کړل، او لوبه د بیلجیئم په بریا پای ته ورسېده.

له دې بریا وروسته په کوارټر فاینل کې به د برازیل او بیلجیئم تکړه لوبډلې مخامخ کیږي، چې د نړیوال جام یو له یادو سیالیو څخه به وي، په همدې ډول فرانسه، روسیه، کروشیا، یوروګوای، برازیل او بیلجیئم کوارټر فاینل ته لاره موندلې ده.

نن ورځ به د ۱۶م راونډ وروستۍ سیالۍ ترسره کیږي چې په لومړۍ سیالۍ کې به سویډن او سویس، په دویمه سیالۍ کې به کولمبیا او انګلستان لوبډلې مخامخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د