افغانستان

د ټاکنو کمیسیون لا هم په ډېرو ولایتونو کې کمېشنران نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، په ګڼو ولایتونو کې لا هم کمېشنران نه لري او دا يې د کار پر وړاندې لوی خنډ دی.

د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر غلام دستګير هدایت د پړې ګوته حکومت ته نیسي او وايي چې لا يې هم د دوی د کارکوونکو په ګمارنه کې ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هر ولایت کې دریو تنو کمېشنرانو ته اړتیا ده، چې پر همدې اساس يې جمهوري ریاست ته د ۱۰۲ تنو لیست سپارلی و، خو هغوی پکې یوازې ۲۷ تنه تایید کړي دي.

هغه وايي ارګ ورته دا هم نه دي ويلي، چې د کومو دلایلو له مخې يې د ۱۰۲ تنو له منځه یوازې ۲۷ تنه تاييد کړي دي؟

په ارګ کې د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا ويلي، د ټاکنو کمیسیون له لوري ور معرفي شويو کسانو کې ډېری ځکه رد شوي، چې په معیار برابر نه و.

د نوماندانو د ابتدايي لیست له خپراوي وروسته د شکایتونو اورېدو لپاره یوه میاشت وخت دی، خو لا هم په ولایتونو کې کمېشنران نشته، ځکه خو په ګڼو ولایتونو کې دا پروسه په ټپه درېدلې ده.

ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د تلې په اته ویشتمه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x