fbpx

آرون فینچ په شل اوریزو سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د استرالیا کرېکټ لوبډلې تکړه لوبغاړي آرون فینچ په شل اوریزو سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د زمبابوې پر وړاندې د درې ملکي سیریز په درېیمه سیالۍ کې آرون فینچ د زمبابوې پر وړاندې په شل اوریزو سیالۍ کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

آرون فینچ په دغه سیالۍ کې د لس شپږیزو او ۱۶ څلوریزو پر مټ په ۷۶ توپونو ۱۷۲ منډې جوړې کړې او خپل زوړ ریکارډ چې ۱۵۶ منډې و مات کړ، او نوی نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم ثبت کړ.

سربېره پر دې د استرالیا لوبډلې اوپنرانو لخوا په شل اوریزو سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو ملګرتیا هم وکړه، چې د مارټن ګپټل او کین ویلیمسن ریکارډ یې مات کړ او بل نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

مارټن ګپټل او کین ویلیمسن په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان پر وړاندې سیالۍ کې د ۱۷۱ ناسوځېدلو منډو ملګرتیا کړې وه چې تر دې دمه نړیوال ریکارډ وو، خو اوس د استرالیاوي اوپنرانو آرون فینچ او اصلي شورټ لخوا د ۲۲۳ منډو ملګرتیا وشوه او نړیوال ریکارډ یې پخپلو نومونو ثبت کړ.

د استرالیا او زمبابوې ترمنځ په شل اوریزو سیالۍ کې استرالیا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې په شل اورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۲۹ منډې جوړې کړې، آرون فینچ ۱۷۲ او اصلي شورټ ۴۶ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د زمبابوې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۹ منډې جوړې کړې او د ۱۰۰ منډو په توپير یې ماتې وخوړه، د استرالیا لخوا انډري ټای ۳ لوبغاړي وسوځول، دا د استرالیا لوبډلې لخوا زمبابوې ته په شل اوریزو سیالیو کې لومړی ماتې وه.

وړمه ورځ استرالیا لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په شل اوریزو سیالۍ کې د ۹ ویکټو په توپير ستره ماتې ورکړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د