پاکستان او امریکا د افغان سولې په اړه د ګډې همکارۍ هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سویلي اسیا د چارو مرستیاله مسؤوله الیس ویلز تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره ملاقات کړی او د راپورونو سره سم دواړو اړخونو په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکارۍ توافق ته رسیدلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه اړخونه پر دې متفق وه چې په سیمه کې د سولې او امن لپاره کار وشي او هغه ګامونه اوچت شي چې دغه هدف ته رسیدګي اسانه کوي.

امریکايي مسؤوله پاکستان ته په ۳ ورځني سفر تللې وه او هلته یې د جنرال باجوه سربېره د بهرنیو چارو وزیرې تهمینه جنجوعه او د مالیې وزیر شمشاد اختر په شمول د ګڼ شمېر هیوادونو د سفیرانو او چارواکو سره لیدلي دي.

د یادوني وړ ده چې امریکايي مسؤولي په دې وروستیو کې د رسنیو له لاري داسي پيغامونه ورکړي چې ګواکي د طالبانو سره امریکا خبرو ته اماده ده او حتی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د برخلیک په اړه به ورسره خبره کوي.

باید وویل شي چې طالبانو هر وخت ټینګار کړی چې د افغانستان د شخړي اصل اړخ امریکایان دي، ځکه دوی لومړی د امریکایانو سره د حل په موخه خبري کول غواړي او د هغوی څخه غوښتنه لري چې د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره دي ضرب الاجل وټاکي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د