نظــر

د هوايي دهلیزونو تاریخچه

لیکونکي: محمد قیس (یاسیني)

لکه څرنګه چي تاسو ټولو ته معلومه ده، چي د انسانانو د پیدايښت سره سم انسانان د خپل ژوند د تیرولو په خاطر یو لوړ ضرورتونه درلود، چی دغه ضرورتونه به یی څه پخپله پورکول او ځینی اړتیاوی داسی شتون درلود چی انسان یی په خپله نه شو کولي چی هغه رفع کړی، نو دوی مجبور او مکلف ول چی د خپل ژوند د بقا په خاطر د بل انسان څخه د مرستی غوښتنه کړئ واي، نو همدا وو چی په نړۍ کی د انسانانو ترمنځ راکړه ورکړه شروع شوه چی دغه راکړه ورکړه په وړیا ډول صورت نه نیول، دوی به د جانب مقابل څخه هم یو اندازه غوښنتی درلودی چي هغه د همغی وخت پيسي په شکل رفع کیده، نو د ددی څخه وروسته انسانان دی ته مجبور شول، چی ځینی توکی د یوي سیمی څخه بلی سیمی ته انتقال کړی، دغه انتقالات به ضروری یو نقلیه وسیلی ته ضرورت درلود چی د همغه وخت د پرمختګ مطابق به صورت نیول، چی ځینی به یی د څارویو او ځینی نور به د انسانانو له خوا په خپله صورت نیول،دغه انتقالات به ځمکی او یا د اوبو له لاری ترسره کیده بیا داسی وخت راغی چی کله به قافلی او یا سواګریز کاروانونه د یو سیمی څخه بلي سیمی ته انتقالیده د ګڼو ستونزو سره مخ کیده چی ځینی به د غلو له خوا لوټ کیدی او ځینی به داسی هم وی چی د الهی افطونو له خوا لمنځه وړل کیدی، او بیا یو وخت هم داسی راغی چی یو هیواد بل هیواد سره خپل راکړه ورکړه یی پیل کړه چی دغه پروسه دومره دوام ونمونده دا ځکه چی هیوادونو د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر بل هیواد ځینی توکی د قاچاق په شکل انتقالول، او غوښتل چی بل هیواد کی د سیاسی او اقتصادی حضور پيدا کړی بیا د دولتونو ترمنځ ستونزی راولاړی شوی او دغه پروسه د جدی کنټرول لاندی ونیول شو. د کنټرول نه هدف دادی چی سوداګریز کارونونه به مکمله توګه پټل کیده او د چک او څار څخه وروسته بل هیواد ته انتقالیده چی دغه چاره سوداګرو لپاره یوه جدی ستونزه وه چی دغه پروسه تر او سه پوری دوام لری.

اوس راځو په دی باندی بحث کوو چی دغه پورته لیکنی ته ضروت څه وو، ضرورت یی دا وو چی مونږ باید په دی باندی ځان پوه کړو چی د سوداګری او ترانزیت پیل په کوم شکل وو او اوسنی سوداګرۍ او بیا خاصتآ هوایی دهلیزنه څنکه رامنځه شوو نو اوس مونږ په دی باندی اګاه شو چی د هوایی دهلیزونه د همغی پخوانی سوداګري او راکړی وکړی ځیګنده ده، بس اوس راځو په دی باندی بحث کوو چی هوایی دهلیزونه کله رامنځته شوو په کوم ځای کی او هدف یی څه وو.

په ۱۹۱۹ میلادی کال په انګلستان هیواد کی د الوتکو د کنټرول یو نړیوال کميټه اجاد شو، چی په لمړیو کی ۱۹ هیوادونه په دغه کمیټه کی غړیتوب درلود او دغه کمیټه کی یی لاسلیک وکړو او دغه کمیټه یی په رسمیت وپیژندل، دا کمیټه ځکه اجاد شو چی په ۱۹۱۹ملادی کال کی د فرانسی په هوایی حریم کی د دوو الوتکو ترمنځ یو ټکر واقع شو چی په هغه پيښه کی ۷ تنه پیلوټان چی په هغوی کی دوه تنه داسی پیلوټان ول چی هغوی روزنیز استادان ول او په انګلستان هوایی ډګر کی به یی پیلوټانو ته لارښونی او روزنیز کورسونو دایرول، دغه پیښه د انګلستان او نورو هیوادونو دولتونو ته د خطر زنګ وو، او دوی داسی فکر کول که دغه شان نوری پیښی واقع شی نو د قوی اقتصادی او انسانی علمی کدرونو د ننګونو سره به مخ شئ. همدا وو چی دوی دغه کمیټه اجاد کړ او۱۹ غړۍ هیوادونه پکی شتون درلود.

دغه کمیټه چی کله اجاد شو ددی فعالیتونه دا وو چی دوی به پیلوټانو ته لارښونی کولی او وخت په وخت هغوی ته مشوری او ټرینګونه ورکول، دوی ددی کارونو ترڅنګ د غړو هیوادونو په هوایی ډګرونو کی اضافی اشخاص وګومال او دوی به د الوتکو د ښکته کیدو په وخت کی پیلوټانو ته ښودل شوی اشاری کولی.د دوی بله لاسته راوړنه داوو چی په الوتوکو کی اضافی پیلوټان هم په دنده وګومال او په پروازونو کی به د نورو پیلوټانو سره مل او مرسته کول،دغه پورتنی ذکر شوی فعالیتونه یو لړ مصارفو ته اړتیا درلود، دغه کمیټه چی کومی پیسی د غړیتوب اخستلی دغه مصارف به پری نه تمیلیده نو همدا وو چی په کال ۱۹۲۰ میلادی کی دغه کمیټه د ستونزو سره مخ شو چی د دوامدارو ناسو څخه وروسته دوی په دی باندی وتوانیده او پریکړه وکړ چی هر هیواد د بل هیواد ځینی توکو ته ضرورت لری نو له دی څخه وروسته په هر الوتکه کی به یواندازه خوارکی او داسی نور توکی چی انسانان د هغی څخه ګټه پورته کوی، بل هیواد ته په الوتکه کی په وړیا ډول انتقال شئ او په بل هیواد کی د پلورلو څخه وروسته ګټه به یی دغه کمیټی ته ورکول کیږئ چی بیا دا پریکړه غړوهیوادونو له خوا منلو وړ وګرځید او هر هیواد مکلف وګڼل شو چی یو سیټ په اندازه ځای د کمټی په نوم ورکړئ او دغه سیټ د کمیټی د سیټ په نوم یادیده، چی په هغه ځای کی تجارتی توکی ځای پر ځای کیدی او کټه به یی کمیټی ته تلل. چی په ۱۹۲۰ میلادی کال کی دغه کمیټه د هر هیواد څخه د غړیتوب د فیس ترڅنګ یو سیټ ځای د کمټی په نوم خپل کړ.

کله چی کمیټه ددی ګټی په خوند پوه شو، چی توکی د ځمکی او اوبو په نسب په ارزانه او ژر هیوادونو ته انتقالیږی نو دوی په خپلو کی داسی پریکړه وکړه چی ټول غړۍ هیوادنونه په شریکه یو الوتکه د تجارتی توکو د انقال به خاطر اخلو او او تجارتی مواد به پکی انتقالوو چی بلاخره دوی همداسی وکړه د انګلستان هیواد یو الوتکه په شریکه د کميټی په نوم واخستل شوو، او اموال به پکی انتقالیده چی په لمړیو کی غړی هیوادونه یواځی کولی شول چی توکی پکی خپلو هیوادونو ته انتقال کړی. چی دغه انتقال به یواځی کمیټه کول چی بیا د څه وخت څخه وروسته د غړو هیوادونو سوداګروته هم اجازه وکړل شو چی دوی هم کولی شی چی خپل توکی بل غړی هیواد ته انتقال کړئ، البته د یو معلوم فیس په واسطه، چی څه وخت وروسته نورو هیوادونو سوداګرو ته هم اجازه وکړل شو او بیا دا چار داسی شو چی کوم هیواد د غړیتوب نه پرته غوښتنه کول چی مونږ دغه توکو ته ضرورت لرو نو هغوی ته هم انتقالات صورت نیول، چی بیا دغه پروسه ننی هوایی دهلیزونو شکل یی ځانته اختیار کړ او د هیوادونو د تفاهم څخه وروسته هوایی کارګو ګانی (د توکو ډک الوتکه) یو هیواد څخه بل هیواد ته لیږدول کیږی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x