افغانستان

فارياب: کمانډو عسکرو پر لاریونوالو ډزې کړې؛ هغوی ولایت مقام سوځولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): فاریاب کې د جنبش د اربکي قومندان په ملاتړ لاریون کې کمانډو عسکرو دوه تنه وژلي او پنځه نور ټپیان کړي.

لاریون کوونکو وروسته له هغه چې ګډونوال يې مړه او ټپیان شول، د ولایت مقام ودانۍ ته اور ورکړ.

سلام وطندار د ځايي سرچينو په حواله وايي چې لاریون کوونکي لا هم د ډېرېدو په حال کې دي او بشپړ په تاوتریخوالي اوښتی دی.

نظام الدین قیصاري چې د دوستم له لوري په فاریاب کې لوی استازی، د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د اربکیانو مشر و، تېره ورځ د کمانډو ځواکونو له لوري ونیول شو.

په فاریاب کې د دوستم او د هغه ملاتړو لاریون دویمې ورځې ته اوږد کړ، چې د طلوع نیوز د راپور پر اساس لاریون يې په تاوتریخوالي اوښتی، کمانډو عسکرو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي، پنځه ټپیان دي چې غبرګون کې يې لاریون کوونکو د ولایت ودانۍ باندې اور بل کړی.

د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتو سرپرست محمد رادمنش ويلي، د قیصاري په اړه به محاکم خپله پرېکړه کوي.

جنرال دوستم وړمه ورځ د هغه د خلاصون اړوند اعلامیه خپره کړه او همدارنګه د دوستم، محقق او عطامحمد نور له لوري د جوړې شوې ډلې «د افغانستان د خلاصون ایتلاف» هم په خپره کړې اعلامیه کې د هغه خلاصون غوښتی دی.

په دې غبرګو اعلامیو کې حکومت ګواښل شوی چې که دغه ټوپکي خوشی نه کړي شمال کې به ټاکنې تحریم کړي.

نظام الدین قیصاري چې په سیمه کې په غلا، فساد او بد اخلاقۍ تورن دی، تېره ورځ له کابل څخه فاریاب ته له تللي پلاوی سره له لفظي شخړې وروسته ونیول شو او کابل ته ولېږل شو.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی فتح الله قیصاري وايي هغه په یوه ورځ اوه تنه ولسي وګړي ځای پر ځای ووژل، هغه د حکومت دا اقدام ستایلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x