ورزش

فوټبال نړیوال جام: سویډن سویس او انګلستان کولمبیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام د ۱۶م راونډ پړاو په وروستۍ ورځ سویډن له سختې لوبې وروسته سویس ته، او انګلستان په پینالتي شاټونو کولمبیا ته ماتې ورکړه.

په دې سره دویم پړاو پای ته ورسېد، چې په کې ۸ لوبډلو کوارټر فاینل ته لار وموندله، او ۸ لوبډلې له سیالیو بهر شوې.

په همدې ډول تېره شپه د سویډن او سویس، د انګلستان او کولمبیا لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې، چې سویډن سویس ته په یو-صفر او انګلستان کولمبیا ته په پینالتي شاټونو وهلو په ۴-۳ ماتې ورکړه.

په لومړۍ سیالۍ کې چې د سویډن او سویس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د سویډن په بریا په زړه پورې پای ته ورسېده، د سویډن لخوا په ۶۰مه دقیقه کې ګول ووهل شو، خو وروسته د سویس لوبډلې حملو ونکړای شول ګول ووهي او لوبه په یو صفر پای ته ورسېده، په دې سره سويډن لوبډله کوارټر فاینل ته ووتله.

په دویمه سیالۍ کې چې د انګلستان او کولمبیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، زړه راښکونکې وه، د لوبې په ۵۷مه دقیقه کې د انګلستان لخوا په پینالتي شاټ ګول ووهل شو، چې تر ۹۳مې دقیقې یې دوام وکړ، په اضافي وخت ۹۳مه دقیقه کې د کولمبیا لخوا حیرانونکی ګول ووهل شو او سیالۍ یې مساوي کړه.

د ۳۰ دقیقو نور اضافي وخت ورکولو وروسته هم کومه لوبډله ونه توانېده ګول ووهي چې د پینالتي شاټونو له لارې پریکړه وشوه، په پينالتي شاټونو کې انګلستان ۴ او کولمبیا ۳ ګولونه ووهل، په همدې ډول کولمبیا له سیالیو بهر او انګلستان کوارټر فاینل ته لار وموندله.

کوراټر فاینل کې به څوک له چاسره او په کومه نېټه لوبیږي؟

  • یوروګوای د فرانسې پر وړاندې، ۶مه نېټه د جمعې ورځ د ماښام ۶:۳۰ بجې. (افغانستان وخت)
  • برازیل د بیلجيئم پر وړاندې، ۶مه نېټه د جمعې ورځ د شپې ۱۰:۳۰ بجې.
  • سویډن د انګلستان پر وړاندې، ۷مه نېټه د شنبې ورځ، ماښام ۶:۳۰ بجې.
  • روسیه د کرویشیا پر وړاندې، ۷مه نېټه د شنبې ورځ د شپې ۱۰:۳۰ بجې.

یاده دې وي چې د نیمه پایلوبو سیالۍ به د ۱۰مې نیټې څخه پېل کیږي، او له درېیم مقام ترلاسه کولو سیالۍ وروسته به په ۱۵م جولایي د نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x