فاریاب؛ د قیصاري په ملاتړ لاریون

واشنګټن پوسټ: د قیصاري نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې د جنبش او حکومت تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ویلي دي، د دوستم د اربکي قومندان نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی دی.

نظام الدین قیصاري په فارياب کې د دوستم لوی استازی، د قیصار امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، چې څو ورځې وړاندې له کابله ورغلي پلاوي سره له لفظي شخړې وروسته ونیول شو او کابل ته راوړل شو.

د نوموړي په ملاتړ کې نه یوازې جنبشیانو بلکې د جمعیت اسلامي پلویانو هم لاریونونه کړي او نن هم په فاریاب او جوزجان کې لاریونونه روان دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، حکومت ته د قیصاري نیول یو داسې سرخوږی دی چې که يې پرېږدې هم، د تاوتریخوالي د پراختیا اندېښنه شته او که يې نه خوشي کوي هم؛ پر وړاندې يې غبرګونونه لا پراخېږي.

د ورځپاڼې په باور دې پېښې وښوده، چې لا هم داسې ډلې شته چې د مرکزي حکومت پر وړاندې درېدلی شي.

د قیصاري له نیول کېدو وروسته دوستم او د دوستم، محقق او عطامحمد نور د ګډ ایتلاف له دفترونو اعلاميې خپرې شوې او حکومت يې وګواښه، که د دوی ټوپکوال ور خوشي نه کړي، شمال کې به ټاکنې له خنډ سره مخ کړي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي فتح الله قیصاري پرون وویل، چې نظام الدین قیصاري په سیمه کې په ظلم، وحشت، قتل او لوټ مشهور و، هغه د حکومت دا اقدام ستایلی او غږ يې پرې کړی چې د هغه دوسیه دقیقه وڅېړل شي.

د ملي دفاع وزارت پرون وویل، چې د هغه په اړه به محاکم خپله پرېکړه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د