کرېکټ: د کی ایل راهول په زړه پورې سلیزې هند انګلستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او انګلستان ترمنځ په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې هند لوبډلې انګلستان لوبډلې ته د کی ایل راهول په زړه پورې سلیزې په مرسته ماتې ورکړه.

د انګلستان او هند لوبډلو ترمنځ له درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې انګلستان لوبډلې لومړی توپوهونه وکړه چې په شل اورونو کې یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې هند لوبډلې د دوه لوبغاړو په سوځېدلو او د کی ایل راهول سلیزې په مرسته ټاکلی هدف لس توپونه وړاندې پوره کړ.

د انګلستان توپوهونکو ښه پېل وکړ، چې په لومړي سر کې اوپنرانو په ۵ اورونو کې د ۵۰ منډو ملګرتیا وکړه، ورپسې دویمه ویکټه په دولسم اور کې د ۹۵ منډو په جوړولو وسوځېده، چې وروسته د کولدیو یادو په زړه پورې توپ اچونه انګلستان ونکړای شول ستر هدف وټاکي.

ددوی لخوا جیس روی ۳۰، بټلر ۶۹ او ډیویډ ویلي ۲۹ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې اومیش یادو ۲، کولدیو یادو ۵ او هاردیک پاندیا ۱ ویکټه واخیسته.

په ځواب کې هند لوبډلې په لومړي سر کې ویکټ له لاسه ورکړه خو له هغه ورورسته د روهیټ شرما او کی ایل راهول په زړه پورې ملګرتیا هدف پوره کول اسانه کړ، او په همدې ډول یې ټاکلی هدف د ۲ ویکټو په سوځېدلو په ۱۹م اور کې پوره کړ.

شیکر دهاون ۴، روهیټ شرما ۳۲، کی ایل راهول ۱۰۱، او ویرات کوهلي ۲۰ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې ډیویډ ویلي او عادل رشید یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه. کولدیو یادو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالۍ به په ۶م جون د جمعې په ورځ ترسره کیږي.