fbpx

امریکا څرنګه د طالبانو سره خبرو ته اماده شوه؟

لیکوال: عبدالرحمن

د کابل پروسې په وروستۍ غونډه کې چې د روان کال فروري میاشتې پر اته ويشتمې تر سره شوه، ولسمشر اشرف غني په کښي د سولې یوه طرحه وړاندي کړه چې په هغې کې یې د اساسي قانون په چوکاټ کې طالبانو ته د یوه سیاسي ګوند جوړولو او ورسره هغوی ته د پاسپورټ ورکولو، تور لیست ختمولو او د مذاکراتو لپاره د دفتر پرانیستلو او ځینو نورو اسانتیاو اعلان وکړ. (د اشرف غني د وینا متن)

که څه هم په رسنیزه توګه د اشرف غني د سولې طرحې ته ډېر کمپاین وشو خو دا چې په دغې طرحې کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او بهرنیو هیوادونو رول ته هیڅ اشاره نه وه شوې، د لومړۍ ورځې څخه ټوله طرحه د منفي عکس العمل سره مخ شوه.

د طالبانو پر ویب پاڼه هغه وخت په یوه تبصره کې وویل شول  ( د اسلامي امارت دغه دریځ چې په افغانستان کې د سولې او ارامي د راتلو يوازينۍ لار او موثر ادرس دا بولي چې هغه څوک له دوی سره د مذاکراتو او خبرو اترو میز ته کښیني چا چې په افغانستان کې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې نارواجګړه شروع کړې، د افغانستان خاوره او ارزښتونه یې اشغال کړي او د افغانانو د ملي حاکمیت په مرۍ يې پښه ایښې، چې هغه امريکايان دی.).

د طالبانو په همدې تبصره کې د کابل پروسې له لوري وړاندیز شوي تنازلات «نمایشي او سطحي» بلل شوي وه، او موخه یې دا بللې وه چې امریکا او افغانستان د ولسونو له فشاره ځان خلاصول غواړي. (شهامت ویب پاڼه)

ډارماټیک بدلون:

په کابل کې د حکومت په غوښتنه د حکومت پلوه ملایانو غونډه جوړه شوه چې ډیری کسان یې بیا هم دیني عالمان نه وه، او حکومت خپله له مخکې ترتیب شوې فتوا وویشله، په دغه فتوا کې هم بهرنیو ځواکونو ته هیڅ اشاره نه وه شوې، بلکې ډیر ټینګار پر دې شوی وو چې په افغانستان کې د وروڼو تر منځ جګړه ده، باید په هره ممکنه لاره پای ومومي او د اصلاح بین الاخوه لپاره کار وشي. (د فتوا متن)

ددغې غونډې لپاره هم له مخکې او هم وروسته ډیر تبلیغات وشول خو تاثیر یې تر دې وړاندي چې غونډه جوړه شي، بایللی وو، ځکه چې مالومه خبره وه چې حکومت به دا کار کوي او ځیني دیني عالمان به د پخوانیو هڅو په توګه په زور او چل سره را ټولوي.

خو له دغې غونډې وروسته او همدې ته په استناد اشرف غني وویل چې د علماو د غوښتنې سره سم به د اتو ورځو (د ۲۷مي روژې څخه بیا د اختر تر ۵مې) یو اړخیز اوربند اعلانوي.

اوربند هغه یوازینی عملي ګام وو چې اشرف غني اوچت کړ او د ولس له خوا په درنه سترګه ورته وکتل شول.

طالبانو چې تازه یې د خپل مشر شیخ هبة الله اخوندزاده اختریز پيغام نشر کړی وو او ټینګار یې کړی وو چې دوی د خپل سیاسي دفتر له لاري د سوله ییز حل د موندلو هڅه کوي او د بهرنیانو پر وتلو یې ټینګار کړی وو، د اختر په ۳ ورځو کې د اوربند لپاره بیله اعلامیه خپره کړه. د طالبانو له لوري بیا هم بهرنیان مستثنی ګڼل شوي وه. (د اوربند اعلامیه)

د کابل پروسې د ناکامي طرحې څخه نیولې بیا د اشرف غني د اوربند او علماو ناکامي غونډي پوري د طالبانو ټول ټینګار د بهرنیو ځواکونو د برخلیک په اړه هغه اساسي ټکی وو چې تر اوسه لا اشرف غني او د امریکا اداره ورته اماده نه وه..

خو د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ټوله نړۍ په حرکت را وستل ځکه داسي هیڅ اټکل نه کیده چې طالبان به داسي یو قدم اوچت کړي او یا به داسي یوه پریکړه عملي کړای شي، خو ټوله نړۍ هکه حیرانه شوه چې څرنګه د افغانستان پر سرتاسرۍ کې د اختر په لومړیو درو ورځو کې اوربند او ورسره امنیت تامین شو او طالب جنګیالي ښارونو او ولسوالیو ته را ښکته شول.

د نورو ډیرو ګټو سربېره د طالبانو د صف یووالی او د خپل امیر اطاعت یې یو بې مثاله لاسته راوړنه وه چې هم یې نړۍ او هم یې د افغانستان ولس مطمئن کړ. او ورسره یې د طالبانو د ولس هوسایني ښه نیت روښانه کړ. (د اوربند وروسته د طالبانو اعلامیه)

ولسي خوځښت:

د اوربند په موده کې په کابل کې د میشتو ځوانانو هغه سوله ییز حرکتونه او ورسره پر ټولنیزو پاڼو ولسي او رسنیز غبرګون یو ځل بیا ټول افغانستان ته د سولې امیدونه را ژوندي کړل او د سولې پر لوري يې هر قدم اخیستل اسانه کړ او په ورته وخت کې يې ټول ولس او نړیوالو ته څرګنده کړه چې په افغانستان کې اصل ستونزه له بهرنیانو را جوړه ده، افغانان په خپلو کې څلویښت کلنې تربګنۍ په درو ورځو کې شاته غورځولای شي او نړۍ ته د خپل ملي احساس او وطن مینه څرګندولای شي.

په ورته وخت کې د هلمند څخه روان شوی ولسي وګړي چې نور د افغانستان له جګړې په تنګ راغلي، د هلمند څخه په کم شمېر روان شوي کابل ته په ډیر شمېر ورسیدل، دوی ۷۰۰ کیلومتره لاره پر پښو مزل وکړ او پر لاري يې ځای ځای له ځانه سره نور ولسي وګړي ملګري کړل، په کابل کې يې په اشرف غني تر لسو ورځو پوري نور یو اړخیز اوربند وغځاوه او د بالاخیره یې د ولسي او طالبانو د غوښتنو سره سم د امریکا د سفارت مخته پړاو واچوی، دوی اوس هم د امریکا د سفارت مخته د یو ولسي خوځښت په حیث ناست دي، د امریکا سفارت، ځواکونو، حکومت او بالاخیره د امریکا ولس ته دا پيغام لري چې په افغانستان کې ستاسو ځواکونه د سولې او پرمختګ تضمین نشي کولای، دوی دلته ۱۷ کاله اوږده جګړه وکړه او لا یې هم د ختمېدو هیڅ امکانات نه لیدل کیږي. (امریکايي څیړونکي بانیټ روبن ته د پرلت کوونکو پيغام)

د امریکایانو له لوري د طالبانو سره مخامخ خبرو ته امادګي:

د بریالي اوربند وروسته لومړی اشرف غني اعلان وکړ چې د طالبانو سره د خبرو پر میز د بهرنیو ملاتړو او ځواکونو د برخلیک په اړه خبرو ته اماده دی، دا لومړی ځل وو چې اشرف غني دغه خبري ته راغلی، کنه دا خبره یې نه د کابل پروسې په طرحه کې کړې وه، نه یې د علماو د غونډې له لاري مطرح کړه او نه یې وروسته د اختر او اوربند په پيغام کې وکړه. (د اشرف غني وینا)

زما په نظر دا یو ستر بدلون دی، او دا بدلون یوازي د طالبانو له لوري د اوربند د بریالي عملي کیدلو او همداسي د هغوی له لوري لومړی د امریکایانو سره د مخامخ خبرو ټینګار او د ولس له لوري د طالبانو سره په دغه برخه کې همغږي بالاخره لومړی اشرف غني اړویست چې دغه خبره وکړي او ورسره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په نامه خبرپاڼه نشر شوه. (دامریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرپاڼه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عمومي ډول د افغانستان په اړه خبرپاڼې د وزیر په نامه نه بلکي د وزارت او یا سفارت په کچه خپروي، په ځانګړي ډول داسي خبرپاڼې چې په هغو کې ددوی له لوري طالبانو ته حیثیت ورکول کیږي. دوی دغه کار کله د یوه ویاند، کله د جنرال، کله د یوه سفیر او کله بیا په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه چارواکي چې اکثره یې هویت هم نه وي څرګند، نظرونه رسنیز کوي.

خو دا ځل یې په څرګنده توګه د بهرنیو چارو وزیر په نامه خبرپاڼه نشر کړه چې په کښي د اوربند ستاینه شوې وه او ورسره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر د مذاکرې یادونه شوې وه او په ځانګړي ډول د کابل حکومت تر څنګ د یوه متوازي قوت په حیث د طالبانو یادونه شوې وه او ویل شوي وه چې امریکا اماده ده تر څو د افغان حکومت سره، د طالبانو سره او د افغان ولس سره په ګډه د افغانستان د تلپاتي سولې لپاره کار وکړي.

طبعا دا یوه واضحه اشاره وه چې امریکا نور د طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر خبرو ته اماده ده، ځکه چې د ځواکونو ایستلو موضوع د حکومت له خوا له سره مطرح نه ده، بلکې همدا طالبان او تر څنګ یې افغان ولس دی چې نور د بهرنیانو شتون د افغانستان په زیان بولي او ژر تر ژره یې د ایستلو غوښتنه کوي.

زما په نظر د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبرپاڼه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره او د طالبانو سره د ګډ کار یادونه داسي اشارې وي چې له مخې يې د امریکایانو په پالیسي کې لوی بدلون ځیني څرګندیږي.

طبعا امریکا د خپل ټول غرور او د نړۍ د یوازیني واکمن په حیث کله هم په صراحت سره نه مني چې دوی په افغانستان کې ماتې خوړلې او نور د یوه مات شوي قوت په توګه د خپل دښمن سره خبرو ته اماده ده، خو دا اشارې دي چې دیپلوماتیکو اړخونو ښه درک کړي او داسي څرګندیږي چې نور امریکا دې پایلي ته رسیدلې چې ځواکونه وباسي خو هغه په اصطلاح د «وړو پزه» غواړي. (نن ټکی اسیا کې د یوه امریکايي لیکوال لیکنه په کتو ارزي)

افغانستان ته د الیس ویلز راتګ او څرګندونې:

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلې اسیا د څانګې مشره الیس ویلز افغانستان ته سفر وکړ او په لوړه کچه یې لیدني وکړې.

دې په خپلې یوې مطبوعاتي وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا د ځواکونو د ایستلو پر سر هم د طالبانو سره خبرو ته اماده ده. (رویټرز)

خبري به له کومه پیلیږي؟

که څه هم د افغانستان حکومت په مکرر ډول په کابل کې د خبرو د پیل غوښتنه کړې او یا هم په یوه او بله توګه د افغانستان په داخل کې یوې او دوو سیمو تعیین ته اشارې کوي خو د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده په څرګندو ټکو په خپل پيغام کې یو ځل بیا د قطر پر سیاسي دفتر اعتماد تازه کړ او ووې ویل چې دغه ادرس د سولې موندنې په هڅو او لټه کې دی. (د شیخ هبة الله اخوندزاده د اختریز پيغام متن)

زما په نظر دا به ډیره مهمه وي چې امریکایان او افغان حکومت ددې پر ځای چې په نورو مشبوهو لوریو پسي هلي ځلي وکړي او یو ځل بیا د پخوا په څیر د هټيوالو او نانوایانو په لاس ونه لوبیږي، د سیاسي دفتر سره دي مستقیم تماس ټینګ کړي او هر څه خبره چي وي، د هغوی له لاري يې مستقل طالبانو ته ورسوي.

ښه به وي چې د خپلې لوري داسي خبرپاڼي او مرکې هم نشر کړي چې ددوی نیتونه نور هم ځیني څرګندیږي چې دوی د سولې په اړه څومره صادق دي، د مثال په ډول د طالبانو په سیمو کې دي د بمباري نه کولو او چاپو نه اچولو یو اړخیز اعلان وکړي، مثلا د یو شمیر هغو بندیانو د خلاصون اعلان دي وکړي چې ددوی په چاپو کې نیول شوي او ځیني نور داسي اقدامات چې طالبانو ته د دوی ښه نیت وښيي.

بلخوا باید د طالبانو اړخ هم د مسؤولیت احساس وکړي او له دغه جوړ شوي فرصت څخه استفاده وکړي.

دا سمه خبره ده چې ولس او نړۍ ته ددوی د صف یووالی او قوت مالوم شو، اوس مهمه داده چې د همدې لاسته راوړنو څخه څرنګه ګټه پورته شي؟

طالبانو په مکرر ډول ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنۍ جګړه ګټونکی نه لري او وروستی خبره به یې د خبرو له لاري حل کیږي، مګر د خبرو دغه وخت به کله را رسیږي؟ ایا اوس یې وخت نه دی چې طالبان په لوړه کچه د امریکایانو سره خبرو اترو ته کښيني او لکه څرنګه چي يې پالیسي ده، هغه سي ورسره مذاکرات وکړي.

په اوس وخت کې د افغان حکومت له لوري او امریکا له لوري داسي رسنیزي هڅي کیږي چې له امله یې طالبان د ولس او نړیوالو په مخ کې د سولې پر وړاندي اصل خنډ بلل کیدای شي، ځکه چې هم امریکا او هم د افغانستان حکومت د طالبانو سره خبرو ته اماده دی، خو طالبان دي چې هر نوعه خبرو ته منفي جواب ورکوي او پر جګړې ټینګار کوي.

ځکه نو زما په فکر طالبان باید ژر تر ژره د سولې لپاره خپله طرحه وړاندي کړي، داسي یوه طرحه چې د ټولو اړخونو ابرو په کښي خوندي او بالاخیره د افغانستان د روان څلویښت کلنۍ جګړې او اشغال پای ته ورسیږو.

د یو ازاد او سوله ییز افغانستان په هیله

avatar
6 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سوله ،اوربند
میلمه
سوله ،اوربند

ځکه خبری ته اماده شو چه ،په دا پاسنی عکس کی د طالیبانو مشرانو ## څخه وډار شو.ماشآلله ##،دوا مو شه،

ځدران
میلمه
ځدران

سوله، اوربند !!!!!!!!!!۱ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ کشکی یو څو لغاتونه مو ورسره نور یو ځای کړی وی پوره کرښه تری جوړه شوی وی ، که یی کامه منځ کی نه وی مونږ به ویل چه سوله یی لمړی او اوربند یی دوهم نوم دی او سوله مونث او اوربند مذکر نومونه دی داسی نوم دی لکه ښځه او میړه چه مټ په مټ شوی او لا د کوم ایجړا نوم وی کفر او اسلام دی خپله خوښه ، هر څوک به د ځآن دفاع کوی مګردغه نوم خو دی سم کړه خلک حیران دی څرنګه درته ولیکی چه [ سوله، اوربند صاحب… نور لوستل »

سوله ،اوربند
میلمه
سوله ،اوربند

زه په دا نوم افتخار کوم.مونث ته مونث یم،او مذکر ته مذکر،ایجړا ته هم ایجړا،ټول الله ج پیدا کړی دی،نو په دا کی کوم توهین دی؟دا د الله ج بڼده ګان نه دی؟ته ځان ته الحاج او هم استاد وایی ،نو د ستا په قانون کی مونث،ایجړا.مذکر باید تو هین شی؟هیڅ څوک حق نه لری چه ایجړا توهین کړی،خو تاته دا حق دجال درکړی،ځکه چه د دجال (لندن)ښار کی اوسیږی،کفر کی هر څه روا دی.

ځدران
میلمه
ځدران

سوله، اوربند صاحب! بخښنه کوه مونږ د مونث، مذکر او د دوی ترمنځ ( ایجړا ) سره تعصب نه لرو مونږ مذکر یو او له مونث او مذکر ( پلار او مور ) پیدا شوی یو . صرف ستاسی دنوم په اړه می لیکلی چه نوم دی ډیر اوږد او دوه کسانو نوم دی . زما نوم ځدران او لویه پکتیا کی اوسیږم حج می کړی الله ج دی قبول کړی فکر کوم تاسی ته زمونږ په اړه غلط فهمی ایجاد شوی. که په پورتنی تبصره خوابدی شوی بخښنه کوی بیا به داسی څه نه درته لیکم ماویل نوم دی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

طالبان باید په سیاسي ډګر کې ډېر فعاله واوسي او د مسلسلو بیانیو په خپرولو له هر فرصت څخه په اعظمي توګه ګټه پورته کړي.

همدارنګه پېیلو او ناپېیلو رسنیو ته ښایي چې سولییز ژورنالیزم ته پام واړوي او د جګړییزې تبلیغاتي ترمینالوژی له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

أور تور
میلمه
أور تور

مجترم عبالرحمن صاحب سلام!ستاسود زړه سواندۍ داحساس نه ډکه تحلیلی لیکنه ډیره پر وخت او ټولو لوروته خورا دپام وړیوه یادونه ده.ژوندئ اوسې.

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

حالا وقت آنست که امریکا/ناتو شکست خورده حکومت ملت افغانستان طالبان را برسمیت بشناسند و لطفاًاین نوشته مرا مطالعه نماید!
https://www.veteranstoday.com/2018/07/01/494470/

بریالی "سعیدی"
میلمه
بریالی "سعیدی"

الله ج خیرکری بایدنور رور وژنه بس کرو

احمد
میلمه
احمد

یوه ګټوره، پر وخت او پر ځای لیکنه ده نن ټکی اسیا باید داسي څیړنیزو او تحقیقاتي لیکنو ته لومړیتوب ورکړي دلته رشتیا هم لوی مشکل د بی باورۍ دی باید نه طالبان، نه حکومت او نه هم امریکایان داسی ګامونه اوچت کړي چې بی باوري لا زیاته شي بلکی بارونه باید سره را نیژدی شی د افغانستان جګړه اوس یو ناسور دی چی ټول ځیني کړیږي او ټول یې درد ویني خو یو یې هم د ختمولو وس نه لري ټول اړخونه باید درک کړي او په اخلاص کار سره وکړي تر څو هر اړخ ځان بریمن وبولي او… نور لوستل »

د الحاج استاذ بیانزی
میلمه
د الحاج استاذ بیانزی

احمد صاحب ! هو ستاسی خبره سمه ده چه دا په ځای لیکنه ده . مګر دا چه طالب ، حکومت او امریکا مو دری دری ګونه ورونه ګڼلی ناسمه ده. امریکا زمونږ هیواد اشغال او کابل کی یی غلامه اداره د برچی په زور وتپله چه پرون یی کرزی او نن یی ع او غ مشری کوی څه چه وایی او څه چه کوی ورته ویل کیږی د کابل غلامه اداره له دری ګونی وباسه هغوی بلواکه دی واک نه لری . یوآخین اړخونه د امریکا او طالبانو دی ، امریکایان اشغلګر ( زمونږ سره یی پوله پټی شریک… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

مشره كه مونږ یې منو او کنه مګر اوس په افغانستان کی همدا دري اړخونه مطرح دی
که جوړ جاړی کیږي، درې سره اړخونه به یو توافق ته سره رسیږي
د یو بل نفي کول ستونزي ډیره وی، کموي يې نه، ځکه نو باید هر اړخ بل ومني

سوله ،اوربند
میلمه
سوله ،اوربند

#### دا دجنت بیه ته ولی نه ادا کوی؟ته په لندن کی د انګریز کافر خدمت ته ناست یی،او موږ ته د جنت توصیه کوی؟د وطن غم چه درسره وای ،نو اوس به ته په خپل وطن کی وای.خو د لندن څخه د سخت ډول غاړه ته اچولی او د جنګ په نغمه وهی،

ځدران
میلمه
ځدران

ستاسی له کنځلو معلومیږی چه د بحث وړ نه یاست مننه