fbpx

میرویس میدان کې نیول شوې وسلې د چا دي؟

اکمل شینواری
څه باندې دوه اونۍ وړاندې د کابل پولیسو د کابل ښار میرویس میدان سیمه کې څو کانتینره وسلې او چاودیدونکي مواد ونیول.دغه خبر ته هغه وخت ځکه رسنیو ډیر پام ونکړ چې له طالبانو سره اختریز اوربند اعلان شو او مطبوعاتي فضاء د اوربند خبرو پر سر واخیسته.
اوس له پیښې ډیرې ورځې وروسته د کابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد داود امین د دغو وسلو په اړه داسې خبرې کړي چې شکونه پیدا کوي او تر کاسو لاندې د نیم کاسو له رازه پرده پورته کوي.
د کابل امنیه قومندان وایي تر پنځلس ورځو پورې د دې وسلو مالکان معلوم نه ول.وسلې د یوې امنیتي کمپنۍ د جعلي اسنادو او مرمۍ ضد موټرو په توسط د کابل ښار په زړه کې له یوه ځایه بل ته لیږدول کیدلې. اوس چې له پیښې ډيرې ورځې تیرې شوي دي، د امریکا سفارت دوی ته خبر ورکړی چې نیول شوې وسلې د یوې ناپیژندویه امریکایي امنیتي کمپنۍ دي.
میرویس میدان په کابل کې هغه سیمه ده چې تر دې وړاندې د داعش مرکز په کې کشف شوی و. وروستي استخباراتي معلومات وایي چې په دې سیمه کې اوس هم داعش پټ مراکز لري. دا چې دې سیمې ته د ضد مرمۍ موټرو په بدرګه لوی مقدار وسلې او منفجره مواد لیږدول کیږي. له نیول کیدو وروسته یي پنځلس ورځو څښتن نادرکه وي او بیا د امریکا سفارت د کابل له پولیسو سره رابطه کوي چې وسلې د دوی اړوند د یوې کمپنۍ مربوط دي.دې ماجراء ته که ژور فکر وکړو را معلومه به شي چې اصلا د داعش په نوم پیل شوې لوبه څومره ژوره او څرنګه له امریکایي سفارت سره پېیلې ده.
که دا وسلې واقعا د کومې امنیتي کمپنۍ وای. باید چې د نیول کیدو سره سم په هماغه ورځ یې ویلي وای چې وسلې زموږ دي. مګر دا چې نیول شوې وسلې پنځلس ورځې بې څښتنه پاته وې او له ښه ځنډ وروسته اوس امنیتي کمپنۍ خپله هم نه رامخکې کیږي بلکې د امریکایي سفارت په توسط د وسلو د بیرته لاسته راوړلو هڅه کوي. له دې څخه ښکاره معلومیږي چې نه امنیتي کمپنۍ شته او نه هم بل څه. وسلې د امریکایانو وې او خپلې داعشي کمپنۍ ته یې لیږدولې، تر څو یي په میرویس میدان کې ذخیره کړي او په ورنږدې دشت برچي کې یو ځل بیا ورباندې قتل عامونه وکړي او د بې ګناه ولسي وګړو، ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د وینو رودونه وبهوي. تر څو د نکولسن هغه دعوه رښتیا وخیږي چې داعش په افغانستان کې د قوت په حالت کې دی او پرلپسې یې ګواښونه زیاتیږي!!!
که داعش ته د امریکایي ایف ایم راډیو د رسیدلو، د مرموزو چورلکو لخوا د اکمالاتو او د کابل بیلابیلو سیمو ته په ضد مرمۍ موټرو کې ددوی د رسولو خبرې افسانې وګڼو. نو دې نوي رابرسیره شوي راز ته به کومه توجیه لټوو. چې د امریکایي سفارت او داعش تر منځ د اړیکو خبره یي تر لمر روښانه ثابته کړې ده.
داعش هغه پدیده ده چې امریکایانو یوازې دمسلمانانو د ځپلو لپاره ډیزاین کړې ده. دوی به له غیورو افغانانو څخه خپل د ناکامۍ غچ د داعش په واسطه اخلي. له همدې امله خو ورته د پراخو اوعام وژونکو بریدونو زمینې برابروي. سني افغانان مرتدین بولي، شیعه ګانو، سیکانو او هندوانو ته مشرکین وایي او ټول واجب القتل بولي. که افغان اولس، حکومت، طالبان او د ټولنې بل هر فرد دغه د خطر زنګونه او امریکایي ډرامې جدي ونه بولي. نو سبا به مو هر ښار د ننګرهار غوندې په وینو سور او د داعش قتل عامونو شاهد وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

خره دوه ډوله دی:
یو هغه خر چه په سړه سینه او پراخ تندی د نظر جان د باغ مېوه یا د بُنجی کاکو د کُرو خښتی او ګچ خپل منزل ته رسوی.
بل هغه خر چه غټه بسته په شا پوهنتون یا کوم بل علمی مرکز ته روان وی او چه ورته وویل شی چه امریکه د شیطانی توطئو د تنظیم ځاله ده، انکار کوی.بناً هغه خر به ډېر شرافت ولری کوم چه انکار نکوی او بار وړی تر هغه خره کوم چه د شعور سترګی ئې ړندې او منکر وی.

محمود ځدران
میلمه
محمود ځدران

غلام حضرت صاحب :
مونږ باید ډبری په بل مخ واړوو ، نن لکه په شی اړخ پاڅیدلی چه د خرو په ویش کی دی د اشغالګرو پلویانو خرو توپیر هم کړی . تیر په هیر ، له دی وروسته همدی شیوی ته دوام ورکړه ### مننه