افغانستان

کونړ: دفاع وزارت د لوړ پوړي پاکستاني طالب د وژل کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي په کونړ کې يې د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ یو بل غړی وژلی دی.

د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش وايي، په هوايي برید کې يې د عمر په نوم هغه کس وژلی چې د پاکستاني طالبانو د مشرانو له ډلې دی.

هغه ویلي تر اوسه يې د هویت په اړه کره څه نه شي ویلی، خو د کونړ ځايي چارواکي بیا وايي چې بې پیلوټه برید کې قومندان مولوي یاسر وژل شوی دی.

نړۍ نیوز د ځینو سرچينو په حواله لیکي، چې عمر فاتح په استاد فاتح، داود او یاسر هم مهشور و، چې د سوات اوسېدونکی او د ملا فضل الله نږدې ملګری ګنل کېده.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د تېرې میلادي میاشتې په ۱۳مه کونړ کې امریکايي بې پیلوټه په نښه کړ.

د ملا فضل الله له وژل کېدو وروسته د افغان مهمو چارواکو یو پلاوي اسلام اباد ته سفر وکړ، خو د راپورونو پر اساس تش لاس بېرته راولېږل شول.

یاد پلاوي ته سره له دې چې د ملا فضل الله د وژنې په بدل کې د معاملې پر اساس څه په ګوتو ورنه غلل، بلکې پاکستان د خپلو نورو اوامرو لست وروړاندې کړی دی.

له افغان پلاوي غوښتل شوي و، چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم رسمي تایید وکړي او هم په لست ورکړل شوي طالبان په نښه کړي.

تر اوسه پاکستاني طالبانو د عمر فاتح د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x