افغانستان

د افغانستان په اړه د پنټاګون راپور هم پر «سیاسي حل» ټينګار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د وضعیت په اړه شپږ میاشتنی راپور د امریکا کانګریس ته وړاندې کړی دی.

دغه راپور چې «په افغانستان کې د امنیت او ثبات پیاوړتیا» تر عنوان لاندې د تېر میلادي کال له ډسمبره د روان کال تر می میاشتې پورې، تیار شوی دی تېره ورځ کانګریس ته وسپارل شو.

په دې راپور کې د روانې جګړې پر سیاسي حل ټینګار شوی او پنټاګون غیر مستقیم منلې چې دا جګړه پوځي حل نه لري.

په راپور کې پر طالبانو هم غږ شوی چې دا نظریه باید له سره وغورځوي چې ګواکې په جګړه به جګړه وګټي.

راپور کې د جنوبي اسیا اړوند د امریکا د ستراتېژي ستاینه شوې او ویل شوي چې دا ستراتېزي د دې علت شوه، چې د افغانستان د روانې جګړې د سیاسي حل هیلې پیاوړې کړې.

د دې تر څنګ پنټاګون له کانګریسه غوښتي چې د افغان عسکرو روزنه، تمویل او مشوره باید پرې نه ښودل شي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستالې هم داسې څرګندونې وکړې چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د امریکا تیاری ترې څرګندېږي.

هغې ویلي تیاره ده چې په خبرو کې د خپلو ځواکونو د ویستلو مهالویش هم ور ځای کړي.

د شنونکو په باور د افغان سولې لپاره مهمه ده چې بهرني پوځیان د وتلو مهالویش وټاکي، تر څو طالبانو ته هم د جګړې پلمه پاتې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x