پر قانون د څار کمیسیون: د غزني پر حوزو وېشل د قانون خلاف کار دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې کمیسیون وايي نور ټول ولایتونه یوه یوه حوزه ګڼل او غزني پر دریو حوزو وېشل د ټاکنو د کمیسیون له قانون سره خلاف کار دی.

د دې کمیسیون په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، د ټاکنو کمیسیون دا پرېکړه د ټاکنو قانون له ۳۶مې مادې سره ټکر لري، پر دې سربېره د ټاکنیزو حوزو حدود باید تر ټاکنو لږ تر لږه شپږ میاشتې وړاندې وټاکل شي.

د اعلاميې له مخې د ټاکنو د قانون نقض د اساسي قانون د ۷۵مې مادې نقض رامنځته کوي او په دې توګه دا چاره ناقانونه ښيي.

د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوی د غزني په اړه دا استثنايي پرېکړه له ناچارۍ کړې ده.

د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي پړه پر حکومت ور اچوي او وايي دوی خپله طرحه «یو – یو نیم کال مخکې حکومت ته وړاندې کړې وه.»

هاشمي پر قانون د څار کمیسیون استدلال پر ځای بولي خو له یادو مواردو یوازې د وخت مسئلې ته اشاره کوي او له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وايي: «هغه ۱۸۰ ورځې [شپږ میاشتې] چې دوی یادوي منو يې، خو له بده مرغه وخت لږ و.»

د حوزوي حدودو د ټاکلو اړوند د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم اندېښنه لري، د دې بنسټ د اجراییه مشر یوسف رشید په وینا، د حوزې ترسیم اسانه نه دی په وینا يې که پکې له احتیاطه کار وانه خیستل شي، تر ګټې به يې تاوان ډېر وي.

ټاکل شوې ده، پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د