د دکتور ګل الرحمن حقاني نوی اثر چاپ شو!

الله تعالی انسان د خپل عبادت لپاره پيدا کړی، په امرونه يې مکلف ګرځولی او منکراتو څخه يې منع کړی. له منکراتو څخه ځينې داسې دي چې دنيا او اخرت کې يې‌ سزا ڈیرہ زياته وي له هغو منکراتو څخه يو په ناحقه قتل یعنی د مسلمانانو وژنه ده.

په دنيا کې انسان د خپل ژوند له لاس ورکول ، په آخرت کې د جهنم مستحق کیدل،د الله تعالی غضب لعنت او لوي عذاب مستحق کیدل دی؛زکہ الله رب العالمین قرآن کريم کې ويلې : ومن يقتل مؤمنا متعمدا فجزاوه جهنم خالدا فيها وغضب الله عليه ولعنہ واعدله عذاب عظيما.( النساء ٩٣)

همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم انسان د نفس او مال حرمت د کعبې د حرمت په نسبت لوي بللې لکه فرمايي: ما اطيبك و ما أطيب ريحك، ما اعظمك وما أعظم حرمتك فوالذي نفس محمد بيده لحرمة المومن عند الله أعظم من حرمتك ماله ودمه.

كه انسان څومره نيک عملونه وکړې بیا هم جنت يقیني نه وي تر څو يې عمل قبول او الله تعالی رضا حاصله نه وي، حو په ناحقه سره مسلمان وژل هغه عمل دی چې په کولو سره يې جهنم يقینې ګرځي؛ الله تعالی د قاتل سره جهنم وعده کړې لکه مخکې آيات څخه څرګندېږي.

دهر دور عالمانو دا فریضه ده چې مسلمانانو دينې مشکلاتو حل کړي ، ترڅو مسلمانان خپل مشکلات په اسانې سره حل او فصل کړې ؛ عالمانو په ټولنه کې د يو ډاکټر خيثت لرې لکه څنګه ډاکټر مريضانو ته د خپل مرض موافق دوا ورکوي همدا راز عالمان هم روحاني معالجين دي دا وخت په تقاضا به د خلکو رهنمايي کوي.

نن صبا د فتنو، فسادونو او بې احتياطۍ دور دې، وژنہ دمسلمانانو د نفس او مال سره بې احتياطۍ زړه دردونکې پیښې مخته راځې او ځينې يې مسلمانانو وژنې څخه خوند او لذت اخلې او فخر پرې کوي.

ډېر ځله دا وژنې بې احتياطۍ له امله منځته راځي ، خو کله بيا بې علمې اوجہل له وجې هم مخې ته راځې ، له همدې وجې عالمان مکلف دي چې ناخبره مسلمانان دا داسې ظلمونواو بې اختياطې عواقبو او انجام څخه خبر کړي.

ډېر وخت دا علمي خالا موجوده وہ، زما علم مطابق داسې کتاب نه و موجود چې د مسلمان وژنې په هکله پوره په تفصيلي احکامو مشتمل وي، خو الحمدلله چې دا عملې خلا د افغانستان عملې ميدان يو ځلانده ستوری، مولانا دکتور ګل الرحمن حقانی المهاجر المدني حفظه الله پوره کړ.

په ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه اوحصوصا په مجاهدينو يې احسان وکړ چې« المنهاج الجليل في حکم قتيل » په نامه يې يو تحقيقې کتاب معاشرې ته استفادې لپاره وړاندې کړ.

نوموړۍ د دې وړاندې هم د وخت په اهمو موضوعاتو ليکنې کړې دې ، د هرې موضوع په اړه يې کتاب الله ،سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم او د امت اکابرو علماوو اقوالو نه استدلال کړې.

متعال څښتن څخه دعاګانې کو چې نوموړۍ ټولو ليکنې په خپل دربار کې قبولې او د امت لپاره د خير ذريعه وګرځوي.

پته: مکتبه فارقيه محله جنګي پیښاور.
03009007550
03005999052
انشتارات فارقيه جاده میوند سرچوک مرکيټ مرحوم حاجي حسين ګل کابل.
0780110131
0764859080