د ظالمانو پر رېزو او دروازو باندي د عالمانو بوڼيزی

عبدالمالک همت

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ، عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:« مَنْ سَكَنَ الْبَادِيَةَ جَفَا، وَمَنْ اتَّبَعَ الصَّيْدَ غَفَلَ، وَمَنْ أَتَى السُّلْطَانَ افْتُتِنَ» دغه حديث ترمذي په کتاب الفتن، ٦٩ باب کي تر ٢٢٥٦ شمېره لاندي، ابو داود، په کتاب الصيد، باب ابتياع الصيد کي تر ٢٨٥٩ او ٢٨٦٠ شمېرو لاندي او نسائي، احمد او بيهقي روايت کړى دى. او د ابوداود په حديث کي دغه ټکي هم سته: « وَمَا ازْدَادَ عَبْدٌ مِنْ السُّلْطَانِ دُنُوًّا إِلَّا ازْدَادَ مِنْ اللَّهِ بُعْدًا» ترمذي د دې حديث په هکله ويلي دي: دا حديث حسن، صحيح، غريب دى. دغه راز علامه الباني هم دغه حديث او د ابوداود زياتوب صحيح بللى دى.

د حديث معنا داده : څوک چي په بيابانونو کي واوسي د عالمانو او خلکو سره د نه ناستي ولاړي له امله تند خويه کيږي. او څوک چي د لهو لعب لپاره تل په ښکار پسي ګرځي د خداى له طاعته او د خلکو له ناستي ولاړي غافله کيږي. او څوک چي ظالم او جابر واکمن ته ورځي د دين او دنيا له پلوه په فتنه او ازميښت اخته کيږي. د ابوداود په روايت کي دا هم راغلي دي: ظالم واکمن ته څوک نژدېکت نه زياتوي مګر هله چي له خدايه ليري والى غوره کړي.

په دې هکله د رشتيانيو عالمانو موقف :

علامه ابن حجر الهيتمي رحمة الله عليه د الزواجر عن اقتراف الکبائر کتاب په ١/ ١٥٨ مخ کي د ظالمانو او فاسقانو مينه او محبت د آيتونو او احاديثو په استناد کبيره ګناه بللې ده او زياتوي چي د ظالمانو او فاسقانو څخه ښه وړل او د صالحانو سره بغض او بد ځني وړل د اسلام سره پر بغض او د هغه له کړۍ څخه پر وتلو او بېلېدلو دلالت کوي او د اسلام بغض کفر دى.

د اسلام وياړلي تاريخ ښوولې ده چي رشتياني او عاملين ديني عالمان به د واکمنو دروازو ته نه درېدل، بلکي هغوى به يې اړ ايستل چي د دوى حضور ته ورسي. اوس هم د اسلامي  نړۍ رشتياني عالمان دغسي کوي.

وايي چي عبدالملک بن مروان د خپل زوى وليد لپاره د سيد التابعين سعيد بن المسيب رحمة الله عليه د لور د نکاح غوښتنه وکړه، خو هغه ورنه کړه او هغه يې خپل يوه بې وزلي شاګرد ته چي مېرمن يې تازه وفات سوې وه د دوو دراهيمو ولور په مقابل کي ورکړه . بيا يې د عبدالملک د دوو زامنو له بيعت ورکولو څخه ډډه وکړه او ويې ويل چي رسول صلی الله علیه وسلم په يوه وخت کي د دوو تنو سره له بيعت کولو څخه منع کړې ده.  د عبدالملک  والي هشام بن اسماعيل د هغه په امر په وژلو وګواښى ، په درو يې وواهه او په ښار يې وګرځاوه، خو هغه هر څه ومنل مګر د غير شرعي کار تر سره کول يې ونه منل. دغه راز وايي چي د عبدالملک بن مروان زوى عبدالله نومى کوم چي دونه ښه سړى وو چي هره جمعه به يې قرآن کريم ختم کاوه او د پلار د خلافت په وختو کي د روم غزا ته تللى وو او مصيصه نومى ځاى يې فتح کړى وو، يو وخت مدينې منورې ته ولاړ او هلته يې سعيد بن المسيب ته سړى ورواستاوه چي عبدالله غوښتى يې. هغه ورته وويل څه مي کوي؟ سړي ورته وويل ليده کاته او خبري درسره کوي. هغه جواب ورکړ زه د ده د خبرو نه يم. سړي دا حال عبدالله ته ووايه. هغه وويل چي نه راځي، نو پرې يې ږده.

سعيد بن المسيب يو ډېر ستر فقيه او د ډېر پراخ علم څښتن وو او په ٩١ هـ قمري کال د ٧٤ کالو په عمر وفات سو.

امام حماد بن سلمة بن دينار رحمة الله عليه ته چي د احنافو له امامانو څخه دى يوه خليفه سړى ورولېږى او ورته ويې ويل چي موږ ته په يوه مسئله کي څه مشکل پېښ سوى دى نو ته راسه چي موږ يې په هکله پوښتنه درڅخه وکړو. هغه ورته وويل : خليفه ته ووايه که ته په کومه مسئله کي د ستونزي سره مخامخ سوى يې ماته يې وليکه، زه به د هغې جواب درته وليکم.  دغه راز د تاريخ په کتابونو کي راوړي چي کله هارون الرشيد مدينې منورې ته ولاړى خپل وزير يحيى بن خالد برمكي يې په امام مالک رحمة الله عليه پسي واستاوه او ورته ويې ويل چي هغه کتاب چي تا ليکلى دى راوړه ، څو زه هغه ستا څخه واورم . امام مالک يحيى برمکي ته وويل:  زما سلام هارون ته وړاندي کړه او ورته ووايه چي علم يو داسي شى دى چي د هغه زيارت بايد وسي نه داچي علم د نورو زيارت وکړي. د علم سپکاوى مه کوه ، که نه لوى څښتن به ستا سپکاوى وکړي. دغه راز غنجار په خپل تاريخ کي له ابن منير څخه نقل کوي چي د بخارا پاچا امام بخاري رحمة الله عليه ته سړى ور واستاوه او ور ته ويې ويل چي ستا د احاديثو او تاريخ کتابونه راوړه څو زه هغه له تا څخه واورم. امام بخاري استازي ته وويل: پاچا ته ووايه چي زه نه سم کولاى چي ستاسي دروازې ته په درتلو سره علم ذليل او سپک کړم . که ستا زما سره څه کار وي نو ته زما مسجد يا کور ته راسه.

په ځينو کتابونو کي ليکلي دي چي سفيان ثوري رحمة الله عليه په مکه مکرمه کي وو چي له کوفې څخه د کور لخوا حال ورغى چي موږ بې خرڅه سوي يو. خو ده هيڅ نه درلوده. چا ورته وويل چي پاچا ته ورسه ګوندي څه درکړي. هغه ورته وويل : په لوى څښتن لوړم چي ما دنيا له هغه چا څخه لا نه ده غوښتې چي اصلي څښتن يې دى، نو له هغه چا څخه يې څنګه وغواړم چي څښتن يې نه دى. امام اوزاعي رحمة الله عليه فرمايلي دي: د لوى څښتن په نزد تر ټولو مبغوض هغه عالم دى چي د ظالم ملاقات او ليدو کتو ته ورځي. دغسي او دې وو ته ورته مثالونه بېخي ډېر دي. الله دي توفيق راکړي چي د ځان عزت له الله سبحانه څخه وغواړو، په مناعت نفس کي يې ولټوو او له هغو بې عزتو څخه يې ونه غواړو چي عزت د الله پر ځای له امريکايانو څخه غواړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

عزتمند همت صاحب

په عمر، صحت، ګوتو او قلم مو برکت شه.

masoom
میلمه
masoom

عبدالمالک همت صاب د مضمون لیکنې څخه یو جهان مننه لاکن داغه درباری ملایان خو هیڅ شرم نه لری الله دې هدایت ورته وکړی ځانونه یې وشرموول حق وینی مګر بیا هم د باطل په حق کې فیصله کړی داسې ملایانو د وجې خو دا عام ولس بې لارې شو

lal agha
میلمه

تاسونه هم ډیره مننه د دین ټیکه دارانو ُمفتیانو ستاسو دیو مولوی توهین د ۳۰۰۰ ملایانو ته بس دی د فتوا ټاپی مو جیب کی ګرځوی در اختر په دری ورځو کی دولتی عسکر مسلمان وګڼی اقتدا او لمونځون ورپسی کوی په څلورمه ورځ یی مرتد و کافر ثابت کړی