fbpx

نانسي دوپري

د 1927 اکتوبر– 10 د سپټمبر، 2017

لیکنه : فضل ربانی قاضی زی

د 1927 کال د اکټوبر میاشتې  3 نیټه وه چې نانسی د نیویورک په کوئورسټون کې سترګې نړۍ ته خلاصې کړې. خپل ماشومتوب دوره یې په هندوستان کې تیره کړې. هغه مهال مور او پلار یې د هند په کرالا ایالت کې دنده ترسره کوله، چیرته چې پلار یې د مهاراج مشاور تیر شوي دی. او مور یې برادوی ادا کاره.

نانسی په کال 1949 د بارنارد کالچ نه خلاصه شوه، او د چینایی ژبې زدکړې لپاره کولمبیا پوهنتون ته ولاړه. هغه خپله ماستری په چنیایی هنر کې د کولمبیا پوهنتون نه تر لاسه کړه، خو د هغې ژوند په بې سارې توګه له سویلی آسیا سره تړل شوی وو.

د لومړۍ ځل لپاره نانسی په کال 1962 افغانستان ته راغله. په لنډه موده کې یې د بامیان بودا په اړه کتاب ولیکل شو. کلونه پس، د لویس دوپری سره آشنا شوه. نامتو لرغونپوه او د افغان کلتور او تاریخ تاریخپوه. دواړه سره مینان کیږي او واده کوي وروسته له دې چې خپل لومړی خاوند نه طلاق اخلی.

د واده مراسم په کال 1966 کې په باغ بالا سیمه کې ترسره کیږي. وروسته د شوروری یرغل نه په کال 1979، نانسی مجبوره شوه چې افغانستان پریږدی، په داسې حال کې چې لویس پاتې شو. متحده ایالاتو ته د بیرته ستنیدو پر ځای، هغه  پېښور ته د مهاجرینو کمپ ته ولاړه. لویس د استخبارتی اداره سره د جاسوسۍ په تور ونیول شو. وروسته بیا له نانسی سره په پېښور کې د مهاجرینو په کمپ کې یوځای شو.

نانسی ویره درلوده چې د تل لپاره به د افغانستان په اړه ټول اسناد او آثار له منځه ولاړ شي. د دې لپاره چې دا اسناد خوندې وساتل شي او د نوی نسل لپاره یو درس وي هغې او لویس د افغان مرستو لپاره د همغږۍ اداره (اکبر) جوړه کړه. دوي د هغو دولتی او غیر دولتی  اسنادو په ټولولو پیل وکړ کوم چې د هیواد د تاریخ، فرهنګ، د شوروی جګړه، د مجاهدینو دوره، او د طالبانو دورې پورې اړوند وو. نانسی وویل کوم لوټول او غارت چې د شوروی یرغل ورورسته پیل شو، ډیرۍ بی ارزښته کتابونه د سوخت لپاره خرڅ شوي . ډیر شمیر کتابونه په وزن خرڅ شوی تر څو د خوراک څیزونه لاس ته راوړي.

کله چې په کال 2001 کې ایتلاف قووتونه افغانستان ته د ننه شول، نانسی ونشوی کولی چې زر بیرته راستنه شی، ځکه چې په کال 1989 کې لویس مړ شوی وه. دوی د خپل خوندی توب او ټولګو په اړه اندیښمن وو. چې په کال 1999 کې 7739 سرلیکونو ټولګې چې په پښتو، دری، فرانسوی، جرمنی او سیویدنی ژبې په کې شاملې وې له ځان سره لرلې.

په 2015 کال کې نانسی بیرته کابل ته ستنه شوه او له حکومت سره یې ګډ کار کړلو تر سو د (اکبر) ټولګو ته د ساتلو یو ځای برابر کړي. ټولګې کابل پوهنتون ته انتقال شوې او نوم یې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو په مرکز واوښت. د دوه میلونو امریکایی ډالرو په ارزښت په کال 2012 کې یو نوی تعمیر په کابل پوهنتون کې بشپړ شو. ډوپری خپل عمر د افغانستان او د دې بل کور سره  دوه تقسیمه کړ.

نانسی ډوپری سره له دې چې یوه ښه همکاره وه بلکه ډیره حلیمه نرم، مهربانه او د نیکو اخلاقو خاونده هم وه. سره له دې چې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز ریسه وه، خو چلند یې له ټولو سره یو شان د مینې ډک لکه افغانانو. نانسی خپل 55 کاله عمر له خپل وطنه او ټاټوبی ډیر لرې په افغانستان کې د افغانانو لپاره تیر کړ، له ټولو وختی راتله او له ټولو همکارانو ناوخته وته. تل به دا وه، ترخه قهوه او خپل لپ ټاپ یې. له هغه څه نه چې نانسی ډیر بد کیدل هغه دا وو چې کوم ځوان خپل وطن پریږدی او خارج ته تلل غوره کړي.

نانسی برسیره له دې چې د کتاب سره یې مینه درلوده روان او رسا قلم یی هم کارولی په لنډه توګه یې دلته د ځینو مقالو او  آثارو نمونه د ذکر وړ دي. لکه: د افغانستان تاریخی لارښود، د کابل تاریخی لارښود، د ملی موزیم لارښود او داسې نور …

د سپټمبر نهمه ، کال 2017 نانسی پس له ډیرو ناروغیو د 89 کلونو په عمر د کابل ښار امیری روغتون  کې د سهار 3:20 شاوخواه سترګې پټې کړې. او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز یې موږ ته په میراث پریښود.

اوس مهال دا کتابتون د 150000 نه زیاد اسناد لری

اوس مهال په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلومات په مرکز کې د ۱۵۰۰۰۰ نه زیادو اسنادونو ټولګې شتون لري، لکه کتابونه، څیړنیز راپورونه، نقشې، جراید او ورځپاڼې، مجلې، پوسترونه، د افغانستان تاریخي انځورونه، رسالې او بروشورنه او د مجاهدینو د خپرونو ټولګېاو د طالبانو د دورې، د کتابونو لړلیک، ویډیویي کسټونه، لیدنیز او غږیز کسټونه، ډي وي ډي او داسې نور … همدارنګه دا مرکز د مطالعې او څیړنې خونې لري چې په کمپیوټرونو او چټک انټرنټ باندې سبال دی.

http://acku.edu.af/

نانسی ډوپرې هغه میرمن چې تل یې د یادونو ډیوه بله او روښانه ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

نانسی چې دا دومره زیار ایستلو دخپل مذهب او کلتور لپاره یې هلې ځلې کولې چې مغربی فرهنګ څنګه افغانستان ته انتقال کړی او یوه داسې وطن ژوند ته ادامه ورکوی چې هلته سور اور بلیګی زموژ افغانان خو ما نه ولیدل چې د خپل دین لپاره دوۍ یورپ ته لاړوی همدغه عکس ، tv، موبایل، انځورګری ، او نور داسې الیکترونیکی ، سامان چې دا دوۍ د مذهب حصې دې او ځنې لوبې لکه کریکټ ، فټ بال

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

یاره د نن ورځی د امریکائیانو استعماری کړنو ته په کتو سره سړی دا نتیجه اخلی چه د صادق او صاف امریکائي شتون به پرون او نن او سبا یو خوشی خیال وی.