څیړنه: د چاپیریال ککړتیا د شکر ناروغۍ ستر لامل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نوې څيړنې ښيي چې د چاپیریال ککړتیا حتی په هغه سیمو کې چې خوندي ښودل کیږي هم د شکر ناورغۍ ګواښ زیاتوي.

د امریکا ایالت واشنګټن په یوه طبي پوهنتون کې د یوې وروستۍ څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې د هوا او چاپيریال ککړتیا د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتولو تر ټولو ستر لامل دی.

څیړنه زیاتوي چې په نړۍ کې تر ټولو په چټکۍ خپریدونکي ناروغۍ «شکر»، یوازې د نامناسب خوراک او یا میراثي ناروغۍ لامل نه دی، بلکې د چاپیریال ککړتیا هم ددې ستر لامل کیدلای شي.

د څیړنې له وینا سره سم د چاپيریال ککړتیا له منځه وړلو سره کیدلای شي پر شکر ناروغۍ کنترول راوستلی شي، د شکر ناروغي په نړۍ کې اوسمهال تر ټولو چټکو خپریدونکو ناروغیو څخه ده، چې تر دې دمه تر ۴۲۰ ملیونه کسان په دغه ناروغۍ اخته دي، چې له دې څخه یوازې ۳۰ ملیونه کسان په امریکا کې له دغې ناروغۍ څخه کړیږي.

د یاد پوهنتون یوه پروفیسر زیاد العالي وایي چې «مونږ به دې هڅه کې وو چې د شکر ناروغۍ خپریدلو اصلي لامل وموندو، دا یوازې له نامناسب خوړو، میراثي ناروغي او یا د ژوند نورې چارو څخه دومره په چټکۍ سره نه خپریږي، دا به حتما یو بل لامل هم لري»، ددې لپاره یوه نوې څیړنه ترسره شوه، چې په پایله کې وموندل شول د چاپیریال/هوا ککړتیا د شکر ناروغۍ ستر لامل دی.

څیړونکو موندلې چې په نړۍ کې د چاپيریال ککړتیا هر کال د شکر ناروغیو له اوه حالتونو څخه یو حالت رامنځته کوي، دوی وایي چې د چاپیریال ککړتیا په پراخه کچه کنترولولو سره کیدلای شي د شکر ناروغۍ مخه ونیولای شي.

د څیړنې له مخې ویل شوي چې د چاپیریال ککړتیا څخه د شکر ناروغۍ موندل شوې پيښې په هند، پاپوا ګینیا، افغانستان او ګیانا هېوادونو کې ډیرې رامنځته کیږي، حتی هغه هېوادونه چې په پاملرنه کې تر ټولو وړاندې دي هم له دغه ستونزو سره مخ دي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د